Check out the new design

വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്തൂ വിവർത്തനം - സർഫറാസ് * - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക


പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: റഅ്ദ്   ആയത്ത്:
اَفَمَنْ یَّعْلَمُ اَنَّمَاۤ اُنْزِلَ اِلَیْكَ مِنْ رَّبِّكَ الْحَقُّ كَمَنْ هُوَ اَعْمٰی ؕ— اِنَّمَا یَتَذَكَّرُ اُولُوا الْاَلْبَابِ ۟ۙ
ایا نو هغه څوک چې په دې پوهیږي چې تاته ستا د رب له لورې نازل شوي څیزونه حق دي د هغه چا په شان دی چې له دې هر څه نه ړوند وي؟ خبره همدا ده چې پند یوازې د عقل څښتنان اخلي.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
الَّذِیْنَ یُوْفُوْنَ بِعَهْدِ اللّٰهِ وَلَا یَنْقُضُوْنَ الْمِیْثَاقَ ۟ۙ
عقل من خلک هغه دي چې له الله سره خپلې وعدې پوره کوي او تړون نه ماتوي.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
وَالَّذِیْنَ یَصِلُوْنَ مَاۤ اَمَرَ اللّٰهُ بِهٖۤ اَنْ یُّوْصَلَ وَیَخْشَوْنَ رَبَّهُمْ وَیَخَافُوْنَ سُوْٓءَ الْحِسَابِ ۟ؕ
او هغه کسان دي چې هغه اړیکي ساتي چې الله پاک ئې د ساتلو غوښتنه کړې ده. له خپل رب نه ډاریږي او هم د بد حساب ډار ورسره وي.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
وَالَّذِیْنَ صَبَرُوا ابْتِغَآءَ وَجْهِ رَبِّهِمْ وَاَقَامُوا الصَّلٰوةَ وَاَنْفَقُوْا مِمَّا رَزَقْنٰهُمْ سِرًّا وَّعَلَانِیَةً وَّیَدْرَءُوْنَ بِالْحَسَنَةِ السَّیِّئَةَ اُولٰٓىِٕكَ لَهُمْ عُقْبَی الدَّارِ ۟ۙ
او هغه کسان دي چې د خپل رب د خوښۍ د تر لاسه کولو لپاره زغم خپلوي لمونځونه ودروي او څه چې مونږ ورکړي پټ او ښکاره ترې خیراتونه کوي او بدۍ مخه په نیکۍ سره نیسي نو اخرنی کور د همدغو خلکو لپاره دی.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
جَنّٰتُ عَدْنٍ یَّدْخُلُوْنَهَا وَمَنْ صَلَحَ مِنْ اٰبَآىِٕهِمْ وَاَزْوَاجِهِمْ وَذُرِّیّٰتِهِمْ وَالْمَلٰٓىِٕكَةُ یَدْخُلُوْنَ عَلَیْهِمْ مِّنْ كُلِّ بَابٍ ۟ۚ
تل پاتې جنتونه دي چې دوی، د دوی نیک عمله پلرونه د ژوند جوړې او بچیان به يې ورننه ووځي او ملائکې به هم له هرې دروازې پرته ور ننه ووځي.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
سَلٰمٌ عَلَیْكُمْ بِمَا صَبَرْتُمْ فَنِعْمَ عُقْبَی الدَّارِ ۟ؕ
او ورته وايې به چې د صبر په بدل کې درته تل پاتې سلامتیا ده هو! دا له هر څه نه غوره کور دی.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
وَالَّذِیْنَ یَنْقُضُوْنَ عَهْدَ اللّٰهِ مِنْ بَعْدِ مِیْثَاقِهٖ وَیَقْطَعُوْنَ مَاۤ اَمَرَ اللّٰهُ بِهٖۤ اَنْ یُّوْصَلَ وَیُفْسِدُوْنَ فِی الْاَرْضِ ۙ— اُولٰٓىِٕكَ لَهُمُ اللَّعْنَةُ وَلَهُمْ سُوْٓءُ الدَّارِ ۟
او کوم کسان چې له الله سره تړلی تړون له پوخوالي وروسته ماتوي او هغه اړیکي پرې کوي چې الله يې د نښلولو حکم کړی او په ځمکه کې فساد او ګډوډي کوي. لعنت يې په برخه او د همدوی لپاره بد کور دی.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
اَللّٰهُ یَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ یَّشَآءُ وَیَقْدِرُ ؕ— وَفَرِحُوْا بِالْحَیٰوةِ الدُّنْیَا ؕ— وَمَا الْحَیٰوةُ الدُّنْیَا فِی الْاٰخِرَةِ اِلَّا مَتَاعٌ ۟۠
الله د خپلې خوښې په رڼا کې چاته ورزي پراخوي او پر چايې تنګوي کافران یر دنیوي ژوند خوښ دي. په داسې حال کې چې دنیوي ژوند د اخرت په پرتله له یوې کوچنۍ توښې پرته د بل څه ارزښت نه لري.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
وَیَقُوْلُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لَوْلَاۤ اُنْزِلَ عَلَیْهِ اٰیَةٌ مِّنْ رَّبِّهٖ ؕ— قُلْ اِنَّ اللّٰهَ یُضِلُّ مَنْ یَّشَآءُ وَیَهْدِیْۤ اِلَیْهِ مَنْ اَنَابَ ۟ۖۚ
او کافران وايي چې پر دغه سړي د خپل رب له لورې ولې یوه معجزه نه راښکته کیږي؟ ای محمده! ووایه چې د الله چا ته خوښه شي بې لاري کوي يې او هغه چا ته لار ښايې چې د الله په لور راګرځيدلي وي.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
اَلَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَتَطْمَىِٕنُّ قُلُوْبُهُمْ بِذِكْرِ اللّٰهِ ؕ— اَلَا بِذِكْرِ اللّٰهِ تَطْمَىِٕنُّ الْقُلُوْبُ ۟ؕ
الله ته یوازې هغه خلک ورګرځیږي چې ایمان يې راوړی او دالله پر ذکر يې زړونه ارام نیسي. خبر دار چې زړونه یوازې دالله په ذکر ارا نیسي او بس.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
 
പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: റഅ്ദ്
സൂറത്തുകളുടെ സൂചിക പേജ് നമ്പർ
 
വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്തൂ വിവർത്തനം - സർഫറാസ് - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക

ഖുർആൻ ആശയ വിവർത്തനം (പഷ്തു ഭാഷ) - മൗലവി ജാനിബാസ് സര്‍ഫറാസ്.

അവസാനിപ്പിക്കുക