Check out the new design

ការបកប្រែអត្ថន័យនៃគម្ពីរគួរអាន - បកប្រែជាភាសា ហ្ពាស់តូវីយ៉ះ - សារីហ្វរ៉ាស * - មាតិកានៃការបកប្រែ


ការបកប្រែអត្ថន័យ ជំពូក​: សាហ្ពាក   វាក្យខណ្ឌ:
قَالَ الَّذِیْنَ اسْتَكْبَرُوْا لِلَّذِیْنَ اسْتُضْعِفُوْۤا اَنَحْنُ صَدَدْنٰكُمْ عَنِ الْهُدٰی بَعْدَ اِذْ جَآءَكُمْ بَلْ كُنْتُمْ مُّجْرِمِیْنَ ۟
تکبر او غرور خپلوونکي به بې وسې کړو شوو خلکو ته ځواب ورکړي چې : ایا مونږ تاسې له هغه هدایت نه منع کړي واست چې تاسې ته راغلی و؟ نه: هیڅکله نه: بلکې تاسې په خپله ورانکاري واست.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
وَقَالَ الَّذِیْنَ اسْتُضْعِفُوْا لِلَّذِیْنَ اسْتَكْبَرُوْا بَلْ مَكْرُ الَّیْلِ وَالنَّهَارِ اِذْ تَاْمُرُوْنَنَاۤ اَنْ نَّكْفُرَ بِاللّٰهِ وَنَجْعَلَ لَهٗۤ اَنْدَادًا ؕ— وَاَسَرُّوا النَّدَامَةَ لَمَّا رَاَوُا الْعَذَابَ ؕ— وَجَعَلْنَا الْاَغْلٰلَ فِیْۤ اَعْنَاقِ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا ؕ— هَلْ یُجْزَوْنَ اِلَّا مَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟
بې وسې کړي شوي خلک به لويې او غرور خپلوونکو ته بیا ووايې: نه : بلکې تاسو هغو هلو ځلو مونږ بې لارې کړو چې شپه او ورځ به مو مونږ هڅولو چې له الله نه منکر شو او له هغه سره شریکان ونیسو. د عذاب په لیدلو سره جوخت به ټول په زړونو کې پښیمانه شي او مونږ به د کافرانو په غاړه کې ځنځیرونه ور واچوو. او ایا پرته له دې چې د خپلو کړنو بدل يې ولید بله جزاء ورکړای شوې ده؟
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
وَمَاۤ اَرْسَلْنَا فِیْ قَرْیَةٍ مِّنْ نَّذِیْرٍ اِلَّا قَالَ مُتْرَفُوْهَاۤ اِنَّا بِمَاۤ اُرْسِلْتُمْ بِهٖ كٰفِرُوْنَ ۟
او مونږ چې کله هم کوم کلي ته ډاروونکی لیږلی نو خپل سرو مشرانو يي ورته ویلي چې مونږ ستاسې پیغام منلو ته تیار نه یو.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
وَقَالُوْا نَحْنُ اَكْثَرُ اَمْوَالًا وَّاَوْلَادًا ۙ— وَّمَا نَحْنُ بِمُعَذَّبِیْنَ ۟
او ویلي يې دي چې: زمونږ مالونه او اولادونه هم له تاسو نه ډیر او زمونږ سزا موندونکي نه یو.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
قُلْ اِنَّ رَبِّیْ یَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ یَّشَآءُ وَیَقْدِرُ وَلٰكِنَّ اَكْثَرَ النَّاسِ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟۠
ای پیغمبره! ووایه زما د رب چې چاته خوښه شي نو پراخه روزي ورکوي او چې چاته يې خوښه شي پرې تنګوي يې. خو ډیر خلک په دې خبره نه پوهیږي.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
وَمَاۤ اَمْوَالُكُمْ وَلَاۤ اَوْلَادُكُمْ بِالَّتِیْ تُقَرِّبُكُمْ عِنْدَنَا زُلْفٰۤی اِلَّا مَنْ اٰمَنَ وَعَمِلَ صَالِحًا ؗ— فَاُولٰٓىِٕكَ لَهُمْ جَزَآءُ الضِّعْفِ بِمَا عَمِلُوْا وَهُمْ فِی الْغُرُفٰتِ اٰمِنُوْنَ ۟
او ستاسې مالونه او ستاسې اولادونه مو ما ته نشي نژدې کولای. هو! چا چې ایمان راوړی او نیکه کړنه يې خپله کړې نو هغوی ته د خپلو اعمالو دوه برابر بدل دی او د جنت په لویو او دنګو ماڼیو کې به ډاډمن اوسیږي.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
وَالَّذِیْنَ یَسْعَوْنَ فِیْۤ اٰیٰتِنَا مُعٰجِزِیْنَ اُولٰٓىِٕكَ فِی الْعَذَابِ مُحْضَرُوْنَ ۟
او کوم کسان چې زمونږ ایتونو کې زمونږ د بې وسې کولو هڅې کوي په عذاب کې به نیغ ولاړ وي.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
قُلْ اِنَّ رَبِّیْ یَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ یَّشَآءُ مِنْ عِبَادِهٖ وَیَقْدِرُ لَهٗ ؕ— وَمَاۤ اَنْفَقْتُمْ مِّنْ شَیْءٍ فَهُوَ یُخْلِفُهٗ ۚ— وَهُوَ خَیْرُ الرّٰزِقِیْنَ ۟
او ای پیغمبره! ووایه چې زما رب د خپلې خوښې په رڼا کې خپلو ځینو بنده ګانو ته روزي پراخوي او پر ځینو يي تنګوي. او چې د الله په لار کې هر څه ولګوئ نو همغه يې بیرته بدل درکوي. الله تر هر چا ښه روزي ورکوونکی دی.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
 
ការបកប្រែអត្ថន័យ ជំពូក​: សាហ្ពាក
មាតិកានៃជំពូក លេខ​ទំព័រ
 
ការបកប្រែអត្ថន័យនៃគម្ពីរគួរអាន - បកប្រែជាភាសា ហ្ពាស់តូវីយ៉ះ - សារីហ្វរ៉ាស - មាតិកានៃការបកប្រែ

បកប្រែដោយលោកម៉ៅលូឡាវី ចានីហ្ពាស សារីហ្វារ៉ាស

បិទ