Check out the new design

पवित्र कुरअानको अर्थको अनुवाद - पश्तो भाषामा अनुवाद : सरफराज । * - अनुवादहरूको सूची


अर्थको अनुवाद सूरः: इस्रा   श्लोक:
اِلَّا رَحْمَةً مِّنْ رَّبِّكَ ؕ— اِنَّ فَضْلَهٗ كَانَ عَلَیْكَ كَبِیْرًا ۟
خو دا ستا د رب رحمت دی او بې شکه چې د هغه مهرباني پر تا ډیره زیاته ده.
अरबी व्याख्याहरू:
قُلْ لَّىِٕنِ اجْتَمَعَتِ الْاِنْسُ وَالْجِنُّ عَلٰۤی اَنْ یَّاْتُوْا بِمِثْلِ هٰذَا الْقُرْاٰنِ لَا یَاْتُوْنَ بِمِثْلِهٖ وَلَوْ كَانَ بَعْضُهُمْ لِبَعْضٍ ظَهِیْرًا ۟
او ای محمده! ووایه که ټول انسانان او پیریان په دې کې یو شي چې قران ته ورته بل قران راوړي. نو راوړای يې نه شي که څه هم یو تر بل پوره لاسونه سره ورکړي.
अरबी व्याख्याहरू:
وَلَقَدْ صَرَّفْنَا لِلنَّاسِ فِیْ هٰذَا الْقُرْاٰنِ مِنْ كُلِّ مَثَلٍ ؗ— فَاَبٰۤی اَكْثَرُ النَّاسِ اِلَّا كُفُوْرًا ۟
او مونږ په دې قران کې خلکو ته هر ډول مثالونه وړاندې کړل خو ډيرو خلکو پرته له ناشکرۍ بل عکس العمل ونه ښود.
अरबी व्याख्याहरू:
وَقَالُوْا لَنْ نُّؤْمِنَ لَكَ حَتّٰی تَفْجُرَ لَنَا مِنَ الْاَرْضِ یَنْۢبُوْعًا ۟ۙ
او وايې چې: محمده! مونږ به تر هغو په تا ایمان رانه وړو تر څو مونږ ته له ځمکې نه چینې ونه خوټوي.
अरबी व्याख्याहरू:
اَوْ تَكُوْنَ لَكَ جَنَّةٌ مِّنْ نَّخِیْلٍ وَّعِنَبٍ فَتُفَجِّرَ الْاَنْهٰرَ خِلٰلَهَا تَفْجِیْرًا ۟ۙ
او یا ستا لپاره د خرما او انګورو یو باغ پیدا او ته پکې ښې ویالې وبیوې.
अरबी व्याख्याहरू:
اَوْ تُسْقِطَ السَّمَآءَ كَمَا زَعَمْتَ عَلَیْنَا كِسَفًا اَوْ تَاْتِیَ بِاللّٰهِ وَالْمَلٰٓىِٕكَةِ قَبِیْلًا ۟ۙ
او یا پر مونږ د خپلې وعدې او وینا مطابق اسمان ټوټه ټوټه راوغورځوي او یا لله او ملایکي مونږ ته مخامخ راولې.
अरबी व्याख्याहरू:
اَوْ یَكُوْنَ لَكَ بَیْتٌ مِّنْ زُخْرُفٍ اَوْ تَرْقٰی فِی السَّمَآءِ ؕ— وَلَنْ نُّؤْمِنَ لِرُقِیِّكَ حَتّٰی تُنَزِّلَ عَلَیْنَا كِتٰبًا نَّقْرَؤُهٗ ؕ— قُلْ سُبْحَانَ رَبِّیْ هَلْ كُنْتُ اِلَّا بَشَرًا رَّسُوْلًا ۟۠
او یا دسرو زرو یوه برخه ولري او یاسمان ته وخیژې. او یوازې اسمان ته ختل دې هم نه منو ترڅو ته په مونږ هر یوه یو کتاب نازل نه کړې. چې مونږ يي ولولو. ای محمده! ووایه: پاک دی زما پروردګار ایا زه پرته له یو لیږل شوي انسان نه بل څه یم؟
अरबी व्याख्याहरू:
وَمَا مَنَعَ النَّاسَ اَنْ یُّؤْمِنُوْۤا اِذْ جَآءَهُمُ الْهُدٰۤی اِلَّاۤ اَنْ قَالُوْۤا اَبَعَثَ اللّٰهُ بَشَرًا رَّسُوْلًا ۟
او کله چې خلکو ته هدایت راغی نو یوازې یوي خبرې له ایمان راوړلو نه منع کړې وو چې ویل به يي ایا الله زمونږ په شان یو انسان رسول رالیږلی دی؟
अरबी व्याख्याहरू:
قُلْ لَّوْ كَانَ فِی الْاَرْضِ مَلٰٓىِٕكَةٌ یَّمْشُوْنَ مُطْمَىِٕنِّیْنَ لَنَزَّلْنَا عَلَیْهِمْ مِّنَ السَّمَآءِ مَلَكًا رَّسُوْلًا ۟
ای محمده! ووایه که چیري ملایکي په ځمکه کې په ارام سره ګرځيدای نو مونږ به دوی ته هم د اسمان له لورې ملایکه د رسول په توګه لیږلې وه.
अरबी व्याख्याहरू:
قُلْ كَفٰی بِاللّٰهِ شَهِیْدًا بَیْنِیْ وَبَیْنَكُمْ ؕ— اِنَّهٗ كَانَ بِعِبَادِهٖ خَبِیْرًا بَصِیْرًا ۟
او ووایه چې زمونږ او ستاسې په میځ کې الله د شاهد په توګه بس دی. هغه له خپلو بنده ګانو نه ښه خبر او هر څه يې ویني.
अरबी व्याख्याहरू:
 
अर्थको अनुवाद सूरः: इस्रा
अध्यायहरूको (सूरःहरूको) सूची رقم الصفحة
 
पवित्र कुरअानको अर्थको अनुवाद - पश्तो भाषामा अनुवाद : सरफराज । - अनुवादहरूको सूची

अनुवाद : मौलवी जानबाज सरफराज ।

बन्द गर्नुस्