Check out the new design

Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Sarfaraz * - Teburin Bayani kan wasu Fassarori


Fassarar Ma'anoni Sura: Al'nisaa   Aya:
یٰۤاَهْلَ الْكِتٰبِ لَا تَغْلُوْا فِیْ دِیْنِكُمْ وَلَا تَقُوْلُوْا عَلَی اللّٰهِ اِلَّا الْحَقَّ ؕ— اِنَّمَا الْمَسِیْحُ عِیْسَی ابْنُ مَرْیَمَ رَسُوْلُ اللّٰهِ وَكَلِمَتُهٗ ۚ— اَلْقٰىهَاۤ اِلٰی مَرْیَمَ وَرُوْحٌ مِّنْهُ ؗ— فَاٰمِنُوْا بِاللّٰهِ وَرُسُلِهٖ ۫— وَلَا تَقُوْلُوْا ثَلٰثَةٌ ؕ— اِنْتَهُوْا خَیْرًا لَّكُمْ ؕ— اِنَّمَا اللّٰهُ اِلٰهٌ وَّاحِدٌ ؕ— سُبْحٰنَهٗۤ اَنْ یَّكُوْنَ لَهٗ وَلَدٌ ۘ— لَهٗ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَمَا فِی الْاَرْضِ ؕ— وَكَفٰی بِاللّٰهِ وَكِیْلًا ۟۠
ای اهل کتابو! په خپل دین کې له پولو مه اوړئ او الله جل جلاله ته پرته له حق خبرو د بل څه نسبت مه کوئ دا د کاڼې کرښه ده چې مسیح عیسې د مریمې ځوی د الله رسول او هغه کلمه یې ده چې مریمې ته یې ورکړی او د الله جل جلاله له لورې روح ؤ نو په الله او د هغه په رسولانو ایمان راوړئ او مه وایي چې خدایان دري دي له ډې څخه لاس واخلئ همدا ستاسې لپاره غوره ده - خبره همدا ده چې الله پاک یو دی له دې څخه پاک دی چې ځوی ولري هغه څه چې اسمانونو او ځمکه کې دي ټول هغه دي او الله پاک د کار جوړوونکي په صفت بس دی.
Tafsiran larabci:
لَنْ یَّسْتَنْكِفَ الْمَسِیْحُ اَنْ یَّكُوْنَ عَبْدًا لِّلّٰهِ وَلَا الْمَلٰٓىِٕكَةُ الْمُقَرَّبُوْنَ ؕ— وَمَنْ یَّسْتَنْكِفْ عَنْ عِبَادَتِهٖ وَیَسْتَكْبِرْ فَسَیَحْشُرُهُمْ اِلَیْهِ جَمِیْعًا ۟
مسیح له دې خبرې له سره عار او شرم نه کوي چې هغه دی د الله غلام او بنده وي او نه الله ته نژدی ملایکې له دی خبرې څخه عار او شرم کوي او هر څوک چې د الله له عبادت څخه عار او شرم خپل او لویې وکړي نو الله به ډیر ژر د ځان په لور راټول کړي.
Tafsiran larabci:
فَاَمَّا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ فَیُوَفِّیْهِمْ اُجُوْرَهُمْ وَیَزِیْدُهُمْ مِّنْ فَضْلِهٖ ۚ— وَاَمَّا الَّذِیْنَ اسْتَنْكَفُوْا وَاسْتَكْبَرُوْا فَیُعَذِّبُهُمْ عَذَابًا اَلِیْمًا ۙ۬— وَّلَا یَجِدُوْنَ لَهُمْ مِّنْ دُوْنِ اللّٰهِ وَلِیًّا وَّلَا نَصِیْرًا ۟
نو کومو کسانو چې ایمان راوړی او نیکي یي کړي دي الله به يې اجر پوره ورکړي او له خپلې لورینې نه به زیاتوالی هم ورکړي او کومو کسانو چې ننګ او عار خپل کړی او لويي یې کړي ده نو په دردناک عذاب به یې وکړوي او له الله څخه پرته به نه کار جوړوونکی او نه ملاتړی مینده کړای شي.
Tafsiran larabci:
یٰۤاَیُّهَا النَّاسُ قَدْ جَآءَكُمْ بُرْهَانٌ مِّنْ رَّبِّكُمْ وَاَنْزَلْنَاۤ اِلَیْكُمْ نُوْرًا مُّبِیْنًا ۟
ای خلکو! تاسې ته ستاسې د رب له لورې ښکاره دلیل[۲] راغلی او مونږ تاسې ته روښانه[۳] رڼا نازله کړې ده.
[۲] حضرت محمد صلی الله علیه وسلم( فتح القدیر)
[۳] قران کریم( فتح القدیر)
Tafsiran larabci:
فَاَمَّا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا بِاللّٰهِ وَاعْتَصَمُوْا بِهٖ فَسَیُدْخِلُهُمْ فِیْ رَحْمَةٍ مِّنْهُ وَفَضْلٍ ۙ— وَّیَهْدِیْهِمْ اِلَیْهِ صِرَاطًا مُّسْتَقِیْمًا ۟ؕ
نو چا چې په الله ایمان راوړی او د هغه په دین یې منګولي لګولي الله به یې ډیر ژر په خپل رحمت کې داخل، په لورینه به یې ونازوي او خپل لور ته به سمه او نیغه لار وروښایې.
Tafsiran larabci:
 
Fassarar Ma'anoni Sura: Al'nisaa
Teburin Jerin Sunayen Surori Lambar shafi
 
Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Sarfaraz - Teburin Bayani kan wasu Fassarori

Fassara da Mualulawi Janbaz Sarfaraz

Rufewa