Check out the new design

Ibisobanuro bya qoran ntagatifu - Ibisobanuro mu rurimi rw'igiPashto - Sarfaraz. * - Ishakiro ry'ibisobanuro


Ibisobanuro by'amagambo Isura: Annisau   Umurongo:
وَّالْمُحْصَنٰتُ مِنَ النِّسَآءِ اِلَّا مَا مَلَكَتْ اَیْمَانُكُمْ ۚ— كِتٰبَ اللّٰهِ عَلَیْكُمْ ۚ— وَاُحِلَّ لَكُمْ مَّا وَرَآءَ ذٰلِكُمْ اَنْ تَبْتَغُوْا بِاَمْوَالِكُمْ مُّحْصِنِیْنَ غَیْرَ مُسٰفِحِیْنَ ؕ— فَمَا اسْتَمْتَعْتُمْ بِهٖ مِنْهُنَّ فَاٰتُوْهُنَّ اُجُوْرَهُنَّ فَرِیْضَةً ؕ— وَلَا جُنَاحَ عَلَیْكُمْ فِیْمَا تَرٰضَیْتُمْ بِهٖ مِنْ بَعْدِ الْفَرِیْضَةِ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ كَانَ عَلِیْمًا حَكِیْمًا ۟
او پر تاسې حرامې دي مړوښې( میړه لړونکي) ښځې خو هغه مړوښې( میړه لرونکي) نه دي حرامې چې تاسې یې مالکان[۱] شئ دا د الله حکم دی او پرته له دوی نورې ټولې تاسې ته روا دي خو باید چې پخپلو مالونو یې[۲] د لاسته راوړلو هڅه وکړئ د ځان ساتلو په تکل نه د بد چلنۍ لپاره او چې له ښځو مو ګټه پورته کړه نو باید ټاکلی مهر یې ورکړئ او پر تاسې کومه ګناه نشته که د مهر له ټاکلو وروسته په خپلو مینځونو کې په یو څه خوښ شوئ[۳] بې شکه الله پاک په هر څه پوه او حکمت والا دی.
[۱] چې له کافرانو سره د جنګ په اوږدو کې يي له دار الحرب څخه راولئ( کابلی تفسیر)
[۲] مهر یې ورکړئ( کابلی تفسیر).
[۳]یو بل ته یې وبښئ( کابلی تفسیر)
Ibisobanuro by'icyarabu:
وَمَنْ لَّمْ یَسْتَطِعْ مِنْكُمْ طَوْلًا اَنْ یَّنْكِحَ الْمُحْصَنٰتِ الْمُؤْمِنٰتِ فَمِنْ مَّا مَلَكَتْ اَیْمَانُكُمْ مِّنْ فَتَیٰتِكُمُ الْمُؤْمِنٰتِ ؕ— وَاللّٰهُ اَعْلَمُ بِاِیْمَانِكُمْ ؕ— بَعْضُكُمْ مِّنْ بَعْضٍ ۚ— فَانْكِحُوْهُنَّ بِاِذْنِ اَهْلِهِنَّ وَاٰتُوْهُنَّ اُجُوْرَهُنَّ بِالْمَعْرُوْفِ مُحْصَنٰتٍ غَیْرَ مُسٰفِحٰتٍ وَّلَا مُتَّخِذٰتِ اَخْدَانٍ ۚ— فَاِذَاۤ اُحْصِنَّ فَاِنْ اَتَیْنَ بِفَاحِشَةٍ فَعَلَیْهِنَّ نِصْفُ مَا عَلَی الْمُحْصَنٰتِ مِنَ الْعَذَابِ ؕ— ذٰلِكَ لِمَنْ خَشِیَ الْعَنَتَ مِنْكُمْ ؕ— وَاَنْ تَصْبِرُوْا خَیْرٌ لَّكُمْ ؕ— وَاللّٰهُ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟۠
او که د کوم سړي توان نه وي چې له مؤمنې ازادي ښځې سره واده وکړي کولای شي چې له هغو مؤمنو وینځو سره واده وکړي چې تاسې یې مالکان شوي یاست الله پاک ته ستاسې ایمان ښه معلوم دی تاسې ټول یو خلک یاست، نو له دې کبله وینځې د هغوی د مالکانو په اجازه نکاح او د رواج په رڼا کې يې مهر ورکړئ د ځان ساتلو په تکل به وي نه به په څرګنده بد چلني کوي او نه به پټ یاران نیسي، نو کله چې وینځې مړوښه شي نو که بیا یې زنا وکړه نو پر هغوی د ازادو مړوښو ښځو نیمايې جزا ده له وینځو سره د نکاح کولو اجازه ستاسو هغو خلکوته ده چې له زنا څخه ډاریږي، او بیا هم که تاسې صبر وکړئ ډير غوره دی الله پاک بښونکی او مهربان دی.
Ibisobanuro by'icyarabu:
یُرِیْدُ اللّٰهُ لِیُبَیِّنَ لَكُمْ وَیَهْدِیَكُمْ سُنَنَ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِكُمْ وَیَتُوْبَ عَلَیْكُمْ ؕ— وَاللّٰهُ عَلِیْمٌ حَكِیْمٌ ۟
الله پاک غواړي چې تاسو ته د پخوانیو قومونو لارې روښانه او په لور یې ښوونه درته وکړي او توبه مو ومني الله پاک په هر څه پوه او د حکمت والا دی.
Ibisobanuro by'icyarabu:
 
Ibisobanuro by'amagambo Isura: Annisau
Urutonde rw'amasura numero y'urupapuro
 
Ibisobanuro bya qoran ntagatifu - Ibisobanuro mu rurimi rw'igiPashto - Sarfaraz. - Ishakiro ry'ibisobanuro

byasobanuwe na Mawlawi Janbaz Sarfaraz

Gufunga