Check out the new design

Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Sarfaraz * - Teburin Bayani kan wasu Fassarori


Fassarar Ma'anoni Sura: Al'taubah   Aya:
اِنَّمَا النَّسِیْٓءُ زِیَادَةٌ فِی الْكُفْرِ یُضَلُّ بِهِ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا یُحِلُّوْنَهٗ عَامًا وَّیُحَرِّمُوْنَهٗ عَامًا لِّیُوَاطِـُٔوْا عِدَّةَ مَا حَرَّمَ اللّٰهُ فَیُحِلُّوْا مَا حَرَّمَ اللّٰهُ ؕ— زُیِّنَ لَهُمْ سُوْٓءُ اَعْمَالِهِمْ ؕ— وَاللّٰهُ لَا یَهْدِی الْقَوْمَ الْكٰفِرِیْنَ ۟۠
رښتیا خبره همداده چې د میاشتو وروسته کول د کفر زیاتوالی دی په دې توګه کافران لا لیار ورکي کیږي ځکه هغوی یو کال ځینې میاشتې حلالې ګڼي او بل کال یې بیا حرامې تر څو د الله له لورې د حرامو کړو شوو میاشتو شمیره پوره کړي او هغه څه حلال ګڼي چې الله حرام کړي دي بدې کړنې یې ورته ښایسته کړي شوي او الله پاک کافر قوم ته روغه لیار نه ښایي.
Tafsiran larabci:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا مَا لَكُمْ اِذَا قِیْلَ لَكُمُ انْفِرُوْا فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ اثَّاقَلْتُمْ اِلَی الْاَرْضِ ؕ— اَرَضِیْتُمْ بِالْحَیٰوةِ الدُّنْیَا مِنَ الْاٰخِرَةِ ۚ— فَمَا مَتَاعُ الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا فِی الْاٰخِرَةِ اِلَّا قَلِیْلٌ ۟
ای مؤمنانو! پر تاسې څه شوي دي چې کله درته د الله په لیار کې د وتلو خبره وشي تاسې د ځمکې په لور زور کوئ؟ایا تاسې د اخروی ژوند په پرتله ددنیا ژوند خوښ کړی دی که داسې وي نو پوه شئ چې دنیوي ګټې د اخرت په مقابل کې ډیر لږ ارزښت لري.
Tafsiran larabci:
اِلَّا تَنْفِرُوْا یُعَذِّبْكُمْ عَذَابًا اَلِیْمًا ۙ۬— وَّیَسْتَبْدِلْ قَوْمًا غَیْرَكُمْ وَلَا تَضُرُّوْهُ شَیْـًٔا ؕ— وَاللّٰهُ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ ۟
که تاسې د الله په لیار کې ونه اوځئ په عذاب به مو وربړوي او پر ځای به مو نور خلک مینځ ته راوړي او تاسې به الله ته هیڅ تاوان ونه شئ رسولای الله پر هر شي توانا او پیاوړی دی.
Tafsiran larabci:
اِلَّا تَنْصُرُوْهُ فَقَدْ نَصَرَهُ اللّٰهُ اِذْ اَخْرَجَهُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا ثَانِیَ اثْنَیْنِ اِذْ هُمَا فِی الْغَارِ اِذْ یَقُوْلُ لِصَاحِبِهٖ لَا تَحْزَنْ اِنَّ اللّٰهَ مَعَنَا ۚ— فَاَنْزَلَ اللّٰهُ سَكِیْنَتَهٗ عَلَیْهِ وَاَیَّدَهٗ بِجُنُوْدٍ لَّمْ تَرَوْهَا وَجَعَلَ كَلِمَةَ الَّذِیْنَ كَفَرُوا السُّفْلٰی ؕ— وَكَلِمَةُ اللّٰهِ هِیَ الْعُلْیَا ؕ— وَاللّٰهُ عَزِیْزٌ حَكِیْمٌ ۟
که تاسې د الله د رسول ملاتړ ونه کړئ هیڅ باک یې نشته ځکه چې الله پاک یې لا هغه وخت هم ملاتړ کړی وو چې کافرانو له خپل کور نه ویستلی له دوه سړیو نه دوه یم همدی وو کله چې دواړه په غار کې وو ده خپل ملګري ته وویل مه خفه کیږه په یقین چې الله زمونږ مل دی نو الله پاک پرې خپل ډاډ راښکته او په هغه لښکر یې دده ملاتړ وکړ چې تاسې نه لیده او په دې توګه یې د کافرانو خبره پریوتي او ټیټه وګرځوله لوړه او اوچته خو یوازې د الله خبره ده او الله پر هر څه برلاسی او د حکمت څښتن دی.
Tafsiran larabci:
 
Fassarar Ma'anoni Sura: Al'taubah
Teburin Jerin Sunayen Surori Lambar shafi
 
Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Sarfaraz - Teburin Bayani kan wasu Fassarori

Fassara da Mualulawi Janbaz Sarfaraz

Rufewa