Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: غافر   آیت:
رَبَّنَا وَاَدْخِلْهُمْ جَنّٰتِ عَدْنِ ١لَّتِیْ وَعَدْتَّهُمْ وَمَنْ صَلَحَ مِنْ اٰبَآىِٕهِمْ وَاَزْوَاجِهِمْ وَذُرِّیّٰتِهِمْ ؕ— اِنَّكَ اَنْتَ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ ۟ۙ
ای زمونږ ربه! ته هغوی او د هغوی نیک او صالح پلرونو، ښځې، او اولادونه هغوی تل پاتې جنتونو ته ننه باسه چې تا يې وعده ورسره کړې ده. بې له شکه چې ته په هر څه برلاسی او حکیم ذات يي.
عربي تفسیرونه:
وَقِهِمُ السَّیِّاٰتِ ؕ— وَمَنْ تَقِ السَّیِّاٰتِ یَوْمَىِٕذٍ فَقَدْ رَحِمْتَهٗ ؕ— وَذٰلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِیْمُ ۟۠
او ته يي له بدیو نه وژغوره! تا چې څوک د قیامت د ورځې له بدیو نه وژغوره پر هغه دې لوی رحم وکړ، او همدغه ستره او لویه بریا ده.
عربي تفسیرونه:
اِنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا یُنَادَوْنَ لَمَقْتُ اللّٰهِ اَكْبَرُ مِنْ مَّقْتِكُمْ اَنْفُسَكُمْ اِذْ تُدْعَوْنَ اِلَی الْاِیْمَانِ فَتَكْفُرُوْنَ ۟
پر کافرانو به غږ وشي چې نن د عذاب د لیدلو په وخت چې ستاسې پر خپلو ځانو کوم قهر راځي د الله قهر او غوسه له دې نه هغه وخت ډیره زیاته وه چې تاسې به د ایمان په لور بلل کیدئ خو کفر مو خپلولو.
عربي تفسیرونه:
قَالُوْا رَبَّنَاۤ اَمَتَّنَا اثْنَتَیْنِ وَاَحْیَیْتَنَا اثْنَتَیْنِ فَاعْتَرَفْنَا بِذُنُوْبِنَا فَهَلْ اِلٰی خُرُوْجٍ مِّنْ سَبِیْلٍ ۟
وایې به ای زمونږ ربه! تا مونږ دوه ځله مړه او دوه ځله [۲] ژوندي کړو. اوس مونږ پر خپلو ګناهونو اقرار کوو. ایا د وتلو کومه لار شته؟
[۲] دا مفهوم د سورت بقری په ۲۸ ایت کې داسې بیان شوی، تاسې څرنګه له الله نه منکریږئ. سره له دې چې تاسې مړه وئ ژوندي يې کړئ بیا مو مړه کوي او بیا مو ژوندي کوي. نو دقیامت په ورځ دا څلور واړه مرحلې پوره شي.
عربي تفسیرونه:
ذٰلِكُمْ بِاَنَّهٗۤ اِذَا دُعِیَ اللّٰهُ وَحْدَهٗ كَفَرْتُمْ ۚ— وَاِنْ یُّشْرَكْ بِهٖ تُؤْمِنُوْا ؕ— فَالْحُكْمُ لِلّٰهِ الْعَلِیِّ الْكَبِیْرِ ۟
هو! دا تل پاتې عذاب ځکه درکول کیږي چې کله به یوازې د یو الله په لور بلنه وه نو تاسې به نه منله، او که نور څه به ورسره شریک یا د بدل نو تاسې به منله. نو اخرنۍ پریکړه یوازې او یوازې د لوړ او لوی ذات ده.
عربي تفسیرونه:
هُوَ الَّذِیْ یُرِیْكُمْ اٰیٰتِهٖ وَیُنَزِّلُ لَكُمْ مِّنَ السَّمَآءِ رِزْقًا ؕ— وَمَا یَتَذَكَّرُ اِلَّا مَنْ یُّنِیْبُ ۟
هغه ذات چې تاسې ته د خپل ځواک نښې ښايي. او له اسمان نه درته روزي راښکته کوي. او پند یوازې هغه خلک اخلي چې په پشپړ ډول هغه ته راګرځيږي.
عربي تفسیرونه:
فَادْعُوا اللّٰهَ مُخْلِصِیْنَ لَهُ الدِّیْنَ وَلَوْ كَرِهَ الْكٰفِرُوْنَ ۟
په داسې توګه الله وبلئ چې دین مو خالص د هغه لپاره ګرځولی وي که څه هم کافران يې نه خوښوي.
عربي تفسیرونه:
رَفِیْعُ الدَّرَجٰتِ ذُو الْعَرْشِ ۚ— یُلْقِی الرُّوْحَ مِنْ اَمْرِهٖ عَلٰی مَنْ یَّشَآءُ مِنْ عِبَادِهٖ لِیُنْذِرَ یَوْمَ التَّلَاقِ ۟ۙ
د لوړو درجو، صفتونو او عرش څښتن دی. د خپل حکم په رڼا کې خپل هغه بنده ته وحي رالیږي چې خوښه يي ورته وشي تر څو خلک د مخامخ کیدلو له ورځې نه وډاروي.
عربي تفسیرونه:
یَوْمَ هُمْ بَارِزُوْنَ ۚ۬— لَا یَخْفٰی عَلَی اللّٰهِ مِنْهُمْ شَیْءٌ ؕ— لِمَنِ الْمُلْكُ الْیَوْمَ ؕ— لِلّٰهِ الْوَاحِدِ الْقَهَّارِ ۟
هغه ورځ چې د خلکو هر څه به په ډاګ او هیڅ شی به يي له الله نه پټ نه وي. غږ به وشي چې: نن پاچايې د چا ده؟ الله به په خپله ووایې چې نن د یو او زورور الله پاچايي ده.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: غافر
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مولوي جانباز سرفراز له خوا ترجمه شوی

بندول