Check out the new design

Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Sarfaraz * - Teburin Bayani kan wasu Fassarori


Fassarar Ma'anoni Sura: Al'ahzab   Aya:
یَسْـَٔلُكَ النَّاسُ عَنِ السَّاعَةِ ؕ— قُلْ اِنَّمَا عِلْمُهَا عِنْدَ اللّٰهِ ؕ— وَمَا یُدْرِیْكَ لَعَلَّ السَّاعَةَ تَكُوْنُ قَرِیْبًا ۟
ای پیغمبره! خلک له تانه د قیامت پوښتنه کوي. ووایه چې د هغه علم یوازې له الله سره دی. ته څه خبر يې؟ ښآيې ډیز نژدې وي.
Tafsiran larabci:
اِنَّ اللّٰهَ لَعَنَ الْكٰفِرِیْنَ وَاَعَدَّ لَهُمْ سَعِیْرًا ۟ۙ
بې له شکه الله پر کافرانو لعنت کړی او لمبه وهونکی اور يې ورته تیار کړی دی.
Tafsiran larabci:
خٰلِدِیْنَ فِیْهَاۤ اَبَدًا ۚ— لَا یَجِدُوْنَ وَلِیًّا وَّلَا نَصِیْرًا ۟ۚ
تل تر تله به پکې وي. هیڅ دوست او ملاتړ به ونه مومي.
Tafsiran larabci:
یَوْمَ تُقَلَّبُ وُجُوْهُهُمْ فِی النَّارِ یَقُوْلُوْنَ یٰلَیْتَنَاۤ اَطَعْنَا اللّٰهَ وَاَطَعْنَا الرَّسُوْلَا ۟
په کومه ورځ چې د هغوی مخونه په اور کې ښه واړول راواړول شي وبه وای کاشکې چې مونږ د الله او رسول منلې وای.
Tafsiran larabci:
وَقَالُوْا رَبَّنَاۤ اِنَّاۤ اَطَعْنَا سَادَتَنَا وَكُبَرَآءَنَا فَاَضَلُّوْنَا السَّبِیْلَا ۟
او وايې به چې: ای زمونږ ربه! مونږ د خپلو سردارانو او مشرانو پسې تللي وو خو هغوی مونږ بې لارې کړو.
Tafsiran larabci:
رَبَّنَاۤ اٰتِهِمْ ضِعْفَیْنِ مِنَ الْعَذَابِ وَالْعَنْهُمْ لَعْنًا كَبِیْرًا ۟۠
نو ای زمونږ ربه! هغوی ته دوه برابره عذاب ورکړه او په لوی لعنت يې ککړ کړه.
Tafsiran larabci:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تَكُوْنُوْا كَالَّذِیْنَ اٰذَوْا مُوْسٰی فَبَرَّاَهُ اللّٰهُ مِمَّا قَالُوْا ؕ— وَكَانَ عِنْدَ اللّٰهِ وَجِیْهًا ۟
ای مؤمنانو! د هغو خلکو په شان مه کیږئ چې موسی علیه السلام يي ربړولی و[۶] الله موسی د هغوی له خبرو نه پاک کړ. او هغه د الله په وړاندې خورا مخور او عزتمن ؤ.
[۶] موسی ي په دې ربړولی و چې ویل يې خپل ورور هارون يې وژلی یا دا چې یوې زناکارې ښځې ته ځینو ظالمانو روپی ورکړی چې پر موسی د زنا تور وتړي( البحر المحیط)
Tafsiran larabci:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوا اتَّقُوا اللّٰهَ وَقُوْلُوْا قَوْلًا سَدِیْدًا ۟ۙ
ای مؤمنانو! له الله وډار شئ او روغه خبره کوئ.
Tafsiran larabci:
یُّصْلِحْ لَكُمْ اَعْمَالَكُمْ وَیَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوْبَكُمْ ؕ— وَمَنْ یُّطِعِ اللّٰهَ وَرَسُوْلَهٗ فَقَدْ فَازَ فَوْزًا عَظِیْمًا ۟
الله به ستاسې کړني سمې کړي او ګناهونه به مو درته وبښي. او هر چا چې د الله او د هغه د رسول مننه وکړه نو خورا لوی بری يې تر لاسه کړ.
Tafsiran larabci:
اِنَّا عَرَضْنَا الْاَمَانَةَ عَلَی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَالْجِبَالِ فَاَبَیْنَ اَنْ یَّحْمِلْنَهَا وَاَشْفَقْنَ مِنْهَا وَحَمَلَهَا الْاِنْسَانُ ؕ— اِنَّهٗ كَانَ ظَلُوْمًا جَهُوْلًا ۟ۙ
مونږ چې دغه امانت اسمانونو، ځمکې او غرونو ته وړاندې کړ نو هغوی يي له اخیستلو نه ډډه وکړه او ترې وډاریدل خو انسان خپل کړ. په رښتیا چې انسان خورا تیری کوونکی او ډیر ناپوه دی.
Tafsiran larabci:
لِّیُعَذِّبَ اللّٰهُ الْمُنٰفِقِیْنَ وَالْمُنٰفِقٰتِ وَالْمُشْرِكِیْنَ وَالْمُشْرِكٰتِ وَیَتُوْبَ اللّٰهُ عَلَی الْمُؤْمِنِیْنَ وَالْمُؤْمِنٰتِ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ غَفُوْرًا رَّحِیْمًا ۟۠
ترڅو بالاخره الله منافقو سړیو منافقو ښخو مشرکو سړیو او مشرکو ښځو ته سزا ورکي او د مومنو سړیو او مومنو ښځو توبه قبوله کړي. الله ښه بښونکی او مهربان دی.
Tafsiran larabci:
 
Fassarar Ma'anoni Sura: Al'ahzab
Teburin Jerin Sunayen Surori Lambar shafi
 
Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Sarfaraz - Teburin Bayani kan wasu Fassarori

Fassara da Mualulawi Janbaz Sarfaraz

Rufewa