Check out the new design

Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Sarfaraz * - Teburin Bayani kan wasu Fassarori


Fassarar Ma'anoni Sura: Al'mudathir   Aya:
فَقُتِلَ كَیْفَ قَدَّرَ ۟ۙ
نو هلاک دې شي چې څرنګه اټکل یې کړی دی.
Tafsiran larabci:
ثُمَّ قُتِلَ كَیْفَ قَدَّرَ ۟ۙ
بیا دهلاک شي چې څرنګه اټکل یې کړی دی؟
Tafsiran larabci:
ثُمَّ نَظَرَ ۟ۙ
بیا یې وکتل.
Tafsiran larabci:
ثُمَّ عَبَسَ وَبَسَرَ ۟ۙ
بیا یې مخ تریو او تندی ګونجې کړ.
Tafsiran larabci:
ثُمَّ اَدْبَرَ وَاسْتَكْبَرَ ۟ۙ
بیا یې شا او لوي يي وکړه.
Tafsiran larabci:
فَقَالَ اِنْ هٰذَاۤ اِلَّا سِحْرٌ یُّؤْثَرُ ۟ۙ
نو ویې ویل:چې قران پرته له پخواني سحر څخه بل څه ندی.
Tafsiran larabci:
اِنْ هٰذَاۤ اِلَّا قَوْلُ الْبَشَرِ ۟ؕ
او پرته له دې چې کوم انسان خبرې وي بل څه ندی.
Tafsiran larabci:
سَاُصْلِیْهِ سَقَرَ ۟
ډير ژر به يي جهنم ته ننه باسم.
Tafsiran larabci:
وَمَاۤ اَدْرٰىكَ مَا سَقَرُ ۟ؕ
ته څه پوه کړې چې جهنم څه دی؟
Tafsiran larabci:
لَا تُبْقِیْ وَلَا تَذَرُ ۟ۚ
هیڅ شی پرې نه پاتې کیږي او نه څه پریږدي.
Tafsiran larabci:
لَوَّاحَةٌ لِّلْبَشَرِ ۟ۚ
د بدن ښکاره پوستکی سوزوي.
Tafsiran larabci:
عَلَیْهَا تِسْعَةَ عَشَرَ ۟ؕ
نولس ملایکې پرې مقررې شوي دي.
Tafsiran larabci:
وَمَا جَعَلْنَاۤ اَصْحٰبَ النَّارِ اِلَّا مَلٰٓىِٕكَةً ۪— وَّمَا جَعَلْنَا عِدَّتَهُمْ اِلَّا فِتْنَةً لِّلَّذِیْنَ كَفَرُوْا ۙ— لِیَسْتَیْقِنَ الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْكِتٰبَ وَیَزْدَادَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِیْمَانًا وَّلَا یَرْتَابَ الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْكِتٰبَ وَالْمُؤْمِنُوْنَ ۙ— وَلِیَقُوْلَ الَّذِیْنَ فِیْ قُلُوْبِهِمْ مَّرَضٌ وَّالْكٰفِرُوْنَ مَاذَاۤ اَرَادَ اللّٰهُ بِهٰذَا مَثَلًا ؕ— كَذٰلِكَ یُضِلُّ اللّٰهُ مَنْ یَّشَآءُ وَیَهْدِیْ مَنْ یَّشَآءُ ؕ— وَمَا یَعْلَمُ جُنُوْدَ رَبِّكَ اِلَّا هُوَ ؕ— وَمَا هِیَ اِلَّا ذِكْرٰی لِلْبَشَرِ ۟۠
مونږ د دوزخ ساتونکي یوازې ملایکې ګرځولي دي او شمیر يي مونږ کافرانو ته ازمیښت ګرځولی دی.تر څو د هغو خلکو چې(پخوا)کتاب ور کړای شوی باور پوخ،او د مؤمنانو ایمان زیات شي.اود کتاب خاوندان او مؤمنان شک ونه کړي.او د زړونو ناروغان او کافران ووايې چې له دې مثال څخه د الله اراده څه ده؟په همدې ډول د الله چې چاته خوښه شي بې لارې کوي يي.او چاته يي چې خوښه شي لار ورښايي.او ستا د رب لښکرې یوازې هغه ته معلومې دي او بس. او دا هر څه پرته لدې چې دانسانانو لپاره پندوي،بل څه ندي.
Tafsiran larabci:
كَلَّا وَالْقَمَرِ ۟ۙ
نه!قسم په سپوږمۍ.
Tafsiran larabci:
وَالَّیْلِ اِذْ اَدْبَرَ ۟ۙ
او قسم په شپه چې مخ په شا شي.
Tafsiran larabci:
وَالصُّبْحِ اِذَاۤ اَسْفَرَ ۟ۙ
او قسم: په سهار چې روڼ شي.
Tafsiran larabci:
اِنَّهَا لَاِحْدَی الْكُبَرِ ۟ۙ
بیشکه د دوزخ اور یو له لویو پيښو څخه دی.
Tafsiran larabci:
نَذِیْرًا لِّلْبَشَرِ ۟ۙ
د ټولو انسانانو لپاره ډارونکی دی.
Tafsiran larabci:
لِمَنْ شَآءَ مِنْكُمْ اَنْ یَّتَقَدَّمَ اَوْ یَتَاَخَّرَ ۟ؕ
نو د خلکو خوښه ده چې د اسلام په لور وړاندې ځي او که له کفر سره وروسته پاتې کیږي.
Tafsiran larabci:
كُلُّ نَفْسٍ بِمَا كَسَبَتْ رَهِیْنَةٌ ۟ۙ
هر ساکښ په خپلو کړو کې ګاڼه دی.
Tafsiran larabci:
اِلَّاۤ اَصْحٰبَ الْیَمِیْنِ ۟ؕۛ
خو پرته د ښي اړخ له خاوندانو.
Tafsiran larabci:
فِیْ جَنّٰتٍ ۛ۫— یَتَسَآءَلُوْنَ ۟ۙ
چې په جنتونو کې به یو له بل څخه پوښتنه کوي.
Tafsiran larabci:
عَنِ الْمُجْرِمِیْنَ ۟ۙ
د مجرمانو په هکله.
Tafsiran larabci:
مَا سَلَكَكُمْ فِیْ سَقَرَ ۟
او له مجرمانو څخه به هم پوښتي چې تاسې څه شي په دوزخ کې داخل کړئ.
Tafsiran larabci:
قَالُوْا لَمْ نَكُ مِنَ الْمُصَلِّیْنَ ۟ۙ
مجرمان به وايي:مونږ لمونځ کوونکي نه وو.
Tafsiran larabci:
وَلَمْ نَكُ نُطْعِمُ الْمِسْكِیْنَ ۟ۙ
او نه مو بې وزلو ته خوراک ور کاوو.
Tafsiran larabci:
وَكُنَّا نَخُوْضُ مَعَ الْخَآىِٕضِیْنَ ۟ۙ
او د اسلام په ضد لاس وهونکو سره به مو لاس واهه.
Tafsiran larabci:
وَكُنَّا نُكَذِّبُ بِیَوْمِ الدِّیْنِ ۟ۙ
او د جزا او سزا ورځ مو درواغ ګڼله.
Tafsiran larabci:
حَتّٰۤی اَتٰىنَا الْیَقِیْنُ ۟ؕ
تر هغو چې له مرګ سره مخ شو.
Tafsiran larabci:
 
Fassarar Ma'anoni Sura: Al'mudathir
Teburin Jerin Sunayen Surori Lambar shafi
 
Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Sarfaraz - Teburin Bayani kan wasu Fassarori

Fassara da Mualulawi Janbaz Sarfaraz

Rufewa