Check out the new design

पवित्र कुरआनको अर्थको अनुवाद - पश्तो भाषामा अनुवाद : सरफराज । * - अनुवादहरूको सूची


अर्थको अनुवाद सूरह: न्नहल   आयत:

نحل

اَتٰۤی اَمْرُ اللّٰهِ فَلَا تَسْتَعْجِلُوْهُ ؕ— سُبْحٰنَهٗ وَتَعٰلٰی عَمَّا یُشْرِكُوْنَ ۟
د الله حکم راغلی دی تاسې پکې ډیر تلوار مه کوئ. الله جل جلاله پاک دی او له هغه څه نه ډير لوړ دی چې کافران يې ورسره شریکان نیسي.
अरबी व्याख्याहरू:
یُنَزِّلُ الْمَلٰٓىِٕكَةَ بِالرُّوْحِ مِنْ اَمْرِهٖ عَلٰی مَنْ یَّشَآءُ مِنْ عِبَادِهٖۤ اَنْ اَنْذِرُوْۤا اَنَّهٗ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّاۤ اَنَا فَاتَّقُوْنِ ۟
الله پاک ملایکي د خپل حکم سره ځینو هغو بنده ګانو ته چې خوښه يي ورته وشي لیږي چې خلکو ته خبر ور کړي چې: پرته له ما نه بل هیڅ حق معبود نشته نو له ما نه وډار شئ.
अरबी व्याख्याहरू:
خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ بِالْحَقِّ ؕ— تَعٰلٰی عَمَّا یُشْرِكُوْنَ ۟
الله اسمانونه او ځمکه په حقه پیدا کړي او له هغه څه نه ډير لوړ دی چې کافران يې ورسره شریکان نیسي.
अरबी व्याख्याहरू:
خَلَقَ الْاِنْسَانَ مِنْ نُّطْفَةٍ فَاِذَا هُوَ خَصِیْمٌ مُّبِیْنٌ ۟
انسان يې د منۍ له یوه څاڅکي نه پيدا کړ خو له هغه نه یو ښکاره جګړه مار جوړ شو.
अरबी व्याख्याहरू:
وَالْاَنْعَامَ خَلَقَهَا لَكُمْ فِیْهَا دِفْءٌ وَّمَنَافِعُ وَمِنْهَا تَاْكُلُوْنَ ۟
او څاروي يې ستاسې لپاره پیدا کړل چې له همغو تاسې تودوښه او رنګا رنګ ګټې تر لاسه کوئ. او د ځینو غوښې هم خورئ.
अरबी व्याख्याहरू:
وَلَكُمْ فِیْهَا جَمَالٌ حِیْنَ تُرِیْحُوْنَ وَحِیْنَ تَسْرَحُوْنَ ۪۟
او همدا څاروي چې کله يې ماښام کور ته راولئ او یا يې سهار څړ ځای ته وباسئ ستاسې لپاره د خورا ښایست او ښکلاء منظره ده.
अरबी व्याख्याहरू:
وَتَحْمِلُ اَثْقَالَكُمْ اِلٰی بَلَدٍ لَّمْ تَكُوْنُوْا بٰلِغِیْهِ اِلَّا بِشِقِّ الْاَنْفُسِ ؕ— اِنَّ رَبَّكُمْ لَرَءُوْفٌ رَّحِیْمٌ ۟ۙ
او همدغه څاروي ستاسې درانه بارونه هغو ځایونو ته رسوي چې له دوی پرته يې د ځانونو په کړاو او ربړولو سره رسولای شئ. په رښتیا چې ستاسې رب د ډیرې مهربانۍ او رحم څښتن دی.
अरबी व्याख्याहरू:
وَّالْخَیْلَ وَالْبِغَالَ وَالْحَمِیْرَ لِتَرْكَبُوْهَا وَزِیْنَةً ؕ— وَیَخْلُقُ مَا لَا تَعْلَمُوْنَ ۟
او اسونه، کچرې، او خره يې پیدا کړي دي چې تاسې پرې سپاره او ښایست ترې ترلاسه کړئ. او هومره نور څه پیدا کوي چې تاسې يې لا تر اوسه هیڅ نه پيژنئ.
अरबी व्याख्याहरू:
وَعَلَی اللّٰهِ قَصْدُ السَّبِیْلِ وَمِنْهَا جَآىِٕرٌ ؕ— وَلَوْ شَآءَ لَهَدٰىكُمْ اَجْمَعِیْنَ ۟۠
د دروغې، مینځنۍ لارې ښوونه د الله کار دی. او ځينې لارې کږې وي. که الله غوښتي وای نو تاسې ټولو ته به يي روغه لار ښوولې وای.
अरबी व्याख्याहरू:
هُوَ الَّذِیْۤ اَنْزَلَ مِنَ السَّمَآءِ مَآءً لَّكُمْ مِّنْهُ شَرَابٌ وَّمِنْهُ شَجَرٌ فِیْهِ تُسِیْمُوْنَ ۟
الله هغه ذات دی چې له بره نه يې تاسې ته اوبه راښکته کړي هم يې څښئ او هم پرې هغه ونې او بوټي زرغونیږي چې تاسې پکې خپل څاروي څروئ.
अरबी व्याख्याहरू:
یُنْۢبِتُ لَكُمْ بِهِ الزَّرْعَ وَالزَّیْتُوْنَ وَالنَّخِیْلَ وَالْاَعْنَابَ وَمِنْ كُلِّ الثَّمَرٰتِ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً لِّقَوْمٍ یَّتَفَكَّرُوْنَ ۟
او په همدې اوبو يې تاسې ته کښت، زیتون، د خرماوو او انګورو ونې او هر ډول میوې زرغونه کړي. رښتیا چې د غور کوونکي قوم لاره په دې کې لوی دلیل دی.
अरबी व्याख्याहरू:
وَسَخَّرَ لَكُمُ الَّیْلَ وَالنَّهَارَ ۙ— وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ ؕ— وَالنُّجُوْمُ مُسَخَّرٰتٌ بِاَمْرِهٖ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّقَوْمٍ یَّعْقِلُوْنَ ۟ۙ
شپه، ورځ لمر او سپوږمۍ يې ستاسې د ګټې لپاره تابع ګرځولي. او ستوري هم د هغه په حکم څرخي. دا ټول شیان د عقل من قوم لپاره ډیر لوی دلایل دي.
अरबी व्याख्याहरू:
وَمَا ذَرَاَ لَكُمْ فِی الْاَرْضِ مُخْتَلِفًا اَلْوَانُهٗ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً لِّقَوْمٍ یَّذَّكَّرُوْنَ ۟
او د جلا جلا رنګونو والا څيزونه يي په ځمکه کې تاسې ته پیدا کړي دي هو! دا ټول د هغه قوم لپاره چې پند اخلي ډیر لوی دلیل دی.
अरबी व्याख्याहरू:
وَهُوَ الَّذِیْ سَخَّرَ الْبَحْرَ لِتَاْكُلُوْا مِنْهُ لَحْمًا طَرِیًّا وَّتَسْتَخْرِجُوْا مِنْهُ حِلْیَةً تَلْبَسُوْنَهَا ۚ— وَتَرَی الْفُلْكَ مَوَاخِرَ فِیْهِ وَلِتَبْتَغُوْا مِنْ فَضْلِهٖ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُوْنَ ۟
او الله هغه ذات دې چې بحر يې ستاسې تابع کړ تر څو ترې تازه غوښه وخورئ او ګاڼه ترې راوباسئ چې بیا يي واغوندئ. او ګورئ چې کښتۍ د بحر مینځ څیرې کوي تر څو تاسېئ د الله فضل او مهرباني ولټوئ. او بلاخره د الله د نعمتونو شکر وکړئ.
अरबी व्याख्याहरू:
وَاَلْقٰی فِی الْاَرْضِ رَوَاسِیَ اَنْ تَمِیْدَ بِكُمْ وَاَنْهٰرًا وَّسُبُلًا لَّعَلَّكُمْ تَهْتَدُوْنَ ۟ۙ
په ځمکه کې يې درانه غرونه واچول چې تاسې ته کراره او ارامه وي. ویالي يې درکړې او لارې يې دروښوولې تر څو پرې تاسې د خپلو اهدافو په لور روان شئ.
अरबी व्याख्याहरू:
وَعَلٰمٰتٍ ؕ— وَبِالنَّجْمِ هُمْ یَهْتَدُوْنَ ۟
او نورې ډیر نښې يې هم پیدا کړي. او په ستورو هم هغوی لارې میندلای شي.
अरबी व्याख्याहरू:
اَفَمَنْ یَّخْلُقُ كَمَنْ لَّا یَخْلُقُ ؕ— اَفَلَا تَذَكَّرُوْنَ ۟
ایا هغه څوک چې پیدایښت کوي د هغه چا په څير دی چې هیڅ نشي پیدا کولی؟ نو ولې پند نه اخلئ.
अरबी व्याख्याहरू:
وَاِنْ تَعُدُّوْا نِعْمَةَ اللّٰهِ لَا تُحْصُوْهَا ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَغَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟
او که د الله نعمتونه وشمیرئ نو هیڅکله ټول نشئ شمیرلی. بې له شکه چې الله پاک ښه بښونکی ډير مهربان دی.
अरबी व्याख्याहरू:
وَاللّٰهُ یَعْلَمُ مَا تُسِرُّوْنَ وَمَا تُعْلِنُوْنَ ۟
او الله ته هغه ټول ښه معلوم دي چې تاسې يي پټوئ او هغه چې تاسې يي ښکاره کوئ.
अरबी व्याख्याहरू:
وَالَّذِیْنَ یَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ لَا یَخْلُقُوْنَ شَیْـًٔا وَّهُمْ یُخْلَقُوْنَ ۟ؕ
او کوم کسان چې پرته له الله نور څه بلي. هغوی هیڅ شی نه پیدا کوي بلکې په خپله پیدا کولای شي.
अरबी व्याख्याहरू:
اَمْوَاتٌ غَیْرُ اَحْیَآءٍ ؕۚ— وَمَا یَشْعُرُوْنَ ۙ— اَیَّانَ یُبْعَثُوْنَ ۟۠
مړه دي ژوندي نه دي. او په دې هم نه پوهیږي چې دوی او منونکي به يې کله بیرته راپورته کولای شي.
अरबी व्याख्याहरू:
اِلٰهُكُمْ اِلٰهٌ وَّاحِدٌ ۚ— فَالَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ بِالْاٰخِرَةِ قُلُوْبُهُمْ مُّنْكِرَةٌ وَّهُمْ مُّسْتَكْبِرُوْنَ ۟
ستاسې حق معبود یکې یو الله دی نو هغه کسان چې اخرت نه مني، زړونه يې د حق له منلو نه اووښتي او دوی لويي کوونکي دي.
अरबी व्याख्याहरू:
لَا جَرَمَ اَنَّ اللّٰهَ یَعْلَمُ مَا یُسِرُّوْنَ وَمَا یُعْلِنُوْنَ ؕ— اِنَّهٗ لَا یُحِبُّ الْمُسْتَكْبِرِیْنَ ۟
حقه خبره همدا ده چې الله پاک ته ښه معلوم دي هغه څه چې دوی يې پټوي او هغه چې دوي يي ښکاره کوي. او همدا کره خبره ده چې الله پاک لويي کوونکي نه خوښوي.
अरबी व्याख्याहरू:
وَاِذَا قِیْلَ لَهُمْ مَّاذَاۤ اَنْزَلَ رَبُّكُمْ ۙ— قَالُوْۤا اَسَاطِیْرُ الْاَوَّلِیْنَ ۟ۙ
او کله چې تکبر کوونکي ته وویل شي چې ستاسې رب څه نازل کړي دي؟ نو وايي [۱۳] پخوانۍ کیسي.
[۱۳] الله نه دي نازل کړي بلکه پخوانۍ زړې کیسي دي ( البحر المحیط).
अरबी व्याख्याहरू:
لِیَحْمِلُوْۤا اَوْزَارَهُمْ كَامِلَةً یَّوْمَ الْقِیٰمَةِ ۙ— وَمِنْ اَوْزَارِ الَّذِیْنَ یُضِلُّوْنَهُمْ بِغَیْرِ عِلْمٍ ؕ— اَلَا سَآءَ مَا یَزِرُوْنَ ۟۠
ددې خبرو جزا همدا ده چې د قیامت په ورځ به يي خپل ټول ګناهونه په اوږو بار او د هغو کسانو ګناهونه به هم پرې باو وي چې دوی يې په ناپوهۍ سره بې لارې کوي. خبردار چې دوی ډير بد پیټې په اوږو کړی دی.
अरबी व्याख्याहरू:
قَدْ مَكَرَ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ فَاَتَی اللّٰهُ بُنْیَانَهُمْ مِّنَ الْقَوَاعِدِ فَخَرَّ عَلَیْهِمُ السَّقْفُ مِنْ فَوْقِهِمْ وَاَتٰىهُمُ الْعَذَابُ مِنْ حَیْثُ لَا یَشْعُرُوْنَ ۟
له دوی نه وړاندې هم ځینو خلکو دسیسې جوړې کړې وي. الله دهغوی د دسیسو ماڼۍ له بیخه ونړوله او پر هغوی يې رانسکوره کړه او د هغې لورې پرې عذاب راغی چې پرې هیڅ پوه نه وو.
अरबी व्याख्याहरू:
ثُمَّ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ یُخْزِیْهِمْ وَیَقُوْلُ اَیْنَ شُرَكَآءِیَ الَّذِیْنَ كُنْتُمْ تُشَآقُّوْنَ فِیْهِمْ ؕ— قَالَ الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْعِلْمَ اِنَّ الْخِزْیَ الْیَوْمَ وَالسُّوْٓءَ عَلَی الْكٰفِرِیْنَ ۟ۙ
بیا به يې د قیامت په ورځ لاپسې رسوا او ورته به ووايې چې : اوس نو زما هغه شریکان چیرې دي چې تاسې به د هغوی په هکله شخړې کولې؟ د علم خاوندان به وايي چې: پرته له شکه نن ټوله رسوايي او بده ورځ د کافرانو په برخه ده.
अरबी व्याख्याहरू:
الَّذِیْنَ تَتَوَفّٰىهُمُ الْمَلٰٓىِٕكَةُ ظَالِمِیْۤ اَنْفُسِهِمْ ۪— فَاَلْقَوُا السَّلَمَ مَا كُنَّا نَعْمَلُ مِنْ سُوْٓءٍ ؕ— بَلٰۤی اِنَّ اللّٰهَ عَلِیْمٌۢ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟
هغه کسان چې پر ځان د تیرې کولو په دوران کې يې ملایکې د مرګ لپاره راونیسي نو دوی به د روغي او جوړښت وړاندیز وکړي او وايې به چې مونږ خو هیڅ بد نه کول. برښتې به ووايي : داسې نه ده بلکې الله ستاسې له کړنو ښه خبر دی.
अरबी व्याख्याहरू:
فَادْخُلُوْۤا اَبْوَابَ جَهَنَّمَ خٰلِدِیْنَ فِیْهَا ؕ— فَلَبِئْسَ مَثْوَی الْمُتَكَبِّرِیْنَ ۟
د جهنم په دروازو د تل لپاره ور ننوځئ. رښتیا هم چې د تکبر کوونکو ورتګ ډیر بد ځای ته دی.
अरबी व्याख्याहरू:
وَقِیْلَ لِلَّذِیْنَ اتَّقَوْا مَاذَاۤ اَنْزَلَ رَبُّكُمْ ؕ— قَالُوْا خَیْرًا ؕ— لِلَّذِیْنَ اَحْسَنُوْا فِیْ هٰذِهِ الدُّنْیَا حَسَنَةٌ ؕ— وَلَدَارُ الْاٰخِرَةِ خَیْرٌ ؕ— وَلَنِعْمَ دَارُ الْمُتَّقِیْنَ ۟ۙ
او چې له پرهیزګارانو نه پوښتنه شوې چې ستا رب څه نازل کړي دي؟ هغوی وايي ښیګڼه يې نازله کړې. د هغو لپاره چې نیکۍ يې کړي په دې دنیا کې ښیګڼه ده. او د اخرت کور يې ډیر غوره دی. او هو! د پرهیزګارانو کور ډیر غوره او ښه دی.
अरबी व्याख्याहरू:
جَنّٰتُ عَدْنٍ یَّدْخُلُوْنَهَا تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ لَهُمْ فِیْهَا مَا یَشَآءُوْنَ ؕ— كَذٰلِكَ یَجْزِی اللّٰهُ الْمُتَّقِیْنَ ۟ۙ
د هغوی کور هغه تل پاتې جنتونه دي چې لاندې له ونو او ماڼیو به يي ویالې روانې او څه چې غواړي په لاس به ورځي. هو! الله پاک پرهیزګارانو ته همدا ډول بدل ورکوي.
अरबी व्याख्याहरू:
الَّذِیْنَ تَتَوَفّٰىهُمُ الْمَلٰٓىِٕكَةُ طَیِّبِیْنَ ۙ— یَقُوْلُوْنَ سَلٰمٌ عَلَیْكُمُ ۙ— ادْخُلُوا الْجَنَّةَ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟
هغه پرهیزګاران چې کله پرښتې د سپیڅلتیا په حال کې د هغوی روح اخلي نو ورته وايې به چې سلا دې وي پر تاسې، د هغو کړنو په بدل کې چې پخوا به مو کولې نن نن لاړ شئ جنت ته ننوځئ.
अरबी व्याख्याहरू:
هَلْ یَنْظُرُوْنَ اِلَّاۤ اَنْ تَاْتِیَهُمُ الْمَلٰٓىِٕكَةُ اَوْ یَاْتِیَ اَمْرُ رَبِّكَ ؕ— كَذٰلِكَ فَعَلَ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ ؕ— وَمَا ظَلَمَهُمُ اللّٰهُ وَلٰكِنْ كَانُوْۤا اَنْفُسَهُمْ یَظْلِمُوْنَ ۟
ای محمده! دوی اوس د څه انتظار کوي؟ خبره همدا ډول قدم اخیستی و. الله پر هغوی تیری نه وو کړی بلکې هغوی په خپله له خپلو ځانو سره تیر کاوو.
अरबी व्याख्याहरू:
فَاَصَابَهُمْ سَیِّاٰتُ مَا عَمِلُوْا وَحَاقَ بِهِمْ مَّا كَانُوْا بِهٖ یَسْتَهْزِءُوْنَ ۟۠
د خپلو کړنو بد عواقب ورته ورسیدل. او همغه څه ترې چاپیر شول چې ملنډې به يې پرې وهلې.
अरबी व्याख्याहरू:
وَقَالَ الَّذِیْنَ اَشْرَكُوْا لَوْ شَآءَ اللّٰهُ مَا عَبَدْنَا مِنْ دُوْنِهٖ مِنْ شَیْءٍ نَّحْنُ وَلَاۤ اٰبَآؤُنَا وَلَا حَرَّمْنَا مِنْ دُوْنِهٖ مِنْ شَیْءٍ ؕ— كَذٰلِكَ فَعَلَ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ ۚ— فَهَلْ عَلَی الرُّسُلِ اِلَّا الْبَلٰغُ الْمُبِیْنُ ۟
او مشرکان وايې چې: که الله غوښتي وای نو نه به زمونږ او نه به زمونږ پلرونو له هغه پرته د بل څه عبادت کړی وای او نه به مو د هغه له حکم نه پرته کوم څیز حرام ګرځولی وای. هو! همدا وړ خبرې پخوانیو هم کړې وې. نو ایا د رسولانو پر غاړه د څرګندې رسونې پرته د بل څه ذمه واري شته.
अरबी व्याख्याहरू:
وَلَقَدْ بَعَثْنَا فِیْ كُلِّ اُمَّةٍ رَّسُوْلًا اَنِ اعْبُدُوا اللّٰهَ وَاجْتَنِبُوا الطَّاغُوْتَ ۚ— فَمِنْهُمْ مَّنْ هَدَی اللّٰهُ وَمِنْهُمْ مَّنْ حَقَّتْ عَلَیْهِ الضَّلٰلَةُ ؕ— فَسِیْرُوْا فِی الْاَرْضِ فَانْظُرُوْا كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُكَذِّبِیْنَ ۟
او مونږ په هر امت کې د همدې خبرې لپاره استازی لیږلی دی چې: ای خلکو! د یو الله عبادت وکړئ، او له طاغوت نه ځان وژغورئ خو ځینو ته الله لار وښووله، او ځینې يې پاخه لار ورکي کړل. نو ای د مکې خلکو! په ځمکه کې وګرځئ او وګورئ چې د هغو خلکو پایله څه شوه چې پیغمبران به يي درواغجن ګڼل؟.
अरबी व्याख्याहरू:
اِنْ تَحْرِصْ عَلٰی هُدٰىهُمْ فَاِنَّ اللّٰهَ لَا یَهْدِیْ مَنْ یُّضِلُّ وَمَا لَهُمْ مِّنْ نّٰصِرِیْنَ ۟
ای محمده! که ته د دوی د لارې میندنې هر څومره لیوال شي خو چې الله څوک بې لارې کوي بیا هغه ته لار نه ښآيې. او بل څوک يې هم ملا نشي تړلی.
अरबी व्याख्याहरू:
وَاَقْسَمُوْا بِاللّٰهِ جَهْدَ اَیْمَانِهِمْ ۙ— لَا یَبْعَثُ اللّٰهُ مَنْ یَّمُوْتُ ؕ— بَلٰی وَعْدًا عَلَیْهِ حَقًّا وَّلٰكِنَّ اَكْثَرَ النَّاسِ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟ۙ
او هغوی د الله په نوم پاخه قسمونه اخلي چې: الله به هیڅ کله مړه ژوندي نه کړي نه! داسې نه ده بلکې الله پر ځان پخه کړې ده چې هرو، مرو به يي راژوندي کوي خو ډیر خلک نه پوهیږي.
अरबी व्याख्याहरू:
لِیُبَیِّنَ لَهُمُ الَّذِیْ یَخْتَلِفُوْنَ فِیْهِ وَلِیَعْلَمَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْۤا اَنَّهُمْ كَانُوْا كٰذِبِیْنَ ۟
( او بیا ژوندون ځکه ضرور دی) چې تر څو دوی ته هغه څه په ډاک شي چې دوی پکې اختلاف کاو او کافران پوه شي چې رښتیا هم همدوی درواغجن وو.
अरबी व्याख्याहरू:
اِنَّمَا قَوْلُنَا لِشَیْءٍ اِذَاۤ اَرَدْنٰهُ اَنْ نَّقُوْلَ لَهٗ كُنْ فَیَكُوْنُ ۟۠
( او د بیا پیدا کولو) خبره همدا ده چې مونږ د یو شي د پیدا کولو اراده وکړه نو چې ورته ووایو، وشه! نو بس وشي.
अरबी व्याख्याहरू:
وَالَّذِیْنَ هَاجَرُوْا فِی اللّٰهِ مِنْ بَعْدِ مَا ظُلِمُوْا لَنُبَوِّئَنَّهُمْ فِی الدُّنْیَا حَسَنَةً ؕ— وَلَاَجْرُ الْاٰخِرَةِ اَكْبَرُ ۘ— لَوْ كَانُوْا یَعْلَمُوْنَ ۟ۙ
او هغو کسانو ته به چې له ظلم ګاللو وروسته يې د الله په لار کې هجرت کړی دی په دنیا کې ښیګڼه ورکړو. او د اخرت اجر ډیر لوی دی. که دوی پوهیږي.
अरबी व्याख्याहरू:
الَّذِیْنَ صَبَرُوْا وَعَلٰی رَبِّهِمْ یَتَوَكَّلُوْنَ ۟
هغه مظلومان چې زغم يې کړی او پر خپل رب توکل کوي.
अरबी व्याख्याहरू:
وَمَاۤ اَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ اِلَّا رِجَالًا نُّوْحِیْۤ اِلَیْهِمْ فَسْـَٔلُوْۤا اَهْلَ الذِّكْرِ اِنْ كُنْتُمْ لَا تَعْلَمُوْنَ ۟ۙ
او ای محمده! مونږ له تا نه وړاندې هم پرته له سړیو بل څوک خپل استازي نه دي لیږلي. او هغوی ته به مو وي کوله. نو ای قریشو! که تاسو په خپله نه پوهیږئ نو له علماوو[۱۴] پوښتنه وکړئ.
[۱۴] د پخوانیو اهل کتابو حق لیدونکي علماء.
अरबी व्याख्याहरू:
بِالْبَیِّنٰتِ وَالزُّبُرِ ؕ— وَاَنْزَلْنَاۤ اِلَیْكَ الذِّكْرَ لِتُبَیِّنَ لِلنَّاسِ مَا نُزِّلَ اِلَیْهِمْ وَلَعَلَّهُمْ یَتَفَكَّرُوْنَ ۟
پخواني استازي مو له ښکاره دلایلو او کتابونو سره لیږلي. او تاته مو هم پند ورکوونکی قران نازل کړی چې خلکو ته هغه څه بیان کړې چې ورته نازل شوي او کیدای شي چې هغوی په خپله هم فکر وکړي.
अरबी व्याख्याहरू:
اَفَاَمِنَ الَّذِیْنَ مَكَرُوا السَّیِّاٰتِ اَنْ یَّخْسِفَ اللّٰهُ بِهِمُ الْاَرْضَ اَوْ یَاْتِیَهُمُ الْعَذَابُ مِنْ حَیْثُ لَا یَشْعُرُوْنَ ۟ۙ
ایا هغه کسان چې د بدۍ چلونه يې کړي دي له دې نه بې غمه شوي دي چې الله يې په ځمکه کې ډوب، او یا له داسې لورې ورته عذاب راشي چې دوی يې اټکل نشی کولای.
अरबी व्याख्याहरू:
اَوْ یَاْخُذَهُمْ فِیْ تَقَلُّبِهِمْ فَمَا هُمْ بِمُعْجِزِیْنَ ۟ۙ
او یا یې د ورځني ژوند په اوږدو کې ونیسي؟ نو دوی الله نشي ناتوانه کولی.
अरबी व्याख्याहरू:
اَوْ یَاْخُذَهُمْ عَلٰی تَخَوُّفٍ ؕ— فَاِنَّ رَبَّكُمْ لَرَءُوْفٌ رَّحِیْمٌ ۟
او یا يې قدم په قدم د ډار او ویرې په فضاء کې ونیسي؟ نو بې شکه چې ستاسې رب ډیر مهربان او د ډير رحم څښتن دی.
अरबी व्याख्याहरू:
اَوَلَمْ یَرَوْا اِلٰی مَا خَلَقَ اللّٰهُ مِنْ شَیْءٍ یَّتَفَیَّؤُا ظِلٰلُهٗ عَنِ الْیَمِیْنِ وَالشَّمَآىِٕلِ سُجَّدًا لِّلّٰهِ وَهُمْ دٰخِرُوْنَ ۟
ایا نه ګوري چې د الله د پیدایښت د هر څیز سیوری ښي او کیڼ اړخ ته د عاجزۍ او ناتوانۍ په حال کې الله ته سجده کونکی پریوزي.
अरबी व्याख्याहरू:
وَلِلّٰهِ یَسْجُدُ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَمَا فِی الْاَرْضِ مِنْ دَآبَّةٍ وَّالْمَلٰٓىِٕكَةُ وَهُمْ لَا یَسْتَكْبِرُوْنَ ۟
او ټول خوځیدونکي[۱۵] او ملایکي چې په اسمانونو او ځمکه کې دي پرته له لوې خاص الله ته سجده کوي.
[۱۵] که ټول ژوي چې کافر هم پکې دي واخیستل شي نو مراد غیر اختیاري متابعت دی لکه لوئیدل. زړیدل او مړه کیدل او که یوازې ملایکي او نور څاروي مراد شی نو مشکل حل دی.
अरबी व्याख्याहरू:
یَخَافُوْنَ رَبَّهُمْ مِّنْ فَوْقِهِمْ وَیَفْعَلُوْنَ مَا یُؤْمَرُوْنَ ۟
له خپل بر لاسي رب نه ډار یږي او هغه څه کوي چې امر يې ورته وشي.
अरबी व्याख्याहरू:
وَقَالَ اللّٰهُ لَا تَتَّخِذُوْۤا اِلٰهَیْنِ اثْنَیْنِ ۚ— اِنَّمَا هُوَ اِلٰهٌ وَّاحِدٌ ۚ— فَاِیَّایَ فَارْهَبُوْنِ ۟
او الله فرمایلي دي چې : دوه خدایان مه نیسئ. خدای بس همدا یو الله دی نو یوازې له ما نه وډار شئ.
अरबी व्याख्याहरू:
وَلَهٗ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَلَهُ الدِّیْنُ وَاصِبًا ؕ— اَفَغَیْرَ اللّٰهِ تَتَّقُوْنَ ۟
د اسمانو او ځمکې ټول موجودات د هغه په واک کې دي. او دین پکې یوازې د هغه چلیږي. نو ایا تاسې د بل چا نه هم ډاریږئ؟
अरबी व्याख्याहरू:
وَمَا بِكُمْ مِّنْ نِّعْمَةٍ فَمِنَ اللّٰهِ ثُمَّ اِذَا مَسَّكُمُ الضُّرُّ فَاِلَیْهِ تَجْـَٔرُوْنَ ۟ۚ
او کومه لورینه چې په تاسې شوې د الله له لورې ده. او تاسې ته هم چې کوم مصیبت ورسیږي نو منډه مو یوازې د هغه په لور وي.
अरबी व्याख्याहरू:
ثُمَّ اِذَا كَشَفَ الضُّرَّ عَنْكُمْ اِذَا فَرِیْقٌ مِّنْكُمْ بِرَبِّهِمْ یُشْرِكُوْنَ ۟ۙ
خو کله چې در څخه کړنه لرې کړي نو بیا ستاسې ځیني خلک له خپل رب سره شریکان نیسي.
अरबी व्याख्याहरू:
لِیَكْفُرُوْا بِمَاۤ اٰتَیْنٰهُمْ ؕ— فَتَمَتَّعُوْا ۫— فَسَوْفَ تَعْلَمُوْنَ ۟
تر څو د هغه څه ناشکري وکړي چې مونږ ورکړي دي. ښّ نو د ژوند نه ګټه واخلئ ډیر ژر به درته معلومه شي.
अरबी व्याख्याहरू:
وَیَجْعَلُوْنَ لِمَا لَا یَعْلَمُوْنَ نَصِیْبًا مِّمَّا رَزَقْنٰهُمْ ؕ— تَاللّٰهِ لَتُسْـَٔلُنَّ عَمَّا كُنْتُمْ تَفْتَرُوْنَ ۟
او ځینې هغه روزي چې مونږ ورکې د هغو بتانو په نوم یادوي چې په هیڅ نه پوهیږي. قسم په الله چې له تاسې به خامخا ستاسې د درواغ تړلو پوښتنه وشي.
अरबी व्याख्याहरू:
وَیَجْعَلُوْنَ لِلّٰهِ الْبَنٰتِ سُبْحٰنَهٗ ۙ— وَلَهُمْ مَّا یَشْتَهُوْنَ ۟
مشرکان الله ته لورګانې ثابتوي په داسې حال کې چې الله پاک دی. او د ځانو لپاره خپله خوښه یعنې ځامن ښه ګڼي.
अरबी व्याख्याहरू:
وَاِذَا بُشِّرَ اَحَدُهُمْ بِالْاُنۡثٰى ظَلَّ وَجْهُهٗ مُسْوَدًّا وَّهُوَ كَظِیْمٌ ۟ۚ
او کله هم چې ددوی کوم یوه ته د لور د پیدایښت خبر وشي نو مخ يې تک تور، له قهر او عضب نه ډک وي.
अरबी व्याख्याहरू:
یَتَوَارٰی مِنَ الْقَوْمِ مِنْ سُوْٓءِ مَا بُشِّرَ بِهٖ ؕ— اَیُمْسِكُهٗ عَلٰی هُوْنٍ اَمْ یَدُسُّهٗ فِی التُّرَابِ ؕ— اَلَا سَآءَ مَا یَحْكُمُوْنَ ۟
د هغه بد زیري له کبله چې پرې شوی له خپل قوم نه پټ ګرځي او په دې فکر کې وي چې له سپکوالي سره يې وساتي او که ژوندۍ يې په خاورو ننه باسي؟ خبردار چې دوی د الله په هکله ډيره بده پریکړه کوي.
अरबी व्याख्याहरू:
لِلَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ بِالْاٰخِرَةِ مَثَلُ السَّوْءِ ۚ— وَلِلّٰهِ الْمَثَلُ الْاَعْلٰی ؕ— وَهُوَ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ ۟۠
په ناوړو صفتونو سره د ستایلو وړ هغه کسان دي چې په اخرت ایمان نه لري. او د الله جل جلاله لپاره تر ټولو لوړ صفتونه دي. او هغه پر هر څه برلاسی او د حکمت څښتن دی.
अरबी व्याख्याहरू:
وَلَوْ یُؤَاخِذُ اللّٰهُ النَّاسَ بِظُلْمِهِمْ مَّا تَرَكَ عَلَیْهَا مِنْ دَآبَّةٍ وَّلٰكِنْ یُّؤَخِّرُهُمْ اِلٰۤی اَجَلٍ مُّسَمًّی ۚ— فَاِذَا جَآءَ اَجَلُهُمْ لَا یَسْتَاْخِرُوْنَ سَاعَةً وَّلَا یَسْتَقْدِمُوْنَ ۟
او که چیرې الله خلک په خپلو ظلمونو سم له لاسه نیولی نو د ځمکي په مخ به هیڅ ساه لرونکی نه و پاتې خو هغه تر ټاکلې مودې پورې مهلت ورکوي. او کله چې د هغوی د له مینځه وړلو نیټه راشي، نو بیا یوه لحظه نه وروسته کیږي او نه وړاندې کیږي.
अरबी व्याख्याहरू:
وَیَجْعَلُوْنَ لِلّٰهِ مَا یَكْرَهُوْنَ وَتَصِفُ اَلْسِنَتُهُمُ الْكَذِبَ اَنَّ لَهُمُ الْحُسْنٰی ؕ— لَا جَرَمَ اَنَّ لَهُمُ النَّارَ وَاَنَّهُمْ مُّفْرَطُوْنَ ۟
او مشرکان هغه څه الله پاک ته ټاکي چې د خپلو ځانو لپاره یط بدګڼي او ژبي درواغ وايي چې ښیګڼه يې په برخه ده. دا خبره بالکل پخه ده چې اور يې په برخه او هملته به پریښوولی شی.
अरबी व्याख्याहरू:
تَاللّٰهِ لَقَدْ اَرْسَلْنَاۤ اِلٰۤی اُمَمٍ مِّنْ قَبْلِكَ فَزَیَّنَ لَهُمُ الشَّیْطٰنُ اَعْمَالَهُمْ فَهُوَ وَلِیُّهُمُ الْیَوْمَ وَلَهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟
ای محمده! قسم په الله چې: مونږ له تانه وړاندې ډیر قمومونو ته پیغمبران لیږلي وو. خو شیطان ورته د هغوی شرکي کارونه ښایسته( او د پیغمبرانو خبره يې ونه منله) نو نن يې همدا شیطان ملګری او د ټولو په برخه دردناک عذاب دی.
अरबी व्याख्याहरू:
وَمَاۤ اَنْزَلْنَا عَلَیْكَ الْكِتٰبَ اِلَّا لِتُبَیِّنَ لَهُمُ الَّذِی اخْتَلَفُوْا فِیْهِ ۙ— وَهُدًی وَّرَحْمَةً لِّقَوْمٍ یُّؤْمِنُوْنَ ۟
او مونږ پر تا یوازې ددې لپاره کتاب نازل کړی دی چې ته خلکو ته هغه اختلاف روښانه کړې چې هغوي پکې اخته شوي دي او هو! د کتاب هدایت او رحمت دی، خو د هغه چا لپاره چې ويې مني.
अरबी व्याख्याहरू:
وَاللّٰهُ اَنْزَلَ مِنَ السَّمَآءِ مَآءً فَاَحْیَا بِهِ الْاَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً لِّقَوْمٍ یَّسْمَعُوْنَ ۟۠
او دا الله دی چې له بره نه یې اوبه راښکته کړې او بیا يې پرې مړه او وچه ځمکه را ژوندۍ کړې ده. بې له شکه چې د اوریدونکي قوم لپاره په دې کې لویه نښه او دلیل دی.
अरबी व्याख्याहरू:
وَاِنَّ لَكُمْ فِی الْاَنْعَامِ لَعِبْرَةً ؕ— نُسْقِیْكُمْ مِّمَّا فِیْ بُطُوْنِهٖ مِنْ بَیْنِ فَرْثٍ وَّدَمٍ لَّبَنًا خَالِصًا سَآىِٕغًا لِّلشّٰرِبِیْنَ ۟
او دا پخه خبره ده چې په څارویو کې هم تاسې ته یو لوی درس دی. مونږ تاسې ته د هغوی له ګیډو نه د خوشایو او وینې ترمینځه خالصې شیدي درڅښو چې د څښونکو لپاره ډیرې خوندورې او اسانې تیریږي.
अरबी व्याख्याहरू:
وَمِنْ ثَمَرٰتِ النَّخِیْلِ وَالْاَعْنَابِ تَتَّخِذُوْنَ مِنْهُ سَكَرًا وَّرِزْقًا حَسَنًا ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً لِّقَوْمٍ یَّعْقِلُوْنَ ۟
او په همدې توګه د خرما او انګورو له ونو نه هم تاسې نشه لرونکي او نور ښه خوراکونه جوړوئ. بې له شکه چې دعقل لرونکي قوم لپاره په دې کې لویه نښه او دلیل دی.
अरबी व्याख्याहरू:
وَاَوْحٰی رَبُّكَ اِلَی النَّحْلِ اَنِ اتَّخِذِیْ مِنَ الْجِبَالِ بُیُوْتًا وَّمِنَ الشَّجَرِ وَمِمَّا یَعْرِشُوْنَ ۟ۙ
او ستا رب د شاتو د مچۍ زړه کې ورواچوله چې په غرونو، ونو او هغو لوړو او دنګو ځایونو کې چې خلک يې جوړوي ځانو ته جالې جوړې کړئ.
अरबी व्याख्याहरू:
ثُمَّ كُلِیْ مِنْ كُلِّ الثَّمَرٰتِ فَاسْلُكِیْ سُبُلَ رَبِّكِ ذُلُلًا ؕ— یَخْرُجُ مِنْ بُطُوْنِهَا شَرَابٌ مُّخْتَلِفٌ اَلْوَانُهٗ فِیْهِ شِفَآءٌ لِّلنَّاسِ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً لِّقَوْمٍ یَّتَفَكَّرُوْنَ ۟
بیا هر ډول میوې وخورئ، او په هغو لارو والوزئ چې رب درته اسانې کړي دي. د هغوی له ګیډو نه په مختلفو رنګونو شربت راووځي چې په هغه کې د خلکو لپاره شفا ده. په رښتیا چې دفکر کوونکي قوم لپاره په دې کې لویه نښه او دلیل دی.
अरबी व्याख्याहरू:
وَاللّٰهُ خَلَقَكُمْ ثُمَّ یَتَوَفّٰىكُمْ وَمِنْكُمْ مَّنْ یُّرَدُّ اِلٰۤی اَرْذَلِ الْعُمُرِ لِكَیْ لَا یَعْلَمَ بَعْدَ عِلْمٍ شَیْـًٔا ؕ— اِنَّ اللّٰهَ عَلِیْمٌ قَدِیْرٌ ۟۠
او دا الله دی چې تاسې يې پيدا کړي يې. بیا مو مړه کوي او ځينې مو تر ناکاره عمر رسوي تر هغې چې په هر څه له پوهې وروسته په هیڅ باندې ونه پوهیږي. بې شکه یوازې د یو الله په هر څه پوه او پوره توانا دی.
अरबी व्याख्याहरू:
وَاللّٰهُ فَضَّلَ بَعْضَكُمْ عَلٰی بَعْضٍ فِی الرِّزْقِ ۚ— فَمَا الَّذِیْنَ فُضِّلُوْا بِرَآدِّیْ رِزْقِهِمْ عَلٰی مَا مَلَكَتْ اَیْمَانُهُمْ فَهُمْ فِیْهِ سَوَآءٌ ؕ— اَفَبِنِعْمَةِ اللّٰهِ یَجْحَدُوْنَ ۟
او الله ستاسې ځینو ته په ځینو نورو په روزۍ کې لوړتیا وربښلې ده. نو کومو کسانو ته چې لوړتیا وربښل شوې تیار نه دي چې خپل مال خپلو غلامانو ته ورکړي چې دواړه یو شان مالدار شي. ایا دا خلک د الله له نعمت نه انکار کوي؟
अरबी व्याख्याहरू:
وَاللّٰهُ جَعَلَ لَكُمْ مِّنْ اَنْفُسِكُمْ اَزْوَاجًا وَّجَعَلَ لَكُمْ مِّنْ اَزْوَاجِكُمْ بَنِیْنَ وَحَفَدَةً وَّرَزَقَكُمْ مِّنَ الطَّیِّبٰتِ ؕ— اَفَبِالْبَاطِلِ یُؤْمِنُوْنَ وَبِنِعْمَتِ اللّٰهِ هُمْ یَكْفُرُوْنَ ۟ۙ
او الله دی چې تاسې ته يې له تاسې نه ښځې پیدا کړي. او له ښځو نه يې بچي او لمسیان در کړل او ښه پاک خوراکونه يې درکړي. نو ایا په باطل باور لري او د الله له نعمت نه انکار کوي؟
अरबी व्याख्याहरू:
وَیَعْبُدُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ مَا لَا یَمْلِكُ لَهُمْ رِزْقًا مِّنَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ شَیْـًٔا وَّلَا یَسْتَطِیْعُوْنَ ۟ۚ
او مشرکان له الله نه پرته د هغه څه عبادت کوي چې نه د اسمان له لورې د روزۍ ورکولو واکمني ورسره شته او نه د ځمکې. او نه د هیڅ توان لري.
अरबी व्याख्याहरू:
فَلَا تَضْرِبُوْا لِلّٰهِ الْاَمْثَالَ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ یَعْلَمُ وَاَنْتُمْ لَا تَعْلَمُوْنَ ۟
الله ته مشابه مه پیدا کوئ. بې له شکه چې الله په هر څه پوه او تاسې نه پوهیږئ.
अरबी व्याख्याहरू:
ضَرَبَ اللّٰهُ مَثَلًا عَبْدًا مَّمْلُوْكًا لَّا یَقْدِرُ عَلٰی شَیْءٍ وَّمَنْ رَّزَقْنٰهُ مِنَّا رِزْقًا حَسَنًا فَهُوَ یُنْفِقُ مِنْهُ سِرًّا وَّجَهْرًا ؕ— هَلْ یَسْتَوٗنَ ؕ— اَلْحَمْدُ لِلّٰهِ ؕ— بَلْ اَكْثَرُهُمْ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟
الله پاک یو مثال بیان کړی یو غلام د بل په لاس کې دی. د هیڅ توان ورسره نشته او بل هغه سړی دی چې مونږ له خپلې لورینې ښه روزي ورکړې او هغه يې په پټه او ښکاره مصرفوي. ایا دواړه سره یو شان دي؟ د ټولې ستاینې وړ یوازې یو الله دی. خو د هغوی ډیر خلک نه پوهیږي.
अरबी व्याख्याहरू:
وَضَرَبَ اللّٰهُ مَثَلًا رَّجُلَیْنِ اَحَدُهُمَاۤ اَبْكَمُ لَا یَقْدِرُ عَلٰی شَیْءٍ وَّهُوَ كَلٌّ عَلٰی مَوْلٰىهُ ۙ— اَیْنَمَا یُوَجِّهْهُّ لَا یَاْتِ بِخَیْرٍ ؕ— هَلْ یَسْتَوِیْ هُوَ ۙ— وَمَنْ یَّاْمُرُ بِالْعَدْلِ ۙ— وَهُوَ عَلٰی صِرَاطٍ مُّسْتَقِیْمٍ ۟۠
او الله یو بل مثال راوړي دوه سړي دي: یو ګونګې، له هر څه نه بې وسې او د خپل بادار په اوږو پیټی چې په هر څه يې وګوماري، ښیګڼه نه راوړي. ایا دی او هغه څوک سره برابر دي چې نور د انصاف په لور بلي او په خپله هم په روغه لار روان وي؟
अरबी व्याख्याहरू:
وَلِلّٰهِ غَیْبُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— وَمَاۤ اَمْرُ السَّاعَةِ اِلَّا كَلَمْحِ الْبَصَرِ اَوْ هُوَ اَقْرَبُ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ ۟
او د اسمانونو او ځمکې پټ څیزونه یوازې یو الله ته معلوم دي. او د قیامت راتګ د سترګو د رب په اندازه بلکې له هغه نه هم نژدې دی. بې شکه چې الله پر هر څه پیاوړی دی.
अरबी व्याख्याहरू:
وَاللّٰهُ اَخْرَجَكُمْ مِّنْ بُطُوْنِ اُمَّهٰتِكُمْ لَا تَعْلَمُوْنَ شَیْـًٔا ۙ— وَّجَعَلَ لَكُمُ السَّمْعَ وَالْاَبْصَارَ وَالْاَفْـِٕدَةَ ۙ— لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُوْنَ ۟
او الله دی چې تاسې يې د مورګانو له ګیډو نه راویستلي يي په هیڅ نه پوهیدئ د اوریدلو توان، سترګې او زړونه يې درکړل تر څو د هغه د نعمتونو شکر وکړئ.
अरबी व्याख्याहरू:
اَلَمْ یَرَوْا اِلَی الطَّیْرِ مُسَخَّرٰتٍ فِیْ جَوِّ السَّمَآءِ ؕ— مَا یُمْسِكُهُنَّ اِلَّا اللّٰهُ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّقَوْمٍ یُّؤْمِنُوْنَ ۟
ایا مرغانو ته يې نه دي لیدلي چې: په بره فضا کې الوتلو ته تابع کړي شوي. او پرته له الله نه بل څوک نشته چې هملته يې لوړساتي. د ایمان راوړونکي قوم لپاره په دې کې ډیر دلایل شته.
अरबी व्याख्याहरू:
وَاللّٰهُ جَعَلَ لَكُمْ مِّنْ بُیُوْتِكُمْ سَكَنًا وَّجَعَلَ لَكُمْ مِّنْ جُلُوْدِ الْاَنْعَامِ بُیُوْتًا تَسْتَخِفُّوْنَهَا یَوْمَ ظَعْنِكُمْ وَیَوْمَ اِقَامَتِكُمْ ۙ— وَمِنْ اَصْوَافِهَا وَاَوْبَارِهَا وَاَشْعَارِهَاۤ اَثَاثًا وَّمَتَاعًا اِلٰی حِیْنٍ ۟
او الله دی چې تاسې ته يې ستاسې کورونه دمه ځای ګرځولي او دڅارویو له پوستکو نه يې داسې کورونه درکړل چې د سفر او دمې په دواړو حالاتو کې يې سپک مومئ او د هغوی له وړیو، پشمونو او وژغنو څخه يې ډیر وسایل او اسباب درکړي چې د ژ،ند تر یوې ټاکلې مودې ترې ګټه واخلئ.
अरबी व्याख्याहरू:
وَاللّٰهُ جَعَلَ لَكُمْ مِّمَّا خَلَقَ ظِلٰلًا وَّجَعَلَ لَكُمْ مِّنَ الْجِبَالِ اَكْنَانًا وَّجَعَلَ لَكُمْ سَرَابِیْلَ تَقِیْكُمُ الْحَرَّ وَسَرَابِیْلَ تَقِیْكُمْ بَاْسَكُمْ ؕ— كَذٰلِكَ یُتِمُّ نِعْمَتَهٗ عَلَیْكُمْ لَعَلَّكُمْ تُسْلِمُوْنَ ۟
او الله له هغه څيزونو څخه چې پیدا کړي يې دي تاسې ته سیوری برابر کړی. او په غرونو کې يې پناه ګاوې در په برخه کړي او پوښاکونه يې درکړي چې له ګرمیو مو وژغوري. او داسې پوښاک يې هم درکړی چې د جنګ په اوږدو کې ستاسې ژغورنه کوي. په همدې توګه الله خپل نعمتونه در پوره کوي تر څو تاسې منونکي شئ.
अरबी व्याख्याहरू:
فَاِنْ تَوَلَّوْا فَاِنَّمَا عَلَیْكَ الْبَلٰغُ الْمُبِیْنُ ۟
ای محمده! که هغوی مخ اړوي باک پرې مه لره ځکه ستا دنده په ښه شان رسول دي او بس.
अरबी व्याख्याहरू:
یَعْرِفُوْنَ نِعْمَتَ اللّٰهِ ثُمَّ یُنْكِرُوْنَهَا وَاَكْثَرُهُمُ الْكٰفِرُوْنَ ۟۠
هغوی د الله نعمتونه ښه پيژني خو بیا هم انکار ترې کوي او ډير خلک حق منلو ته تیار نه دي.
अरबी व्याख्याहरू:
وَیَوْمَ نَبْعَثُ مِنْ كُلِّ اُمَّةٍ شَهِیْدًا ثُمَّ لَا یُؤْذَنُ لِلَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَلَا هُمْ یُسْتَعْتَبُوْنَ ۟
او په هغه ورځ چې مونږ له هر امت نه یو شاهد راپاڅوو نو بیا به کافرانو ته نه مهلت ورکول کیږي او نه به له هغوی نه د رب د راضي کولو غوښتنه کولای شي.
अरबी व्याख्याहरू:
وَاِذَا رَاَ الَّذِیْنَ ظَلَمُوا الْعَذَابَ فَلَا یُخَفَّفُ عَنْهُمْ وَلَا هُمْ یُنْظَرُوْنَ ۟
او ظالمان چې عذاب وګوري نو بیا به يې عذاب نه کمیږي او نه به مهلت ورکاوه شي.
अरबी व्याख्याहरू:
وَاِذَا رَاَ الَّذِیْنَ اَشْرَكُوْا شُرَكَآءَهُمْ قَالُوْا رَبَّنَا هٰۤؤُلَآءِ شُرَكَآؤُنَا الَّذِیْنَ كُنَّا نَدْعُوْا مِنْ دُوْنِكَ ۚ— فَاَلْقَوْا اِلَیْهِمُ الْقَوْلَ اِنَّكُمْ لَكٰذِبُوْنَ ۟ۚ
او کله هم چې مشرکان خپل انګیرلي شریکان وویني نو وبه وايې: ای زمونږ ربه! دا همغه دي چې مونږ به له تا نه پرته رابلل. خو معبودان به يې خبره ورځواب کړي چې : تاسې درواغجن یاست.
अरबी व्याख्याहरू:
وَاَلْقَوْا اِلَی اللّٰهِ یَوْمَىِٕذِ ١لسَّلَمَ وَضَلَّ عَنْهُمْ مَّا كَانُوْا یَفْتَرُوْنَ ۟
په نن ورځ به هغوی ټول د الله په وړاندې غاړه کیږدي او هغه درواغ به ترې ورک شي چې په دنیا کې به يې جوړول.
अरबी व्याख्याहरू:
اَلَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَصَدُّوْا عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ زِدْنٰهُمْ عَذَابًا فَوْقَ الْعَذَابِ بِمَا كَانُوْا یُفْسِدُوْنَ ۟
مونږ به هغو کسانو ته چې کافران شوي او د الله له لارې نه یې خلک منع کړي یو عذاب د بل عذاب له پاسه ورزیات کړو ځکه چې دوي ورانکاري وو.
अरबी व्याख्याहरू:
وَیَوْمَ نَبْعَثُ فِیْ كُلِّ اُمَّةٍ شَهِیْدًا عَلَیْهِمْ مِّنْ اَنْفُسِهِمْ وَجِئْنَا بِكَ شَهِیْدًا عَلٰی هٰۤؤُلَآءِ ؕ— وَنَزَّلْنَا عَلَیْكَ الْكِتٰبَ تِبْیَانًا لِّكُلِّ شَیْءٍ وَّهُدًی وَّرَحْمَةً وَّبُشْرٰی لِلْمُسْلِمِیْنَ ۟۠
او ای محمده! له هغې ورځې نه يې خبر کړه چې مونږ په هر امت کې د هغوی یو تن د شاهد په توګه راپورته او تا به هم په دغه قوم شاهد راولو. او مونږ داسې کتاب پر تا نازل کړی دی چې: هر څه يې پوره بیان کړي. او دمسلمانانو لپاره هدایت، رحمت او د خوښۍ زیر دی.
अरबी व्याख्याहरू:
اِنَّ اللّٰهَ یَاْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالْاِحْسَانِ وَاِیْتَآئِ ذِی الْقُرْبٰی وَیَنْهٰی عَنِ الْفَحْشَآءِ وَالْمُنْكَرِ وَالْبَغْیِ ۚ— یَعِظُكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُوْنَ ۟
بې له شکه چې الله پاک د انصاف، ښیګڼې او خپلوۍ پاللو امر کوي او له بې خیايي بدۍ او سرغړونې نه منع کوي. هغه تاسې ته پند درکوي تر څو تاسې عبرت واخلئ.
अरबी व्याख्याहरू:
وَاَوْفُوْا بِعَهْدِ اللّٰهِ اِذَا عٰهَدْتُّمْ وَلَا تَنْقُضُوا الْاَیْمَانَ بَعْدَ تَوْكِیْدِهَا وَقَدْ جَعَلْتُمُ اللّٰهَ عَلَیْكُمْ كَفِیْلًا ؕ— اِنَّ اللّٰهَ یَعْلَمُ مَا تَفْعَلُوْنَ ۟
او ای مؤمنانو! د الله په نوم کړې وعدې مو پوره کړئ او هغه قسمونه مه ماتوئ چې په کلکه يې واخلئ، او الله مو پر ځان شاهد نیولی وي. بې له شکه الله ستاسې پر ټولو کړنو ښه پوهیږي.
अरबी व्याख्याहरू:
وَلَا تَكُوْنُوْا كَالَّتِیْ نَقَضَتْ غَزْلَهَا مِنْ بَعْدِ قُوَّةٍ اَنْكَاثًا ؕ— تَتَّخِذُوْنَ اَیْمَانَكُمْ دَخَلًا بَیْنَكُمْ اَنْ تَكُوْنَ اُمَّةٌ هِیَ اَرْبٰی مِنْ اُمَّةٍ ؕ— اِنَّمَا یَبْلُوْكُمُ اللّٰهُ بِهٖ ؕ— وَلَیُبَیِّنَنَّ لَكُمْ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ مَا كُنْتُمْ فِیْهِ تَخْتَلِفُوْنَ ۟
او د هغې ښځې په شان مه کیږئ چې له اوبدلو وروسته به يې خپل وریښل بیرته خلاصول او تار، تار کول به يې. ایا تاسې خپل قسمونه په خپلو مینځونو کې د دوکې او چل ول لپاره په کار اچوئ؟ چې کیداې شي دا یوه ډله پر هغې بلې لویه شي؟ هو! الله پاک تاسې په دې وعدې سره ازمايې او د قیامت په ورځ به هرو، مرو هغه څه درته په ډاګه کړي چې نن پکې یو له بل سره اختلاف کوئ.
अरबी व्याख्याहरू:
وَلَوْ شَآءَ اللّٰهُ لَجَعَلَكُمْ اُمَّةً وَّاحِدَةً وَّلٰكِنْ یُّضِلُّ مَنْ یَّشَآءُ وَیَهْدِیْ مَنْ یَّشَآءُ ؕ— وَلَتُسْـَٔلُنَّ عَمَّا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟
او که الله غوښتي وای تاسې به یې یوه ډله ګرځولې وای خو د الله چې چا ته خوښه شي بې لارې کوي يې او چاته يې چې خوښه شي لار ورښايې. او خامخا به له تاسې نه ستاسې د کړنو پوښتنه وشي.
अरबी व्याख्याहरू:
وَلَا تَتَّخِذُوْۤا اَیْمَانَكُمْ دَخَلًا بَیْنَكُمْ فَتَزِلَّ قَدَمٌ بَعْدَ ثُبُوْتِهَا وَتَذُوْقُوا السُّوْٓءَ بِمَا صَدَدْتُّمْ عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ ۚ— وَلَكُمْ عَذَابٌ عَظِیْمٌ ۟
او ای مؤمنانو! قسمونه مو په خپلو مینځو کې د غولولو وسیله مه ګرځوئ هسې نه چې قدم مو له ټینګیدلو وروسته وښوئیږي او له دې کبله چې د الله له لارې نه مو خلک منع کړي دي ناوړه نتیجه يې وڅکئ. او په اخرت کې مو لوی عذاب په برخه دی.
अरबी व्याख्याहरू:
وَلَا تَشْتَرُوْا بِعَهْدِ اللّٰهِ ثَمَنًا قَلِیْلًا ؕ— اِنَّمَا عِنْدَ اللّٰهِ هُوَ خَیْرٌ لَّكُمْ اِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُوْنَ ۟
او د الله په نوم وعدو په بدل کې بې ارزښته پیسې مه اخلئ. ځکه هغه څه چې له الله سره دي، تاسې ته ډير غوره دي که پوهیږئ.
अरबी व्याख्याहरू:
مَا عِنْدَكُمْ یَنْفَدُ وَمَا عِنْدَ اللّٰهِ بَاقٍ ؕ— وَلَنَجْزِیَنَّ الَّذِیْنَ صَبَرُوْۤا اَجْرَهُمْ بِاَحْسَنِ مَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟
هغه چې له تاسې سره دي له مینځه ځي او هغه چې له الله سره دي تل پاتې دي. او مونږ د الله په لار کې د زغم کوونکو د نیکو کړنو بدل هرو، مرو ورکوو.
अरबी व्याख्याहरू:
مَنْ عَمِلَ صَالِحًا مِّنْ ذَكَرٍ اَوْ اُنۡثٰى وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْیِیَنَّهٗ حَیٰوةً طَیِّبَةً ۚ— وَلَنَجْزِیَنَّهُمْ اَجْرَهُمْ بِاَحْسَنِ مَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟
هر نارینه او ښځینه مؤمن چې نیک کارونه وکړي نو مونږ به پاک ژوند ور په برخه او په اخرت کې د دوی د نیکو کړنو بدل هرو، مرو ورکوو.
अरबी व्याख्याहरू:
فَاِذَا قَرَاْتَ الْقُرْاٰنَ فَاسْتَعِذْ بِاللّٰهِ مِنَ الشَّیْطٰنِ الرَّجِیْمِ ۟
او کله چې د قران په ویلو پیل وکړې، نو د الله په نوم له رټل شوې شیطان نه پناه وغواړه.
अरबी व्याख्याहरू:
اِنَّهٗ لَیْسَ لَهٗ سُلْطٰنٌ عَلَی الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَلٰی رَبِّهِمْ یَتَوَكَّلُوْنَ ۟
دا پخه خبره ده چې شیطان پر هغو کسانو برلاسي نه لري چې ایمان يې راوړی او په خپل رب توکل کوي.
अरबी व्याख्याहरू:
اِنَّمَا سُلْطٰنُهٗ عَلَی الَّذِیْنَ یَتَوَلَّوْنَهٗ وَالَّذِیْنَ هُمْ بِهٖ مُشْرِكُوْنَ ۟۠
برلاسي یوازې پر هغو کسانو ده چې له ده سره دوستي کوي او پر هغو ده چې له الله سره شریکان نیسي.
अरबी व्याख्याहरू:
وَاِذَا بَدَّلْنَاۤ اٰیَةً مَّكَانَ اٰیَةٍ ۙ— وَّاللّٰهُ اَعْلَمُ بِمَا یُنَزِّلُ قَالُوْۤا اِنَّمَاۤ اَنْتَ مُفْتَرٍ ؕ— بَلْ اَكْثَرُهُمْ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟
او کله چې مونږ یو ایت د بل ایت پر ځای بدل کړو، او الله ښه پوهیږي چې څه يې نازل کړي نو کافران وايې چې محمده! دا تا له ځانه جوړ کړي دي. نه : بلکې ددوی ډیر خلک نه پوهیږي.
अरबी व्याख्याहरू:
قُلْ نَزَّلَهٗ رُوْحُ الْقُدُسِ مِنْ رَّبِّكَ بِالْحَقِّ لِیُثَبِّتَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَهُدًی وَّبُشْرٰی لِلْمُسْلِمِیْنَ ۟
ووایه چې قران جبرائیل ستا د رب له لورې په حقه راوړی دی چې مؤمنان په ایمان پاخه، او د امر منوونکو لپاره ښوونه او زیری دی.
अरबी व्याख्याहरू:
وَلَقَدْ نَعْلَمُ اَنَّهُمْ یَقُوْلُوْنَ اِنَّمَا یُعَلِّمُهٗ بَشَرٌ ؕ— لِسَانُ الَّذِیْ یُلْحِدُوْنَ اِلَیْهِ اَعْجَمِیٌّ وَّهٰذَا لِسَانٌ عَرَبِیٌّ مُّبِیْنٌ ۟
او مونږ ته معلومه ده چې هغوی وايې: قران ورته یو بل انسان ورښايي. په داسې حال کې چې د کوم انسان په لور هغوی اشاره کوي د هغه ژبه عجمي[۱۷] ده او د قران ژبه فصیحه سوچه عربي ده.
[۱۷] یوه رومي غلام ته ئي نسبت کاو په نوم کې يي اختلاف دی په مکه کې اوسیده. د تورات او انجیل پوه ورسره وه او مسلمان شوی و( فتح القدیر امام الشوکاني)
अरबी व्याख्याहरू:
اِنَّ الَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ بِاٰیٰتِ اللّٰهِ ۙ— لَا یَهْدِیْهِمُ اللّٰهُ وَلَهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟
حقیقت همدا دی چې الله پاک هغو خلکو ته لار نه ښايې چې د الله په ایتونو ایمان نه راوړي او په اخرت کې يې دردناک عذاب په برخه دی.
अरबी व्याख्याहरू:
اِنَّمَا یَفْتَرِی الْكَذِبَ الَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ بِاٰیٰتِ اللّٰهِ ۚ— وَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْكٰذِبُوْنَ ۟
او دا هم وتلې خبره ده چې درواغ یوازې هغه کسان جوړوي چې د الله په ایتونو ایمان نه راوړي او همدوی پاخه درواغجن دي.
अरबी व्याख्याहरू:
مَنْ كَفَرَ بِاللّٰهِ مِنْ بَعْدِ اِیْمَانِهٖۤ اِلَّا مَنْ اُكْرِهَ وَقَلْبُهٗ مُطْمَىِٕنٌّۢ بِالْاِیْمَانِ وَلٰكِنْ مَّنْ شَرَحَ بِالْكُفْرِ صَدْرًا فَعَلَیْهِمْ غَضَبٌ مِّنَ اللّٰهِ ۚ— وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِیْمٌ ۟
څوک چې له ایمان راوړولو وروسته بیرته په الله کافر شي، که په زوره کفر ته مجبور او زړه يې په ایمان پوخ وي بیا خو خیر دی. او که د زړه له تله يې کفر ومانه نو پر هغوی د الله غضب دی. او لوی عذاب يې په برخه دی.
अरबी व्याख्याहरू:
ذٰلِكَ بِاَنَّهُمُ اسْتَحَبُّوا الْحَیٰوةَ الدُّنْیَا عَلَی الْاٰخِرَةِ ۙ— وَاَنَّ اللّٰهَ لَا یَهْدِی الْقَوْمَ الْكٰفِرِیْنَ ۟
دا ځکه چې: دنیوي ژوند يې له اخرت نه غوره وګاڼه او دا پخه خبره ده چې الله پاک هغه قوم ته لار نه ښايې چې د هغه له ایتونو نه انکار کوي.
अरबी व्याख्याहरू:
اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ طَبَعَ اللّٰهُ عَلٰی قُلُوْبِهِمْ وَسَمْعِهِمْ وَاَبْصَارِهِمْ ۚ— وَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْغٰفِلُوْنَ ۟
دا هغه خلک دي چې الله يې په زړونو، غوږونو او سترګو مهر لګولی دی. او همدوی خورا بې پروا خلک دي.
अरबी व्याख्याहरू:
لَا جَرَمَ اَنَّهُمْ فِی الْاٰخِرَةِ هُمُ الْخٰسِرُوْنَ ۟
په دې کې هیڅ شک نشته چې اخرت کې خورا تاواني او زیانمن خلک همدوي دي.
अरबी व्याख्याहरू:
ثُمَّ اِنَّ رَبَّكَ لِلَّذِیْنَ هَاجَرُوْا مِنْ بَعْدِ مَا فُتِنُوْا ثُمَّ جٰهَدُوْا وَصَبَرُوْۤا ۙ— اِنَّ رَبَّكَ مِنْ بَعْدِهَا لَغَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟۠
او ستا رب پر هغو خلکو چې له ازمیښتونو او ربړونو ګاللو وروسته يې هجرت کړی او بیا يې د ستونزو له منلو سره سره جهاد ته ملا تړلې له دې ټولو وروسته[۱۸] ښه بښونکی او مهربان ذات دی.
[۱۸] د هغې ګناه نه يي ورتیر شي چې بخوا يې د کارانو تر څنګ ژوند کاوه( فتح القدیر د امام الشوکاني)
अरबी व्याख्याहरू:
یَوْمَ تَاْتِیْ كُلُّ نَفْسٍ تُجَادِلُ عَنْ نَّفْسِهَا وَتُوَفّٰی كُلُّ نَفْسٍ مَّا عَمِلَتْ وَهُمْ لَا یُظْلَمُوْنَ ۟
الله په هغه ورځ ښه بښونکی خورا مهربان دی چې هر نفس به د خپل ځان په غم کې وي او هر چا ته به خپل کړه ور کړای او پر هیچا به تیر ونه شي.
अरबी व्याख्याहरू:
وَضَرَبَ اللّٰهُ مَثَلًا قَرْیَةً كَانَتْ اٰمِنَةً مُّطْمَىِٕنَّةً یَّاْتِیْهَا رِزْقُهَا رَغَدًا مِّنْ كُلِّ مَكَانٍ فَكَفَرَتْ بِاَنْعُمِ اللّٰهِ فَاَذَاقَهَا اللّٰهُ لِبَاسَ الْجُوْعِ وَالْخَوْفِ بِمَا كَانُوْا یَصْنَعُوْنَ ۟
الله پاک د یوه کلي[۱۹] مثال وړاندې کوي چې : خورا ډاډمن او هوسا وو. له هر لورې ورته د خوراکونو کاروانونه را روان وو. خو دالله د نعمتونو ناشکري يي وکړه، الله هم د خپلو کړو وړو خوند ور وڅاکه، او د لوږې او ډار په لباس کې يي ونغښتل.
[۱۹] ځیني مفسرین وايي دا یو مثال دی خاص کلې نه دی او ځينې وايي د مکې کلی دی چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره يې دښمني کوله او ځيني وايي چې د حضرت عثمان رضي الله عنه د شهادت په دوران کې د مدیني کلی دی( ابن جریر الطبری).
अरबी व्याख्याहरू:
وَلَقَدْ جَآءَهُمْ رَسُوْلٌ مِّنْهُمْ فَكَذَّبُوْهُ فَاَخَذَهُمُ الْعَذَابُ وَهُمْ ظٰلِمُوْنَ ۟
او د همغوی یو سړی ورته د استازي په توګه راغی خو هغوی درواغجن وګاڼه، هغه وو چې عذاب ونیول ځکه چې هغوی ظالمان وو.
अरबी व्याख्याहरू:
فَكُلُوْا مِمَّا رَزَقَكُمُ اللّٰهُ حَلٰلًا طَیِّبًا ۪— وَّاشْكُرُوْا نِعْمَتَ اللّٰهِ اِنْ كُنْتُمْ اِیَّاهُ تَعْبُدُوْنَ ۟
نو ای خلکو! هغه حلال او پاک څیزونه وخورئ چې الله در روزي کړې او دالله د لورینې شکر وکړئ که په رښتیني توګه د هغه عبادت کوونکي یاست.
अरबी व्याख्याहरू:
اِنَّمَا حَرَّمَ عَلَیْكُمُ الْمَیْتَةَ وَالدَّمَ وَلَحْمَ الْخِنْزِیْرِ وَمَاۤ اُهِلَّ لِغَیْرِ اللّٰهِ بِهٖ ۚ— فَمَنِ اضْطُرَّ غَیْرَ بَاغٍ وَّلَا عَادٍ فَاِنَّ اللّٰهَ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟
الله پر تاسې یوازی مرداره، بهیدونکې وینه، د خنزیر غوښه او هغه څاروي حرام کړي دي چې د حلالولو په وخت کې پرې پرته له الله د بل چا نوم وویل شي. او هغه څوک چې ددې څیزونو خوراک ته اړ شو نو چې د الله له قانون نه يي سرغړونې ته بډې نه وي وهلي او د اړتیا له اندازې نه ډیر ونه خوري ( نو هیڅ باک يې نشته) ځکه چې الله پاک ډيربښونکی خورا مهربان دی.
अरबी व्याख्याहरू:
وَلَا تَقُوْلُوْا لِمَا تَصِفُ اَلْسِنَتُكُمُ الْكَذِبَ هٰذَا حَلٰلٌ وَّهٰذَا حَرَامٌ لِّتَفْتَرُوْا عَلَی اللّٰهِ الْكَذِبَ ؕ— اِنَّ الَّذِیْنَ یَفْتَرُوْنَ عَلَی اللّٰهِ الْكَذِبَ لَا یُفْلِحُوْنَ ۟ؕ
او له ځانه مه وايي چې دا حلال او دا حرام دي تر څو په دې توګه پر الله درواغ تړئ. ځکه هغه څوک چې په الله درواغ وتړي خلاصیدی نشي.
अरबी व्याख्याहरू:
مَتَاعٌ قَلِیْلٌ ۪— وَّلَهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟
دا ډیره لږ ګټه ده. او د دوی لپاره دردناک عذاب دی.
अरबी व्याख्याहरू:
وَعَلَی الَّذِیْنَ هَادُوْا حَرَّمْنَا مَا قَصَصْنَا عَلَیْكَ مِنْ قَبْلُ ۚ— وَمَا ظَلَمْنٰهُمْ وَلٰكِنْ كَانُوْۤا اَنْفُسَهُمْ یَظْلِمُوْنَ ۟
او هغه څه مو چې په یهودیانو حرام کړي د هغوی بیان وړاندې [۲۰] مونږ تاته کړی دی. مونږ پر هغوی تیری نه دی کړی بلکې هغوی به خپله پر خپلو ځانونو ظلم کاوه.
[۲۰] د سورت الانعام ۱۴۶ ایت.
अरबी व्याख्याहरू:
ثُمَّ اِنَّ رَبَّكَ لِلَّذِیْنَ عَمِلُوا السُّوْٓءَ بِجَهَالَةٍ ثُمَّ تَابُوْا مِنْ بَعْدِ ذٰلِكَ وَاَصْلَحُوْۤا اِنَّ رَبَّكَ مِنْ بَعْدِهَا لَغَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟۠
دا پخه خبره ده چې څوک په ناپوهۍ کوم بدکار وکړي او بیا وروسته توبه وباسي، او ځان سم کړي نو ستا رب له دې ټولو ور تیر دی. ځکه چې هغه بښونکی خورا مهربان دی.
अरबी व्याख्याहरू:
اِنَّ اِبْرٰهِیْمَ كَانَ اُمَّةً قَانِتًا لِّلّٰهِ حَنِیْفًا ؕ— وَلَمْ یَكُ مِنَ الْمُشْرِكِیْنَ ۟ۙ
بې له شکه ابراهیم یو امت وو، د الله هر حکم ته يي غاړه ایښې، د اسلام په لار سم روان، او هیڅکله هم له مشرکانو څخه نه ؤ.
अरबी व्याख्याहरू:
شَاكِرًا لِّاَنْعُمِهٖ ؕ— اِجْتَبٰىهُ وَهَدٰىهُ اِلٰی صِرَاطٍ مُّسْتَقِیْمٍ ۟
د الله د نعمتونو ښه شکر کوونکی وو. الله د خپلې دوستۍ لپاره غوره کړی او سمه لار يي ورښوولې وه.
अरबी व्याख्याहरू:
وَاٰتَیْنٰهُ فِی الدُّنْیَا حَسَنَةً ؕ— وَاِنَّهٗ فِی الْاٰخِرَةِ لَمِنَ الصّٰلِحِیْنَ ۟ؕ
مونږ په دنیا کې ښیګڼه ورکړې او په اخرت کې ه هرو، مرو له صالحانو نه وي.
अरबी व्याख्याहरू:
ثُمَّ اَوْحَیْنَاۤ اِلَیْكَ اَنِ اتَّبِعْ مِلَّةَ اِبْرٰهِیْمَ حَنِیْفًا ؕ— وَمَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِكِیْنَ ۟
ای محمده! بیا مونږ تاته وحې وکړه چې: د هغه ابراهیم دین خپل کړه چې د اسلام په لاره سم روان او له مشرکانو څخه نه و.
अरबी व्याख्याहरू:
اِنَّمَا جُعِلَ السَّبْتُ عَلَی الَّذِیْنَ اخْتَلَفُوْا فِیْهِ ؕ— وَاِنَّ رَبَّكَ لَیَحْكُمُ بَیْنَهُمْ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ فِیْمَا كَانُوْا فِیْهِ یَخْتَلِفُوْنَ ۟
او د شنبې د ورځي احترام یوازې پر هغو خلکو لازم شوی وو چې د محترمې ورځې په ټاکلو کې يې سره اختلاف کړی ؤ. او ستا رب به رښتیني فیصله د قیامت په ورځ د هغو خلکو په مینځ کې وکړي چې په دې هکله يې اختلاف کړی ؤ.
अरबी व्याख्याहरू:
اُدْعُ اِلٰی سَبِیْلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَجَادِلْهُمْ بِالَّتِیْ هِیَ اَحْسَنُ ؕ— اِنَّ رَبَّكَ هُوَ اَعْلَمُ بِمَنْ ضَلَّ عَنْ سَبِیْلِهٖ وَهُوَ اَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِیْنَ ۟
ای پیغمبره! د خپل رب د لارې په لور په حکمت او نیک اسلوب بلنه وکړه. او په خورا نیکه او غوره توګه ورته خپل هدف وړاندې کړه. ځکه چې ستا رب ته ښه معلوم دی چې څوک د هغه له لارې نه اووښتی او څوک په سمه لار روان دی.
अरबी व्याख्याहरू:
وَاِنْ عَاقَبْتُمْ فَعَاقِبُوْا بِمِثْلِ مَا عُوْقِبْتُمْ بِهٖ ؕ— وَلَىِٕنْ صَبَرْتُمْ لَهُوَ خَیْرٌ لِّلصّٰبِرِیْنَ ۟
او که تاسې غچ اخیستلو نو همغومره يې واخلئ څومره پر تاسې تیری شوی ؤ او که صبر مو وکړ نو پوه شئ چې دا کار د صبر کوونکو لپاره غوره دی.
अरबी व्याख्याहरू:
وَاصْبِرْ وَمَا صَبْرُكَ اِلَّا بِاللّٰهِ وَلَا تَحْزَنْ عَلَیْهِمْ وَلَا تَكُ فِیْ ضَیْقٍ مِّمَّا یَمْكُرُوْنَ ۟
او ای محمده! صبر وکړه. ستاصبر یوازې د یو الله په مرسته او کومک سره دی. او د هغوی په ناورینو مه غمژن کیږه او هم يې په دسیسو او چلونو مه زړه تنګی کیږه.
अरबी व्याख्याहरू:
اِنَّ اللّٰهَ مَعَ الَّذِیْنَ اتَّقَوْا وَّالَّذِیْنَ هُمْ مُّحْسِنُوْنَ ۟۠
بې له شکه چې الله د هغو مل دی چې له بدۍ ځانونه ژغوري او غوره چارې سرته رسوي.
अरबी व्याख्याहरू:
 
अर्थको अनुवाद सूरह: न्नहल
सूरहरूको सूची पृष्ठ संख्या
 
पवित्र कुरआनको अर्थको अनुवाद - पश्तो भाषामा अनुवाद : सरफराज । - अनुवादहरूको सूची

अनुवाद : मौलवी जानबाज सरफराज ।

बन्द गर्नुहोस्