Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: صافات   آیت:
مَا لَكُمْ ۫— كَیْفَ تَحْكُمُوْنَ ۟
په تاسې څه شوي؟ او څه ډول پریکړه کوئ؟
عربي تفسیرونه:
اَفَلَا تَذَكَّرُوْنَ ۟ۚ
ایا پنده نه اخلئ؟
عربي تفسیرونه:
اَمْ لَكُمْ سُلْطٰنٌ مُّبِیْنٌ ۟ۙ
او که له تاسې سره کوم څرګند دلیل شته؟
عربي تفسیرونه:
فَاْتُوْا بِكِتٰبِكُمْ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟
هغه لیکنه مو راوړاندې کړئ که تاسې رښتیني یاست
عربي تفسیرونه:
وَجَعَلُوْا بَیْنَهٗ وَبَیْنَ الْجِنَّةِ نَسَبًا ؕ— وَلَقَدْ عَلِمَتِ الْجِنَّةُ اِنَّهُمْ لَمُحْضَرُوْنَ ۟ۙ
او هغوی د الله او ملایکو ترمینځ خپلوي جوړوي. په داسې حال کې چې ملایکې پوه دي چې ددې خبرې ویونکي به عذاب ته حاضر کړای شي.
عربي تفسیرونه:
سُبْحٰنَ اللّٰهِ عَمَّا یَصِفُوْنَ ۟ۙ
الله له هغه څه پاک دی چې دوی يي بیانوي
عربي تفسیرونه:
اِلَّا عِبَادَ اللّٰهِ الْمُخْلَصِیْنَ ۟
مګر یوازې د الله غوره بنده ګان يې په ښو نومونو ستايي.
عربي تفسیرونه:
فَاِنَّكُمْ وَمَا تَعْبُدُوْنَ ۟ۙ
نو ای مشرکانو! تاسې او ستاسې بللي خدایان
عربي تفسیرونه:
مَاۤ اَنْتُمْ عَلَیْهِ بِفٰتِنِیْنَ ۟ۙ
هیڅوک په دې بوت بلنې سره په ازمیښت کې نه شئ اچولی
عربي تفسیرونه:
اِلَّا مَنْ هُوَ صَالِ الْجَحِیْمِ ۟
مګر یوازې هغه خلک ښویولي شئ چې دوزخ ته تلونکي دي.
عربي تفسیرونه:
وَمَا مِنَّاۤ اِلَّا لَهٗ مَقَامٌ مَّعْلُوْمٌ ۟ۙ
او زمونږ د هرې ملایکې ځای په ګوته کړی شوی دی.
عربي تفسیرونه:
وَّاِنَّا لَنَحْنُ الصَّآفُّوْنَ ۟ۚ
او مونږ د الله په وړاندې صف په صف ولاړې یو
عربي تفسیرونه:
وَاِنَّا لَنَحْنُ الْمُسَبِّحُوْنَ ۟
او یوازې د هغه تسبیح وایو
عربي تفسیرونه:
وَاِنْ كَانُوْا لَیَقُوْلُوْنَ ۟ۙ
کافرانو به همیش ویل
عربي تفسیرونه:
لَوْ اَنَّ عِنْدَنَا ذِكْرًا مِّنَ الْاَوَّلِیْنَ ۟ۙ
که مونږ ته د پخوانیو خلکو په شان کتاب راغلی وای
عربي تفسیرونه:
لَكُنَّا عِبَادَ اللّٰهِ الْمُخْلَصِیْنَ ۟
نو مونږ به هم د الله غوره بنده ګان وای
عربي تفسیرونه:
فَكَفَرُوْا بِهٖ فَسَوْفَ یَعْلَمُوْنَ ۟
چې کتاب ورته راغی نو ترې منکر شول ډیر ژر به په عاقبت پوه شي
عربي تفسیرونه:
وَلَقَدْ سَبَقَتْ كَلِمَتُنَا لِعِبَادِنَا الْمُرْسَلِیْنَ ۟ۚۖ
او د پیغمبرانو په هکله زمونږ پریکړه پخوا صادره شوې ده
عربي تفسیرونه:
اِنَّهُمْ لَهُمُ الْمَنْصُوْرُوْنَ ۪۟
چې کومک به ورسره کیږي
عربي تفسیرونه:
وَاِنَّ جُنْدَنَا لَهُمُ الْغٰلِبُوْنَ ۟
او یوازې زمږ لښکرې بریمني او برلاسي دي
عربي تفسیرونه:
فَتَوَلَّ عَنْهُمْ حَتّٰی حِیْنٍ ۟ۙ
نو ای محمده! تر ټاکلې مودې ترې مخ واړه وه
عربي تفسیرونه:
وَّاَبْصِرْهُمْ فَسَوْفَ یُبْصِرُوْنَ ۟
ورته ګوره ډیر ژر به هغوی خپل عاقبت وویني
عربي تفسیرونه:
اَفَبِعَذَابِنَا یَسْتَعْجِلُوْنَ ۟
ایا هغوی په تلوار زمونږ عذاب غواري؟
عربي تفسیرونه:
فَاِذَا نَزَلَ بِسَاحَتِهِمْ فَسَآءَ صَبَاحُ الْمُنْذَرِیْنَ ۟
کله چې د هغوی پر سیمه عذاب راښکته شي نو د ډارول شوو خلکو سهار به خورا ناورین وي.
عربي تفسیرونه:
وَتَوَلَّ عَنْهُمْ حَتّٰی حِیْنٍ ۟ۙ
او ای محمده! تر ټاکلې مودې ترې مخ واړوه.
عربي تفسیرونه:
وَّاَبْصِرْ فَسَوْفَ یُبْصِرُوْنَ ۟
او ورته ګوره ډیر ژر به هغوی خپل عاقبت وویني
عربي تفسیرونه:
سُبْحٰنَ رَبِّكَ رَبِّ الْعِزَّةِ عَمَّا یَصِفُوْنَ ۟ۚ
ستا رب، د عزت څښتن، له هغه څه نه پاک دی چې هغوی يې بیانوي.
عربي تفسیرونه:
وَسَلٰمٌ عَلَی الْمُرْسَلِیْنَ ۟ۚ
او سلام پر پیغمبرانو
عربي تفسیرونه:
وَالْحَمْدُ لِلّٰهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟۠
او ټولې ستاینې یوازې د یو الله دي چې رب د ټول عالم دی.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: صافات
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مولوي جانباز سرفراز له خوا ترجمه شوی

بندول