Check out the new design

Ibisobanuro bya qoran ntagatifu - Ibisobanuro mu rurimi rw'igiPashto - Sarfaraz. * - Ishakiro ry'ibisobanuro


Ibisobanuro by'amagambo Isura: Al Im’ran   Umurongo:
اِنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لَنْ تُغْنِیَ عَنْهُمْ اَمْوَالُهُمْ وَلَاۤ اَوْلَادُهُمْ مِّنَ اللّٰهِ شَیْـًٔا ؕ— وَاُولٰٓىِٕكَ هُمْ وَقُوْدُ النَّارِ ۟ۙ
کوم کسان چې کافران شوي هیڅکله به یې مالونه او اولادونه د الله له عذاب څخه ونه ژغورلی شي ـ او همدوی د اور خس او خاشاک دي.
Ibisobanuro by'icyarabu:
كَدَاْبِ اٰلِ فِرْعَوْنَ ۙ— وَالَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ ؕ— كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَا ۚ— فَاَخَذَهُمُ اللّٰهُ بِذُنُوْبِهِمْ ؕ— وَاللّٰهُ شَدِیْدُ الْعِقَابِ ۟
د دوی برخ لیک د فرعون د ملګرو، کورنۍ او هغو پخوانیو سرکښانو ته ورته دی چې زمونږ آیتونه یې درواغ ګڼلي ووـ الله په خپلو ګناهونو ونیول، او د الله عذاب خورا سخت دی.
Ibisobanuro by'icyarabu:
قُلْ لِّلَّذِیْنَ كَفَرُوْا سَتُغْلَبُوْنَ وَتُحْشَرُوْنَ اِلٰی جَهَنَّمَ ؕ— وَبِئْسَ الْمِهَادُ ۟
کافرانو ته ووایه چې ډير ژر به ماتې در کړای شي او جهنم ته به راټول کړای شئ او هغه د ورتګ خورا ډير بد ځای دی.
Ibisobanuro by'icyarabu:
قَدْ كَانَ لَكُمْ اٰیَةٌ فِیْ فِئَتَیْنِ الْتَقَتَا ؕ— فِئَةٌ تُقَاتِلُ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ وَاُخْرٰی كَافِرَةٌ یَّرَوْنَهُمْ مِّثْلَیْهِمْ رَاْیَ الْعَیْنِ ؕ— وَاللّٰهُ یُؤَیِّدُ بِنَصْرِهٖ مَنْ یَّشَآءُ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَعِبْرَةً لِّاُولِی الْاَبْصَارِ ۟
هغه دوه ډلې چې سره مخ په مخ شوې تاسې ته د پند او عبرت ډکې نښې وي، یوه ډله یې د الله په لار کې جنګیدله او بله یې کافره وه، هرې ډلې به د سر په سترګو لیدل چې بله ډله یې دوه برابره ده او دالله چې چا ته خوښه شي په خپل ملاتړ سره یې بریمن کوي، بې شکه چې په دې ( پیښه ) کې د بصیرت خاوندانو ته پوره پند او درس و.
Ibisobanuro by'icyarabu:
زُیِّنَ لِلنَّاسِ حُبُّ الشَّهَوٰتِ مِنَ النِّسَآءِ وَالْبَنِیْنَ وَالْقَنَاطِیْرِ الْمُقَنْطَرَةِ مِنَ الذَّهَبِ وَالْفِضَّةِ وَالْخَیْلِ الْمُسَوَّمَةِ وَالْاَنْعَامِ وَالْحَرْثِ ؕ— ذٰلِكَ مَتَاعُ الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا ۚ— وَاللّٰهُ عِنْدَهٗ حُسْنُ الْمَاٰبِ ۟
خلکو ته د شهوتونو مینه ښایسته کړی شوې ده، چې له ښځو، ځامنو، د سرو او سپینو زرو له راټولو شوو خزانو، په نښه کړو شوو اسونو، څارویو او کښتونو څخه عبارت دي، دا څیزونه د دنیاوي ژوند ګټه ده او د ورتګ ښه ځای له الله سره دی.
Ibisobanuro by'icyarabu:
قُلْ اَؤُنَبِّئُكُمْ بِخَیْرٍ مِّنْ ذٰلِكُمْ ؕ— لِلَّذِیْنَ اتَّقَوْا عِنْدَ رَبِّهِمْ جَنّٰتٌ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ خٰلِدِیْنَ فِیْهَا وَاَزْوَاجٌ مُّطَهَّرَةٌ وَّرِضْوَانٌ مِّنَ اللّٰهِ ؕ— وَاللّٰهُ بَصِیْرٌ بِالْعِبَادِ ۟ۚ
ای محمده! ووایه له دې څخه غوره څیزونه تاسو ته وښایم؟ د هغو کسانو لپاره چې له الله څخه وډار شي د تل لپاره داسې باغونه دي چې ویالې به پکې روانې وي پاکې کړای شوی ښځې او دالله رضاء به یې په برخه وي ـ او الله خپل بنده ګان ښه او پوره ویني.
Ibisobanuro by'icyarabu:
 
Ibisobanuro by'amagambo Isura: Al Im’ran
Urutonde rw'amasura numero y'urupapuro
 
Ibisobanuro bya qoran ntagatifu - Ibisobanuro mu rurimi rw'igiPashto - Sarfaraz. - Ishakiro ry'ibisobanuro

byasobanuwe na Mawlawi Janbaz Sarfaraz

Gufunga