Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: صافات   آیت:
فَلَمَّاۤ اَسْلَمَا وَتَلَّهٗ لِلْجَبِیْنِ ۟ۚ
بالاخره دواړو غاړه کیښووله او ځوی يي پړمخ پر تندي وګورځاو.
عربي تفسیرونه:
وَنَادَیْنٰهُ اَنْ یّٰۤاِبْرٰهِیْمُ ۟ۙ
مونږ پرې غږ وکړ چې ای ابراهیمه!
عربي تفسیرونه:
قَدْ صَدَّقْتَ الرُّءْیَا ۚ— اِنَّا كَذٰلِكَ نَجْزِی الْمُحْسِنِیْنَ ۟
تا خوب پوره کړ. مونږ په همدې توګه نیکو کارانو ته بدل وکوو.
عربي تفسیرونه:
اِنَّ هٰذَا لَهُوَ الْبَلٰٓؤُا الْمُبِیْنُ ۟
په رښتیا چې دا خورا ښکاره ازمیښت و.
عربي تفسیرونه:
وَفَدَیْنٰهُ بِذِبْحٍ عَظِیْمٍ ۟
او مونږ هغه ته یوه لویه قرباني هدیه کړه.
عربي تفسیرونه:
وَتَرَكْنَا عَلَیْهِ فِی الْاٰخِرِیْنَ ۟ؗ
او په وروستنیو نسلونو کې مو پر هغه لورینه پریښووله.
عربي تفسیرونه:
سَلٰمٌ عَلٰۤی اِبْرٰهِیْمَ ۟
سلام پر ابراهیم.
عربي تفسیرونه:
كَذٰلِكَ نَجْزِی الْمُحْسِنِیْنَ ۟
هو! مونږ نیکو کارانو ته همدا ډول بدله ورکوو.
عربي تفسیرونه:
اِنَّهٗ مِنْ عِبَادِنَا الْمُؤْمِنِیْنَ ۟
په رښتیا چې هغه زما له مؤمنو بنده ګانو څخه و.
عربي تفسیرونه:
وَبَشَّرْنٰهُ بِاِسْحٰقَ نَبِیًّا مِّنَ الصّٰلِحِیْنَ ۟
او مونږ هغه ته دپیغمبر او صالح اسحق زیری ورکړ.
عربي تفسیرونه:
وَبٰرَكْنَا عَلَیْهِ وَعَلٰۤی اِسْحٰقَ ؕ— وَمِنْ ذُرِّیَّتِهِمَا مُحْسِنٌ وَّظَالِمٌ لِّنَفْسِهٖ مُبِیْنٌ ۟۠
او مونږ پر هغه او پر اسحق برکت وکړ او د هغوی دواړو له ځوځات نه ځينې نیکو کار او ځیني يي پر خپلو ځانونو ښکاره تیري کوونکي دي.
عربي تفسیرونه:
وَلَقَدْ مَنَنَّا عَلٰی مُوْسٰی وَهٰرُوْنَ ۟ۚ
او مونږ پر موسی او هارون لورینه وکړه.
عربي تفسیرونه:
وَنَجَّیْنٰهُمَا وَقَوْمَهُمَا مِنَ الْكَرْبِ الْعَظِیْمِ ۟ۚ
هغوی او قوم يي مونږ له غم نه خلاص کړل.
عربي تفسیرونه:
وَنَصَرْنٰهُمْ فَكَانُوْا هُمُ الْغٰلِبِیْنَ ۟ۚ
له هغوی سره مو کومک وکړ نو برلاسي شول.
عربي تفسیرونه:
وَاٰتَیْنٰهُمَا الْكِتٰبَ الْمُسْتَبِیْنَ ۟ۚ
او هغوی ته مې څرګندوونکی کتاب ورکړ.
عربي تفسیرونه:
وَهَدَیْنٰهُمَا الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِیْمَ ۟ۚ
او روغه او سمه لار مو هم وروښووله.
عربي تفسیرونه:
وَتَرَكْنَا عَلَیْهِمَا فِی الْاٰخِرِیْنَ ۟ۙۖ
او په وروستنیو امتونو کې مو پر هغوی لورینه پریښووله.
عربي تفسیرونه:
سَلٰمٌ عَلٰی مُوْسٰی وَهٰرُوْنَ ۟
سلام پر موسی او هارون
عربي تفسیرونه:
اِنَّا كَذٰلِكَ نَجْزِی الْمُحْسِنِیْنَ ۟
هو! مونږ نیکوکارانو ته همدا ډول بدل ورکوو.
عربي تفسیرونه:
اِنَّهُمَا مِنْ عِبَادِنَا الْمُؤْمِنِیْنَ ۟
په رښتیا چې هغوی دواړه زما له مؤمنو بنده ګانو څخه وو.
عربي تفسیرونه:
وَاِنَّ اِلْیَاسَ لَمِنَ الْمُرْسَلِیْنَ ۟ؕ
او له شک نه وتلې ده چې الیاس هم له پیغمبرانو څخه و
عربي تفسیرونه:
اِذْ قَالَ لِقَوْمِهٖۤ اَلَا تَتَّقُوْنَ ۟
یاد کړه چې خپل قوم ته يي وویل: ایا تاسې نه ډاریږئ؟
عربي تفسیرونه:
اَتَدْعُوْنَ بَعْلًا وَّتَذَرُوْنَ اَحْسَنَ الْخَالِقِیْنَ ۟ۙ
ایا بغل نومی بوت رابلئ او تر ټولو ښه پیدا کوونکی پریږدئ؟
عربي تفسیرونه:
اللّٰهَ رَبَّكُمْ وَرَبَّ اٰبَآىِٕكُمُ الْاَوَّلِیْنَ ۟
ایا هغه الله پریږدئ چې ستاسې او ستاسې د پلرونو رب دی.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: صافات
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ شمېره
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مولوي جانباز سرفراز له خوا ترجمه شوی

تړل