Check out the new design

Traduzione dei Significati del Sacro Corano - TRADUZIONE PASHTU - Sarfaraz * - Indice traduzioni


Traduzione significati Sura: Al-Mumtahanah   Versetto:

ممتحنه

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تَتَّخِذُوْا عَدُوِّیْ وَعَدُوَّكُمْ اَوْلِیَآءَ تُلْقُوْنَ اِلَیْهِمْ بِالْمَوَدَّةِ وَقَدْ كَفَرُوْا بِمَا جَآءَكُمْ مِّنَ الْحَقِّ ۚ— یُخْرِجُوْنَ الرَّسُوْلَ وَاِیَّاكُمْ اَنْ تُؤْمِنُوْا بِاللّٰهِ رَبِّكُمْ ؕ— اِنْ كُنْتُمْ خَرَجْتُمْ جِهَادًا فِیْ سَبِیْلِیْ وَابْتِغَآءَ مَرْضَاتِیْ تُسِرُّوْنَ اِلَیْهِمْ بِالْمَوَدَّةِ ۖۗ— وَاَنَا اَعْلَمُ بِمَاۤ اَخْفَیْتُمْ وَمَاۤ اَعْلَنْتُمْ ؕ— وَمَنْ یَّفْعَلْهُ مِنْكُمْ فَقَدْ ضَلَّ سَوَآءَ السَّبِیْلِ ۟
[۹]ای مؤمنانو!زما او ستاسې دښمنان دوستان مه نیسئ.تاسې ورسره دوستۍ کوئ او هغوی له حق نه منکر دي چې تاسې ته راغلی دی. رسول او تاسې یوازې پدې ګناه چې تاسې په خپل رب،الله ایمان راوړی له خپلو کورونو او وطن څخه وباسي.نو که تاسې په رښتیا د جهاد او زما د خوښې د ترلاسه کولو لپاره له خپلو کورونو او وطن څخه راوتلي یي(نو باید دا دوستي ونه کړئ)تاسې په پټه ورسره دوستي کوئ.او ماته ستاسې پټ او ښکاره ټول معلوم دي.او ستاسې هر څوک چې دا کار وکړي نو په یقیني توګه یې روغه لار ورکه کړه.
[۹] ـ د معتبرو روایتونو له مخې دا ایتونه د حاطب بن ابې بلتعه رضي الله عنه له هغه لیک نه وروسته نازل شوی چې د مکې قریشو ته یې په پټه لیږه.(تفسیر البیضاوی)
Esegesi in lingua araba:
اِنْ یَّثْقَفُوْكُمْ یَكُوْنُوْا لَكُمْ اَعْدَآءً وَّیَبْسُطُوْۤا اِلَیْكُمْ اَیْدِیَهُمْ وَاَلْسِنَتَهُمْ بِالسُّوْٓءِ وَوَدُّوْا لَوْ تَكْفُرُوْنَ ۟ؕ
که تاسو د کافرانو په لاس ورشئ،نو هغوی ستاسې پاخه دښمنان دي خپل لاسونه او ژبې به ستاسې د زوره ولو لپاره اوږدې کړي.ځکه چې هغوی خوښوي چې تاسې کافران شئ.
Esegesi in lingua araba:
لَنْ تَنْفَعَكُمْ اَرْحَامُكُمْ وَلَاۤ اَوْلَادُكُمْ ۛۚ— یَوْمَ الْقِیٰمَةِ ۛۚ— یَفْصِلُ بَیْنَكُمْ ؕ— وَاللّٰهُ بِمَا تَعْمَلُوْنَ بَصِیْرٌ ۟
د قیامت په ورځ به مو خپلوان او اولادونه هیڅ ګټه درته ونه رسوي.الله به ستاسې په مینځ کې پریکړه وکړي.او الله پاک ستاسې د کړنو ښه لیدونکی دی.
Esegesi in lingua araba:
قَدْ كَانَتْ لَكُمْ اُسْوَةٌ حَسَنَةٌ فِیْۤ اِبْرٰهِیْمَ وَالَّذِیْنَ مَعَهٗ ۚ— اِذْ قَالُوْا لِقَوْمِهِمْ اِنَّا بُرَءٰٓؤُا مِنْكُمْ وَمِمَّا تَعْبُدُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ ؗ— كَفَرْنَا بِكُمْ وَبَدَا بَیْنَنَا وَبَیْنَكُمُ الْعَدَاوَةُ وَالْبَغْضَآءُ اَبَدًا حَتّٰی تُؤْمِنُوْا بِاللّٰهِ وَحْدَهٗۤ اِلَّا قَوْلَ اِبْرٰهِیْمَ لِاَبِیْهِ لَاَسْتَغْفِرَنَّ لَكَ وَمَاۤ اَمْلِكُ لَكَ مِنَ اللّٰهِ مِنْ شَیْءٍ ؕ— رَبَّنَا عَلَیْكَ تَوَكَّلْنَا وَاِلَیْكَ اَنَبْنَا وَاِلَیْكَ الْمَصِیْرُ ۟
تاسې ته ابراهیم او د هغه مومن ملګري ښه او غوره نمونه ده چې:کله هغوی خپل قوم ته وویل:مونږ له تاسې او ستاسې له هغو معبودانو چې پرته له الله مو نیولي دي بیزاره یو. مونږ له تاسې نه منکر او زمونږ او ستاسې ترمینځ تر هغو چې تاسو په یو الله ایمان راوړئ تل پاتې دښمني او کینه اعلان ده.مګر د ابراهیم علیه السلام هغه خبره بیله ده.چې پلار ته یې ویلي وو چې زه به خامخا تاته بښنه وغواړم.که څه هم زما په وس کې نشته چې له الله نه ستا لپاره څه ترلاسه کړم.ای زمونږ ربه!خاص پر تا مو توکل کړی،خاص تاته مو پناه ده او خاص ستا په لور در ګرځیدل دي.
Esegesi in lingua araba:
رَبَّنَا لَا تَجْعَلْنَا فِتْنَةً لِّلَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَاغْفِرْ لَنَا رَبَّنَا ۚ— اِنَّكَ اَنْتَ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ ۟
ای زمونږ ربه!د کافران لپاره مو ازمیښت مه ګرځوه[۱۰]ای زمونږ ربه!مونږ ته بښنه وکړه بې شکه ته په هر څه برلاسی او د حکمت والا یې.
[۱۰] ـ د کافرانو د ازمیښت معنا داده چې پر مسلمانانو برلاسي شي نو خیال به وکړي که مسلمانان په حقه وای نو دوب به پرې نه برلاسي کیدل.(تفسیر البیضاوی)
Esegesi in lingua araba:
 
Traduzione significati Sura: Al-Mumtahanah
Indice Sure Numero di pagina
 
Traduzione dei Significati del Sacro Corano - TRADUZIONE PASHTU - Sarfaraz - Indice traduzioni

Traduzione a cura di Mawlawi Janbaz Sarfaraz

Chiudi