Check out the new design

Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Sarfaraz * - Teburin Bayani kan wasu Fassarori


Fassarar Ma'anoni Sura: Al'nisaa   Aya:
لَا یَسْتَوِی الْقٰعِدُوْنَ مِنَ الْمُؤْمِنِیْنَ غَیْرُ اُولِی الضَّرَرِ وَالْمُجٰهِدُوْنَ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ بِاَمْوَالِهِمْ وَاَنْفُسِهِمْ ؕ— فَضَّلَ اللّٰهُ الْمُجٰهِدِیْنَ بِاَمْوَالِهِمْ وَاَنْفُسِهِمْ عَلَی الْقٰعِدِیْنَ دَرَجَةً ؕ— وَكُلًّا وَّعَدَ اللّٰهُ الْحُسْنٰی ؕ— وَفَضَّلَ اللّٰهُ الْمُجٰهِدِیْنَ عَلَی الْقٰعِدِیْنَ اَجْرًا عَظِیْمًا ۟ۙ
بې له عذره ناست مومنان له هغو مجاهدینو سره برابر نه دي چې د الله په لار کې په خپلو مالونو او ځانونو سره جهاد کوي، الله پاک هغه کسان چې په خپلو مالونو او ځانونو سره جهاد کوي پر هغو چې ناست دي په درجه کې لوړ کړي دي، الله پاک له ټولو سره دښې جزا وعده کړې ده او مجاهدین یې په ناستو خلکو په لوی اجر سره لوړ کړي دي.
Tafsiran larabci:
دَرَجٰتٍ مِّنْهُ وَمَغْفِرَةً وَّرَحْمَةً ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ غَفُوْرًا رَّحِیْمًا ۟۠
د الله له لورې ورته درجې او مرتبې دي، بښنه او رحمت دی او الله پاک ښه بښونکی ډیر مهربان دی.
Tafsiran larabci:
اِنَّ الَّذِیْنَ تَوَفّٰىهُمُ الْمَلٰٓىِٕكَةُ ظَالِمِیْۤ اَنْفُسِهِمْ قَالُوْا فِیْمَ كُنْتُمْ ؕ— قَالُوْا كُنَّا مُسْتَضْعَفِیْنَ فِی الْاَرْضِ ؕ— قَالُوْۤا اَلَمْ تَكُنْ اَرْضُ اللّٰهِ وَاسِعَةً فَتُهَاجِرُوْا فِیْهَا ؕ— فَاُولٰٓىِٕكَ مَاْوٰىهُمْ جَهَنَّمُ ؕ— وَسَآءَتْ مَصِیْرًا ۟ۙ
کله چې ملایکې له هغو کسانو څخه چې پر ځانونو یې ظلم کړی روح اخلي نو ورته به وایې چې تاسې په څه حال کې واست؟ هغوی به ووایې چې مونږ په ځمکه کې بې وسې کړی شوي وو ملایکې به ورته وایې: ایا د الله ځمکه پراخه نه وه چې هجرت مو پکې کړی وای؟ نو د همدې خلکو د ورتګ ځای جهنم دی او هغه د ورتګ خورا ډير بد ځای دی.
Tafsiran larabci:
اِلَّا الْمُسْتَضْعَفِیْنَ مِنَ الرِّجَالِ وَالنِّسَآءِ وَالْوِلْدَانِ لَا یَسْتَطِیْعُوْنَ حِیْلَةً وَّلَا یَهْتَدُوْنَ سَبِیْلًا ۟ۙ
خو پرته له هغو بې وسه کړو شوو سړیو، ښځو او کوچنیانو چې نه يې کومه وسیله په توان کې وي او نه د وتلو لار میندلای شي.
Tafsiran larabci:
فَاُولٰٓىِٕكَ عَسَی اللّٰهُ اَنْ یَّعْفُوَ عَنْهُمْ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ عَفُوًّا غَفُوْرًا ۟
کیدای شي چې الله پاک هغوی ته عفوه وکړي الله پاک عفوه کوونکی او بښونکې دی.
Tafsiran larabci:
وَمَنْ یُّهَاجِرْ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ یَجِدْ فِی الْاَرْضِ مُرٰغَمًا كَثِیْرًا وَّسَعَةً ؕ— وَمَنْ یَّخْرُجْ مِنْ بَیْتِهٖ مُهَاجِرًا اِلَی اللّٰهِ وَرَسُوْلِهٖ ثُمَّ یُدْرِكْهُ الْمَوْتُ فَقَدْ وَقَعَ اَجْرُهٗ عَلَی اللّٰهِ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ غَفُوْرًا رَّحِیْمًا ۟۠
او هرڅوک چې د الله په لار کې هجرت وکړي په ځمکه کې به د ارام ډیر ځایونه او په ژوند کې به پراخي مینده کړي، او هر څوک چې له خپل کور نه د الله او د هغه د رسول په لور هجرت کوونکی ووځي بیا یې مرګ راګیر کړي نو په یقین چې اجر یې پر الله ثابت شو، او الله پاک ډیر بښونکی او د ډیر رحم څښتن دی.
Tafsiran larabci:
وَاِذَا ضَرَبْتُمْ فِی الْاَرْضِ فَلَیْسَ عَلَیْكُمْ جُنَاحٌ اَنْ تَقْصُرُوْا مِنَ الصَّلٰوةِ ۖۗ— اِنْ خِفْتُمْ اَنْ یَّفْتِنَكُمُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا ؕ— اِنَّ الْكٰفِرِیْنَ كَانُوْا لَكُمْ عَدُوًّا مُّبِیْنًا ۟
او کله چې تاسې په ځمکه کې سفر کاو نو هیڅ ګناه نشته چې لمونځ مو قصر کړئ ( په خاص ډول هله چې) تاسې ډاریدئ چې کافران به مو په کومه فتنه او ستونزه کې راګیر کړي بې له شکه چې کافران ستاسې ښکاره دښمنان دي.
Tafsiran larabci:
 
Fassarar Ma'anoni Sura: Al'nisaa
Teburin Jerin Sunayen Surori Lambar shafi
 
Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Sarfaraz - Teburin Bayani kan wasu Fassarori

Fassara da Mualulawi Janbaz Sarfaraz

Rufewa