Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: غافر   آیت:
وَقَالَ فِرْعَوْنُ ذَرُوْنِیْۤ اَقْتُلْ مُوْسٰی وَلْیَدْعُ رَبَّهٗ ۚؕ— اِنِّیْۤ اَخَافُ اَنْ یُّبَدِّلَ دِیْنَكُمْ اَوْ اَنْ یُّظْهِرَ فِی الْاَرْضِ الْفَسَادَ ۟
او فرعون وویل: ما پریږدئ چې موسی ووژنم، هغه دې خپل رب را وبلي. زه ډاریږم چې ستاسې دین به بدل کړی او یا په وطن کې فساد او ګډوډي راپورته کړي.
عربي تفسیرونه:
وَقَالَ مُوْسٰۤی اِنِّیْ عُذْتُ بِرَبِّیْ وَرَبِّكُمْ مِّنْ كُلِّ مُتَكَبِّرٍ لَّا یُؤْمِنُ بِیَوْمِ الْحِسَابِ ۟۠
او موسی وویل: زه د خپل رب او ستاسې له رب نه له هر متکبر نه چې د حساب په ورځ ایمان لري پناه غواړم.
عربي تفسیرونه:
وَقَالَ رَجُلٌ مُّؤْمِنٌ ۖۗ— مِّنْ اٰلِ فِرْعَوْنَ یَكْتُمُ اِیْمَانَهٗۤ اَتَقْتُلُوْنَ رَجُلًا اَنْ یَّقُوْلَ رَبِّیَ اللّٰهُ وَقَدْ جَآءَكُمْ بِالْبَیِّنٰتِ مِنْ رَّبِّكُمْ ؕ— وَاِنْ یَّكُ كَاذِبًا فَعَلَیْهِ كَذِبُهٗ ۚ— وَاِنْ یَّكُ صَادِقًا یُّصِبْكُمْ بَعْضُ الَّذِیْ یَعِدُكُمْ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَا یَهْدِیْ مَنْ هُوَ مُسْرِفٌ كَذَّابٌ ۟
او د فرعون د کورنۍ یوه مؤمن سړي چې ایمان يې پټ ساته وویل: ایا تاسې یو سړی وژنئ چې هغه وايې: زما رب یو الله دی؟ او ستاسې د رب له لورې يي ښکاره دلایل له ځان سره راوړي دي. نو که هغه درواغجن وي، نو دی او درواغ يې ــ او که چیرې رښتینی وي نو ځینې هغه څه به تاسې ته ورسیږي چې هغه پرې تاسې ډاروي. بې له شکه چې الله هغه چا ته لار نه ښايي چې له پولې اووښتی درواغجن وي.
عربي تفسیرونه:
یٰقَوْمِ لَكُمُ الْمُلْكُ الْیَوْمَ ظٰهِرِیْنَ فِی الْاَرْضِ ؗ— فَمَنْ یَّنْصُرُنَا مِنْ بَاْسِ اللّٰهِ اِنْ جَآءَنَا ؕ— قَالَ فِرْعَوْنُ مَاۤ اُرِیْكُمْ اِلَّا مَاۤ اَرٰی وَمَاۤ اَهْدِیْكُمْ اِلَّا سَبِیْلَ الرَّشَادِ ۟
ای زما قومه!نن واکمني ستاسې او په ځمکه کې برلاسي يي نو که د الله عذاب راشي څوک شته له مونږ سره ملاتړ وکړي؟ فرعون وویل: زه تاسې ته هغه رایه درکوم چې ماته غوره ښکاري او زه تاسې ته یوازې د نیکې لارې په لورښوونه کوم.
عربي تفسیرونه:
وَقَالَ الَّذِیْۤ اٰمَنَ یٰقَوْمِ اِنِّیْۤ اَخَافُ عَلَیْكُمْ مِّثْلَ یَوْمِ الْاَحْزَابِ ۟ۙ
او هغه سړي چې ایمان يي راوړی و وویل: ای زما ربه! زه ډاریږم چې پر تاسې به هغه ورځ راشي چې پر نور قومونو راغلې وه.
عربي تفسیرونه:
مِثْلَ دَاْبِ قَوْمِ نُوْحٍ وَّعَادٍ وَّثَمُوْدَ وَالَّذِیْنَ مِنْ بَعْدِهِمْ ؕ— وَمَا اللّٰهُ یُرِیْدُ ظُلْمًا لِّلْعِبَادِ ۟
هغه شان ورځ چې د نوح په قوم، عادیانو، ثمودیانو او پر هغو خلکو راغلې وه چې له دوی نه وروسته تیر شوي دي. او الله هیڅکله پر خپلو بنده ګانو د ظلم اراده نه لري.
عربي تفسیرونه:
وَیٰقَوْمِ اِنِّیْۤ اَخَافُ عَلَیْكُمْ یَوْمَ التَّنَادِ ۟ۙ
ای زما قومه! زه ډاریږم چې پر تاسې به د چیغو او فریاد ورځ راشي.
عربي تفسیرونه:
یَوْمَ تُوَلُّوْنَ مُدْبِرِیْنَ ۚ— مَا لَكُمْ مِّنَ اللّٰهِ مِنْ عَاصِمٍ ۚ— وَمَنْ یُّضْلِلِ اللّٰهُ فَمَا لَهٗ مِنْ هَادٍ ۟
هغه ورځ چې تاسې به مخ په څټ تښتئ. هیڅوک به نه وي چې له الله نه مو وساتي. او هر څوک چې الله بې لارې کړ نو بیا به هيڅوک د هغه لار ښوونکی نه وي.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: غافر
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مولوي جانباز سرفراز له خوا ترجمه شوی

بندول