Check out the new design

ការបកប្រែអត្ថន័យនៃគម្ពីរគួរអាន - បកប្រែជាភាសា ហ្ពាស់តូវីយ៉ះ - សារីហ្វរ៉ាស * - មាតិកានៃការបកប្រែ


ការបកប្រែអត្ថន័យ ជំពូក​: សាហ្ពាក   វាក្យខណ្ឌ:
وَیَوْمَ یَحْشُرُهُمْ جَمِیْعًا ثُمَّ یَقُوْلُ لِلْمَلٰٓىِٕكَةِ اَهٰۤؤُلَآءِ اِیَّاكُمْ كَانُوْا یَعْبُدُوْنَ ۟
او هغه ورځ یاده لرئ چې: الله به ټول خلک یو ځای او بیا به ملایکو ته ووایې: ایا دغو خلکو ستاسې بنده ګي کوله؟
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
قَالُوْا سُبْحٰنَكَ اَنْتَ وَلِیُّنَا مِنْ دُوْنِهِمْ ۚ— بَلْ كَانُوْا یَعْبُدُوْنَ الْجِنَّ ۚ— اَكْثَرُهُمْ بِهِمْ مُّؤْمِنُوْنَ ۟
ملایکي به ووایې: ته پاک يې، زمونږ مولا یوازې ته ېي اوبس. دوی زمونږ بندګي نه بلکې د پیریانو او شیطانانو بندګي کوله. او ډیرو يې پرې ایمان راوړی و.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
فَالْیَوْمَ لَا یَمْلِكُ بَعْضُكُمْ لِبَعْضٍ نَّفْعًا وَّلَا ضَرًّا ؕ— وَنَقُوْلُ لِلَّذِیْنَ ظَلَمُوْا ذُوْقُوْا عَذَابَ النَّارِ الَّتِیْ كُنْتُمْ بِهَا تُكَذِّبُوْنَ ۟
نن ورځ ستاسې یو هم بل ته نه ګټه رسولای شي او نه تاوان. او مونږ به ظالمانو ته ووایو: اوس د هغه ارو عذاب وڅکئ چې تاسې به درواغ ګاڼه.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
وَاِذَا تُتْلٰی عَلَیْهِمْ اٰیٰتُنَا بَیِّنٰتٍ قَالُوْا مَا هٰذَاۤ اِلَّا رَجُلٌ یُّرِیْدُ اَنْ یَّصُدَّكُمْ عَمَّا كَانَ یَعْبُدُ اٰبَآؤُكُمْ ۚ— وَقَالُوْا مَا هٰذَاۤ اِلَّاۤ اِفْكٌ مُّفْتَرًی ؕ— وَقَالَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لِلْحَقِّ لَمَّا جَآءَهُمْ ۙ— اِنْ هٰذَاۤ اِلَّا سِحْرٌ مُّبِیْنٌ ۟
او چې کله به هم زمونږ روښانه ایاتونه پرې لوستل کیدل نو یول به يې چې : دا سړی پرته له دې بل هیڅ دنده نه لري چې: بډی يې وهلي دي چې تاسې له هغو خدایانو نه واړوي چې ستاسې پلار، نیکه يي عبادت کاوو. او هم يې ویل: دا قران پرته له جوړو شوو درواغو بل څه نه دی. او چې کافرانو ته کله هم حق راغلی نو ویلي يې دي چې دا حق نه بلکې ښکاره کوډې او جادو دی.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
وَمَاۤ اٰتَیْنٰهُمْ مِّنْ كُتُبٍ یَّدْرُسُوْنَهَا وَمَاۤ اَرْسَلْنَاۤ اِلَیْهِمْ قَبْلَكَ مِنْ نَّذِیْرٍ ۟ؕ
په داسې حال کې چې مونږ دوی ته نه پخوا کوم کتاب لیږلی چې اوس يې ولولي. او نه مو له تا نه وړاندې کوم ډاروونکی ورلیږلی ؤ.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
وَكَذَّبَ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ ۙ— وَمَا بَلَغُوْا مِعْشَارَ مَاۤ اٰتَیْنٰهُمْ فَكَذَّبُوْا رُسُلِیْ ۫— فَكَیْفَ كَانَ نَكِیْرِ ۟۠
له دوی نه پخوانیو حق درواغ وګاڼه په داسې حال کې چې ستا قوم لا د هغه څه لسمې برخې ته هم نه دی رسیدلی چې مونږ پخوانیو ته ورکړي و. زما رسولان يي درواغجن وګڼل. نو وګوره چې زما بد ګنل څنګه و.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
قُلْ اِنَّمَاۤ اَعِظُكُمْ بِوَاحِدَةٍ ۚ— اَنْ تَقُوْمُوْا لِلّٰهِ مَثْنٰی وَفُرَادٰی ثُمَّ تَتَفَكَّرُوْا ۫— مَا بِصَاحِبِكُمْ مِّنْ جِنَّةٍ ؕ— اِنْ هُوَ اِلَّا نَذِیْرٌ لَّكُمْ بَیْنَ یَدَیْ عَذَابٍ شَدِیْدٍ ۟
ای محمده! ووایه زه تاسې ته د یوې خبرې نصیحت کوم چې د الله لپاره ده، دوه او یو، یو شئ او بیا ښه ژور فکر وکړئ چې ایا ستاسې په ملګري کې لیونتوب شته؟! هغه تاسې ته د یوه سخت عذا ب له راتګ نه وړاندې وړاندې له ډار وونکي څخه پرته بل څه ندی.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
قُلْ مَا سَاَلْتُكُمْ مِّنْ اَجْرٍ فَهُوَ لَكُمْ ؕ— اِنْ اَجْرِیَ اِلَّا عَلَی اللّٰهِ ۚ— وَهُوَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ شَهِیْدٌ ۟
ای محمده! ووایه زه چې له تاسې څخه کوم بدل غواړم په هغه کې ستاسې ګټه ده. پاتې شوه زما خپله خبره، زما مزدوري یوازې پر یو الله ده. او هغه پر هر څه ښه خبردار دی.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
قُلْ اِنَّ رَبِّیْ یَقْذِفُ بِالْحَقِّ ۚ— عَلَّامُ الْغُیُوْبِ ۟
ووایه چې زما رب هرو مرو حق رالیږي او هغه په پټو ډیر ښه پوهیږي.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
 
ការបកប្រែអត្ថន័យ ជំពូក​: សាហ្ពាក
មាតិកានៃជំពូក លេខ​ទំព័រ
 
ការបកប្រែអត្ថន័យនៃគម្ពីរគួរអាន - បកប្រែជាភាសា ហ្ពាស់តូវីយ៉ះ - សារីហ្វរ៉ាស - មាតិកានៃការបកប្រែ

បកប្រែដោយលោកម៉ៅលូឡាវី ចានីហ្ពាស សារីហ្វារ៉ាស

បិទ