Check out the new design

Ibisobanuro bya qoran ntagatifu - Ibisobanuro mu rurimi rw'igiPashto - Sarfaraz. * - Ishakiro ry'ibisobanuro


Ibisobanuro by'amagambo Isura: Al Baqarat   Umurongo:
تِلْكَ الرُّسُلُ فَضَّلْنَا بَعْضَهُمْ عَلٰی بَعْضٍ ۘ— مِنْهُمْ مَّنْ كَلَّمَ اللّٰهُ وَرَفَعَ بَعْضَهُمْ دَرَجٰتٍ ؕ— وَاٰتَیْنَا عِیْسَی ابْنَ مَرْیَمَ الْبَیِّنٰتِ وَاَیَّدْنٰهُ بِرُوْحِ الْقُدُسِ ؕ— وَلَوْ شَآءَ اللّٰهُ مَا اقْتَتَلَ الَّذِیْنَ مِنْ بَعْدِهِمْ مِّنْ بَعْدِ مَا جَآءَتْهُمُ الْبَیِّنٰتُ وَلٰكِنِ اخْتَلَفُوْا فَمِنْهُمْ مَّنْ اٰمَنَ وَمِنْهُمْ مَّنْ كَفَرَ ؕ— وَلَوْ شَآءَ اللّٰهُ مَا اقْتَتَلُوْا ۫— وَلٰكِنَّ اللّٰهَ یَفْعَلُ مَا یُرِیْدُ ۟۠
دا پیغمبران مونږ ځینې پر ځینو نورو غوره کړي دي، ځينې یې هغه دي چې الله ورسره خبرې کړي دي[۱] او د ځینو نورو یې مرتبې لوړي کړ دي[۲] او د مریمې ځوی عیسې (علیه السلام) ته مو ښکاره معجزې ورکړي او په جبرائیل سره مو د هغه ملاتړ کړی ؤ، که د الله خوښه وای نو دغه وروسته راغلي خلک به د پیغمبرانو او ښکاره دلایلو له راتګ وروسته هیڅکله یو له بل سره نه وو جنګیدلي خو دوی سره اختلاف وکړ ځینو یې ایمان راوړ او ځینې یې کافرن شول که د الله خوښه وای نو هیڅکله به یو تر بله سره نه وو جنګیدلي، خو الله چې د څه اراده وکړي خامخا یې کوي.
[۱] لکه ادم، موسې او محمد علیهم السلام ( کابلی تفسیر)
[۲] لکه محمد صلی الله علیه وسلم( کابلی تفسیر)
Ibisobanuro by'icyarabu:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اَنْفِقُوْا مِمَّا رَزَقْنٰكُمْ مِّنْ قَبْلِ اَنْ یَّاْتِیَ یَوْمٌ لَّا بَیْعٌ فِیْهِ وَلَا خُلَّةٌ وَّلَا شَفَاعَةٌ ؕ— وَالْكٰفِرُوْنَ هُمُ الظّٰلِمُوْنَ ۟
ای مؤمنانو! د هغه مال چې مونږ تاسې ته در کړی دی څه برخه د الله په لیار کې د هغې ورځې له راتګ څخه وړاندې ولګوئ چې په هغې کې نه راکړه او ورکړه وي، نه دوستي او نه سپارښت او کافران په رښتیا چې ظالمان دي.
Ibisobanuro by'icyarabu:
اَللّٰهُ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ ۚ— اَلْحَیُّ الْقَیُّوْمُ ۚ۬— لَا تَاْخُذُهٗ سِنَةٌ وَّلَا نَوْمٌ ؕ— لَهٗ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَمَا فِی الْاَرْضِ ؕ— مَنْ ذَا الَّذِیْ یَشْفَعُ عِنْدَهٗۤ اِلَّا بِاِذْنِهٖ ؕ— یَعْلَمُ مَا بَیْنَ اَیْدِیْهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ ۚ— وَلَا یُحِیْطُوْنَ بِشَیْءٍ مِّنْ عِلْمِهٖۤ اِلَّا بِمَا شَآءَ ۚ— وَسِعَ كُرْسِیُّهُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ ۚ— وَلَا یَـُٔوْدُهٗ حِفْظُهُمَا ۚ— وَهُوَ الْعَلِیُّ الْعَظِیْمُ ۟
الله یو دی پرته له هغه هیڅوک د بلنې وړ نشته تل ژوندی دی، او د ټولو کائناتو بشپړه پالنه کوي، نه یې پر ماښۍ نیسي او نه خوب، په اسمانونو او ځمکه کې پراته ټول څیزونه د هغه دي، څوک به وي چې د هغه له اجازې پرته د هغه په وړاندې د څه سپارښت وکړي؟ په هغو ښه پوهیږي چې د خلکو په وړاندې دي او په هغو هم چې ترې وروسته دي، دوي د الله جل جلاله د علم هیڅ برخه نه شي تر لاسه کولای، مګر یوازې هغه څه چې دالله خوښه شي د کرسي[۳] پراختیا یې هومره دیره ده چې اسمانونه او ځمکې پکې ځای شوي دي او د هغوی ساتنه یې نه ستړی کوي ډیر پورته او خورا لوی دی.
[۳] کرسې له عرش څخه کوچنۍ ده چې کرسي یې له اسمانونو او ځمکې څخه پراخه وي نو عرش به څومره وي؟ والله اعلم ( ابن جریر الطبري)
Ibisobanuro by'icyarabu:
لَاۤ اِكْرَاهَ فِی الدِّیْنِ ۚ— قَدْ تَّبَیَّنَ الرُّشْدُ مِنَ الْغَیِّ ۚ— فَمَنْ یَّكْفُرْ بِالطَّاغُوْتِ وَیُؤْمِنْ بِاللّٰهِ فَقَدِ اسْتَمْسَكَ بِالْعُرْوَةِ الْوُثْقٰی ۗ— لَا انْفِصَامَ لَهَا ؕ— وَاللّٰهُ سَمِیْعٌ عَلِیْمٌ ۟
په دین کې هیڅ زور نشته ځکه چې هدایت له بې لیارۍ څخه پوره څرګند او ښکاره شو نو څوک چې له شیطان څخه منکر او په الله ایمان راوړي نو په رښتیا یې په نه شلیدنکې کړئ منکولې ښخې کړې او الله هر څه اوري او په هر څه پوه دی.
Ibisobanuro by'icyarabu:
 
Ibisobanuro by'amagambo Isura: Al Baqarat
Urutonde rw'amasura numero y'urupapuro
 
Ibisobanuro bya qoran ntagatifu - Ibisobanuro mu rurimi rw'igiPashto - Sarfaraz. - Ishakiro ry'ibisobanuro

byasobanuwe na Mawlawi Janbaz Sarfaraz

Gufunga