Check out the new design

पवित्र कुरअानको अर्थको अनुवाद - पश्तो भाषामा अनुवाद : सरफराज । * - अनुवादहरूको सूची


अर्थको अनुवाद सूरः: इस्रा   श्लोक:
ذٰلِكَ مِمَّاۤ اَوْحٰۤی اِلَیْكَ رَبُّكَ مِنَ الْحِكْمَةِ ؕ— وَلَا تَجْعَلْ مَعَ اللّٰهِ اِلٰهًا اٰخَرَ فَتُلْقٰی فِیْ جَهَنَّمَ مَلُوْمًا مَّدْحُوْرًا ۟
هو! دا د حکمت خبرې دي چې ستا رب تا ته وحې کړي دي او له الله سره بل معبود مه نیسه، که نه نو په جهنم کې به پړ شوی او له ټولو مهربانیو به يې برخې وغورځول شي.
अरबी व्याख्याहरू:
اَفَاَصْفٰىكُمْ رَبُّكُمْ بِالْبَنِیْنَ وَاتَّخَذَ مِنَ الْمَلٰٓىِٕكَةِ اِنَاثًا ؕ— اِنَّكُمْ لَتَقُوْلُوْنَ قَوْلًا عَظِیْمًا ۟۠
ایا ستاسې رب تاسې په ځامنو ونازولئ او په خپله يې د ځان لپاره ملایکې د لورګانو په توګه ونیولې؟ بې له شکه تاسې خورا لویه خبره کوئ.
अरबी व्याख्याहरू:
وَلَقَدْ صَرَّفْنَا فِیْ هٰذَا الْقُرْاٰنِ لِیَذَّكَّرُوْا ؕ— وَمَا یَزِیْدُهُمْ اِلَّا نُفُوْرًا ۟
او مونږ په قران کې هر څه بشپړ بیان کړي دي تر څو هغو پند واخلي. خو هغوی له حق نه لا په تیښته کې دي.
अरबी व्याख्याहरू:
قُلْ لَّوْ كَانَ مَعَهٗۤ اٰلِهَةٌ كَمَا یَقُوْلُوْنَ اِذًا لَّابْتَغَوْا اِلٰی ذِی الْعَرْشِ سَبِیْلًا ۟
ای محمده! ووایه: که له الله سره نور معبودان وای لکه چې هغوی يې وائې نو هرو، مرو به يې د عرش د څښتن په لور د رسیدلو لار لټولې وای.
अरबी व्याख्याहरू:
سُبْحٰنَهٗ وَتَعٰلٰی عَمَّا یَقُوْلُوْنَ عُلُوًّا كَبِیْرًا ۟
پاکي ټوله د الله ده. او له هغه څه نه ډیر لوړ دی چې هغوی يې وايي.
अरबी व्याख्याहरू:
تُسَبِّحُ لَهُ السَّمٰوٰتُ السَّبْعُ وَالْاَرْضُ وَمَنْ فِیْهِنَّ ؕ— وَاِنْ مِّنْ شَیْءٍ اِلَّا یُسَبِّحُ بِحَمْدِهٖ وَلٰكِنْ لَّا تَفْقَهُوْنَ تَسْبِیْحَهُمْ ؕ— اِنَّهٗ كَانَ حَلِیْمًا غَفُوْرًا ۟
اوه اسمانونه. ځمکه او هغه څه چې پکې دي ټول د هغه تسبیح وايې او هیڅ شی نشته چې د هغه حمد او ستاینه ونه وايي خو تاسې پرې نه پوهیږئ. بې له شکه چې الله پاک تحمل والا او بښونکی دی.
अरबी व्याख्याहरू:
وَاِذَا قَرَاْتَ الْقُرْاٰنَ جَعَلْنَا بَیْنَكَ وَبَیْنَ الَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ بِالْاٰخِرَةِ حِجَابًا مَّسْتُوْرًا ۟ۙ
او کله چې ته قران لولي نو مونږ ستا او د هغو خلکو ترمینځ چې په اخرت ایمان نه راوړي. یوه پټه کړې شوي[۹] پرده غوړولې ده.
[۹] پرده پښوونکي او یا پرده له خلکو نه پټه ده چې نه يي ویني( تفسیر الماوردی).
अरबी व्याख्याहरू:
وَّجَعَلْنَا عَلٰی قُلُوْبِهِمْ اَكِنَّةً اَنْ یَّفْقَهُوْهُ وَفِیْۤ اٰذَانِهِمْ وَقْرًا ؕ— وَاِذَا ذَكَرْتَ رَبَّكَ فِی الْقُرْاٰنِ وَحْدَهٗ وَلَّوْا عَلٰۤی اَدْبَارِهِمْ نُفُوْرًا ۟
او د هغوی زړونه مو په پردو پوښلي چې په قران پوه نه شي او په غوږونو کې يې دروندوالی دی. او چې کله هم تا په قران کې یو الله یاد کړي نو هغوی مخ په ځټ تیښته کړې ده.
अरबी व्याख्याहरू:
نَحْنُ اَعْلَمُ بِمَا یَسْتَمِعُوْنَ بِهٖۤ اِذْ یَسْتَمِعُوْنَ اِلَیْكَ وَاِذْ هُمْ نَجْوٰۤی اِذْ یَقُوْلُ الظّٰلِمُوْنَ اِنْ تَتَّبِعُوْنَ اِلَّا رَجُلًا مَّسْحُوْرًا ۟
مونږ پوهیږو چې هغوی د څه لپاره تاته غوږ نیسي؟ کله چې غوږ نیسي او کله چې په پټه مشوره کوې نو دا ظالمان وايې: تاسو د یوه داسې سړي پسې روان یاست چې سحر پرې شوی دی.
अरबी व्याख्याहरू:
اُنْظُرْ كَیْفَ ضَرَبُوْا لَكَ الْاَمْثَالَ فَضَلُّوْا فَلَا یَسْتَطِیْعُوْنَ سَبِیْلًا ۟
محمده! وګوره چې هغوی ستا په هلکه څه ډول خبرې کوي؟ لار يې ورکه کړې او نشي کولای چې روغه لارو ومومي.
अरबी व्याख्याहरू:
وَقَالُوْۤا ءَاِذَا كُنَّا عِظَامًا وَّرُفَاتًا ءَاِنَّا لَمَبْعُوْثُوْنَ خَلْقًا جَدِیْدًا ۟
او هغوی وايې : ښه نو کله چې مونږ زاړه هډوکي او میده خاورې شو نو بیا به هم له نوي سره را ژوندي کیږو.
अरबी व्याख्याहरू:
 
अर्थको अनुवाद सूरः: इस्रा
अध्यायहरूको (सूरःहरूको) सूची رقم الصفحة
 
पवित्र कुरअानको अर्थको अनुवाद - पश्तो भाषामा अनुवाद : सरफराज । - अनुवादहरूको सूची

अनुवाद : मौलवी जानबाज सरफराज ।

बन्द गर्नुस्