Check out the new design

Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Sarfaraz * - Teburin Bayani kan wasu Fassarori


Fassarar Ma'anoni Sura: Al'ahzab   Aya:
مِنَ الْمُؤْمِنِیْنَ رِجَالٌ صَدَقُوْا مَا عَاهَدُوا اللّٰهَ عَلَیْهِ ۚ— فَمِنْهُمْ مَّنْ قَضٰی نَحْبَهٗ وَمِنْهُمْ مَّنْ یَّنْتَظِرُ ۖؗ— وَمَا بَدَّلُوْا تَبْدِیْلًا ۟ۙ
په مؤمنانو کې داسې سړي شته چې له الله سره یې خپله وعده پوره کړه.ځینو يي خپل نذر پوره او ځیني یي په انتظار کط دی.او خپله لار یې نه ده بدله کړې.
Tafsiran larabci:
لِّیَجْزِیَ اللّٰهُ الصّٰدِقِیْنَ بِصِدْقِهِمْ وَیُعَذِّبَ الْمُنٰفِقِیْنَ اِنْ شَآءَ اَوْ یَتُوْبَ عَلَیْهِمْ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ كَانَ غَفُوْرًا رَّحِیْمًا ۟ۚ
تر څو الله رښتینو ته د هغوی د رښتینولۍ بدل ور پوره او که خوښه یې شوه نو منافقان وربړوی او یا يي توبه ومني.بې له شکه چې الله ښه بښونکی ډير مهربان دی.
Tafsiran larabci:
وَرَدَّ اللّٰهُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا بِغَیْظِهِمْ لَمْ یَنَالُوْا خَیْرًا ؕ— وَكَفَی اللّٰهُ الْمُؤْمِنِیْنَ الْقِتَالَ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ قَوِیًّا عَزِیْزًا ۟ۚ
الله پاک کافران له غصې نه خوټیدونکي په داسې حال کې په ستنه کړل چې هیڅ ګټه یې نه وه ترلاسه کړې.او مؤمنانو ته په جنګ کې یوازې یو الله بس دی.او الله پیاوړی او برلاسۍ دی.
Tafsiran larabci:
وَاَنْزَلَ الَّذِیْنَ ظَاهَرُوْهُمْ مِّنْ اَهْلِ الْكِتٰبِ مِنْ صَیَاصِیْهِمْ وَقَذَفَ فِیْ قُلُوْبِهِمُ الرُّعْبَ فَرِیْقًا تَقْتُلُوْنَ وَتَاْسِرُوْنَ فَرِیْقًا ۟ۚ
او الله هغه اهل کتاب چې د کافرانو ملاتړ یې کړی و له خپلو لویو کلاګانو څخه راوښکل او په زړونو کې یې ډار ور واچاو چې دادی نن یي تاسې ځیني وژنئ او ځیني نور یې لاس تړلي وړئ.
Tafsiran larabci:
وَاَوْرَثَكُمْ اَرْضَهُمْ وَدِیَارَهُمْ وَاَمْوَالَهُمْ وَاَرْضًا لَّمْ تَطَـُٔوْهَا ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرًا ۟۠
د هغوی ځمکه،کورونه او مالونه یي ستاسې په برخه او هغه ځمکه یې هم درکړه چې لا تر اوسه ستاسې قدمونه هلته نه دی رسیدلي.او الله پر هر شي پیاوړی دی.
Tafsiran larabci:
یٰۤاَیُّهَا النَّبِیُّ قُلْ لِّاَزْوَاجِكَ اِنْ كُنْتُنَّ تُرِدْنَ الْحَیٰوةَ الدُّنْیَا وَزِیْنَتَهَا فَتَعَالَیْنَ اُمَتِّعْكُنَّ وَاُسَرِّحْكُنَّ سَرَاحًا جَمِیْلًا ۟
ای پیغمبره!خپلو ښځو ته ووایه:که تاسي دنیوي ژوند او ښایست غواړئ؟نو راشئ چې ښه څوري درکړم او بیا مو په ښه وضعیت سره خوشې کړم.
Tafsiran larabci:
وَاِنْ كُنْتُنَّ تُرِدْنَ اللّٰهَ وَرَسُوْلَهٗ وَالدَّارَ الْاٰخِرَةَ فَاِنَّ اللّٰهَ اَعَدَّ لِلْمُحْسِنٰتِ مِنْكُنَّ اَجْرًا عَظِیْمًا ۟
او که الله،د هغه رسول او د اخرت کور غواړئ نو پوه شئ چې الله پاک ستاسې نیک عملو ته ډیر لوی اجر تیار کړی دی.
Tafsiran larabci:
یٰنِسَآءَ النَّبِیِّ مَنْ یَّاْتِ مِنْكُنَّ بِفَاحِشَةٍ مُّبَیِّنَةٍ یُّضٰعَفْ لَهَا الْعَذَابُ ضِعْفَیْنِ ؕ— وَكَانَ ذٰلِكَ عَلَی اللّٰهِ یَسِیْرًا ۟
ای د پیغمبر میرمنو!که ستاسې هره یوه ښکاره بد کار وکړي،نو دوه برخې عذاب به ور کړای شي.او دا کار الله ته ډیر اسان دی.
Tafsiran larabci:
 
Fassarar Ma'anoni Sura: Al'ahzab
Teburin Jerin Sunayen Surori Lambar shafi
 
Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Sarfaraz - Teburin Bayani kan wasu Fassarori

Fassara da Mualulawi Janbaz Sarfaraz

Rufewa