Check out the new design

Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Sarfaraz * - Teburin Bayani kan wasu Fassarori


Fassarar Ma'anoni Sura: Al'taubah   Aya:
كَالَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِكُمْ كَانُوْۤا اَشَدَّ مِنْكُمْ قُوَّةً وَّاَكْثَرَ اَمْوَالًا وَّاَوْلَادًا ؕ— فَاسْتَمْتَعُوْا بِخَلَاقِهِمْ فَاسْتَمْتَعْتُمْ بِخَلَاقِكُمْ كَمَا اسْتَمْتَعَ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِكُمْ بِخَلَاقِهِمْ وَخُضْتُمْ كَالَّذِیْ خَاضُوْا ؕ— اُولٰٓىِٕكَ حَبِطَتْ اَعْمَالُهُمْ فِی الدُّنْیَا وَالْاٰخِرَةِ ۚ— وَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْخٰسِرُوْنَ ۟
ای منافقانو!تاسې کټ مټ د هغو خلکو په شان یي چې له تاسې وړاندې تیر شوي دي خو هغوی په زور کې له تاسې ډیر پیاوړي،مالونه او اولادونه یې زښت زیات وو. هغوی په خپله برخه مزې وکړې او تاسې هم په خپله برخه مزې وکړې لکه څنګه چې له تاسې نه وړاندې خلکو په خپله برخه مزې کړې وې او تاسې هم د هغوی په شان په اوتو بوتو سر شوئ نو ددې خلکو ټولې کړنې په دنیا او اخرت کې بابیزه او همدوی خورا زیانمن دي.
Tafsiran larabci:
اَلَمْ یَاْتِهِمْ نَبَاُ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ قَوْمِ نُوْحٍ وَّعَادٍ وَّثَمُوْدَ ۙ۬— وَقَوْمِ اِبْرٰهِیْمَ وَاَصْحٰبِ مَدْیَنَ وَالْمُؤْتَفِكٰتِ ؕ— اَتَتْهُمْ رُسُلُهُمْ بِالْبَیِّنٰتِ ۚ— فَمَا كَانَ اللّٰهُ لِیَظْلِمَهُمْ وَلٰكِنْ كَانُوْۤا اَنْفُسَهُمْ یَظْلِمُوْنَ ۟
ایا دې خلکو ته د تیرو شوو خلکو حالات ندي معلوم شوي؟ ایا د نوح د قوم،عادیانو،ثمودیانو،د ابراهیم د قوم،د مدین د خلکو په بل مخ اړول شوو کلیو[۱۵]خبر ورته نه دی رسیدلی؟هغوی ته پیغمبران له ټولو ښکاره دلیلونو سره راغلي وو.الله پاک په هغوی تیری نه دی کړی بلکې هغوی وو چې په ځانونو یي تیری کاو.
[۱۵] له ائتفاک نه اخیستل شوی چې د سرچپه کولو او بل مخ اړول په معنا ده مراد ترې د لوط قوم دی،افک کلمه هم له همدې باب نه ده چې رښتیا په درواغواړوي.(تفسیر البحر المحیط د ابي حیان الاندلسي الغرناطي).
Tafsiran larabci:
وَالْمُؤْمِنُوْنَ وَالْمُؤْمِنٰتُ بَعْضُهُمْ اَوْلِیَآءُ بَعْضٍ ۘ— یَاْمُرُوْنَ بِالْمَعْرُوْفِ وَیَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَیُقِیْمُوْنَ الصَّلٰوةَ وَیُؤْتُوْنَ الزَّكٰوةَ وَیُطِیْعُوْنَ اللّٰهَ وَرَسُوْلَهٗ ؕ— اُولٰٓىِٕكَ سَیَرْحَمُهُمُ اللّٰهُ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ عَزِیْزٌ حَكِیْمٌ ۟
او مؤمنان سړي او مؤمنانې ښځې ځینې د ځینو نورو دوستان دي. د نیکیو په لور بلنه کوي او له بدیو نه خلک منع کوي لمونځ و دروي زکات ورکوي او د الله او دهغه د رسول پوره مننه کوي پر همدغو خلکو به ډير ژر الله پاک مهرباني وکړي بې شکه چې الله پاک پر هر څه برلاسۍ او د حکمت څښتن دی.
Tafsiran larabci:
وَعَدَ اللّٰهُ الْمُؤْمِنِیْنَ وَالْمُؤْمِنٰتِ جَنّٰتٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ خٰلِدِیْنَ فِیْهَا وَمَسٰكِنَ طَیِّبَةً فِیْ جَنّٰتِ عَدْنٍ ؕ— وَرِضْوَانٌ مِّنَ اللّٰهِ اَكْبَرُ ؕ— ذٰلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِیْمُ ۟۠
الله پاک له مؤمنو سړیو او مؤمنو ښځو سره د هغو باغونو وعده کړې ده چې لاندې به ترې ویالې بهیږي تل تر تله به پکې وي او هم یې په تل سمسورو باغونو کې د ښکلو قصرونو وعده ورسره کړې او له دې د پاسه د الله رضا یې په برخه ده چې تر هر څه لوړه او غوره ده هو! همدا لوی بری دی.
Tafsiran larabci:
 
Fassarar Ma'anoni Sura: Al'taubah
Teburin Jerin Sunayen Surori Lambar shafi
 
Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Sarfaraz - Teburin Bayani kan wasu Fassarori

Fassara da Mualulawi Janbaz Sarfaraz

Rufewa