Check out the new design

Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Sarfaraz * - Teburin Bayani kan wasu Fassarori


Fassarar Ma'anoni Sura: Yusuf   Aya:
وَمَا تَسْـَٔلُهُمْ عَلَیْهِ مِنْ اَجْرٍ ؕ— اِنْ هُوَ اِلَّا ذِكْرٌ لِّلْعٰلَمِیْنَ ۟۠
او ته له هغوی نه په دې قران څه بدل هم نه غواړې. دا قران یو پند او نصیحت د ټول عالم لپاره دی.
Tafsiran larabci:
وَكَاَیِّنْ مِّنْ اٰیَةٍ فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ یَمُرُّوْنَ عَلَیْهَا وَهُمْ عَنْهَا مُعْرِضُوْنَ ۟
او په اسمانونو او ځمکه کې خورا ډيرې نښاني دي چې هغوی پرې تیریږي خو بیا هم ترې مخ اړوي.
Tafsiran larabci:
وَمَا یُؤْمِنُ اَكْثَرُهُمْ بِاللّٰهِ اِلَّا وَهُمْ مُّشْرِكُوْنَ ۟
او زیاتره ئی الله مني خو نور ورسره شریکوي.
Tafsiran larabci:
اَفَاَمِنُوْۤا اَنْ تَاْتِیَهُمْ غَاشِیَةٌ مِّنْ عَذَابِ اللّٰهِ اَوْ تَاْتِیَهُمُ السَّاعَةُ بَغْتَةً وَّهُمْ لَا یَشْعُرُوْنَ ۟
ایا دوی له دې نه ډاډه دي چې د الله له لورې يې کومه هر اړخیزه بلا ونیسي؟ او یا ورته په ناببره توګه قیامت راشي؟ په داسې حال کې چې هغوی يې هیڅ اټکل نه کوي؟.
Tafsiran larabci:
قُلْ هٰذِهٖ سَبِیْلِیْۤ اَدْعُوْۤا اِلَی اللّٰهِ ؔ۫— عَلٰی بَصِیْرَةٍ اَنَا وَمَنِ اتَّبَعَنِیْ ؕ— وَسُبْحٰنَ اللّٰهِ وَمَاۤ اَنَا مِنَ الْمُشْرِكِیْنَ ۟
ای محمده! ووایه چې دا زما لار ده چې په ښه بصیرت او پوهې سره زه او زما پیروان د الله په لور بلنه کوو. ټولې پاکۍ الله ته دي او زه د مشرکانو له ډلې څخه نه یم.
Tafsiran larabci:
وَمَاۤ اَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ اِلَّا رِجَالًا نُّوْحِیْۤ اِلَیْهِمْ مِّنْ اَهْلِ الْقُرٰی ؕ— اَفَلَمْ یَسِیْرُوْا فِی الْاَرْضِ فَیَنْظُرُوْا كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ ؕ— وَلَدَارُ الْاٰخِرَةِ خَیْرٌ لِّلَّذِیْنَ اتَّقَوْا ؕ— اَفَلَا تَعْقِلُوْنَ ۟
او مونږ له تانه وړاندې هم یوازې سړي[۱۲] د رسولانو په توګه لیږلي مونږ هغوی ته وحې لیږله او د همدغو ښارونو او کلیو [۱۳] خلک وو. ایا دوی په ځمکه کې نه ګرځيږي چې وویني چې له دوی نه د پخوانیو خلکو پای څه شوه؟ او هو! د اخرت کور د هغو کسان لپاره ډیر غوره دی چې له شرک نه ځان وژغوري. ایا نو تاسې له عقل نه کار نه اخلئ.
[۱۲] رسولان یوازې سړي وو ملائک، پیریان او ښځې هیڅکه د رسول په توګه نه دي ټاکل شوي( ابن جریر الطبری).
[۱۳] د همدغو کلیو خلک به وو کوم نابلد او نا اشنا خلک به نه وو.
Tafsiran larabci:
حَتّٰۤی اِذَا اسْتَیْـَٔسَ الرُّسُلُ وَظَنُّوْۤا اَنَّهُمْ قَدْ كُذِبُوْا جَآءَهُمْ نَصْرُنَا ۙ— فَنُجِّیَ مَنْ نَّشَآءُ ؕ— وَلَا یُرَدُّ بَاْسُنَا عَنِ الْقَوْمِ الْمُجْرِمِیْنَ ۟
د پخوانیو امتونو خبره ان تر دې رسیدلي وه چې رسولان به مایوسه او قوم به ګومان کاوو چې رسول ورته درواغ [۱۴] ویلي دي په ناڅاپي توګه پیغمبرانو ته زمونږ مرسته راغلې او هغه چا ته نجات ورکړای شوی چې زمونږ خوښه وه. او له بد کارانو نه زمونږ د عذاب مخه هیڅکله نه شي اړول کیدای.
[۱۴] رسول يي ورته درواغ ویلي که ایمان رانه وړي عذاب به پرې راشي او یايي معنا ده چې د رسولانو باور راغی چې دوراغجن وګڼل شول( ابن جریر الطبری).
Tafsiran larabci:
لَقَدْ كَانَ فِیْ قَصَصِهِمْ عِبْرَةٌ لِّاُولِی الْاَلْبَابِ ؕ— مَا كَانَ حَدِیْثًا یُّفْتَرٰی وَلٰكِنْ تَصْدِیْقَ الَّذِیْ بَیْنَ یَدَیْهِ وَتَفْصِیْلَ كُلِّ شَیْءٍ وَّهُدًی وَّرَحْمَةً لِّقَوْمٍ یُّؤْمِنُوْنَ ۟۠
په باوري توګه په دې کیسو کې د عقل څښتنانو لپاره لوی پند او عبرت دی دا قران کومې د ځانه جوړ شوې خبرې نه بلکې د ټولو هغو کتابونو تائید کوي چې له ده وړاندې راغلي د هر څه بشپړ بیان او د ایمان راوړنکي اولس لپاره هدایت او رحمت دی.
Tafsiran larabci:
 
Fassarar Ma'anoni Sura: Yusuf
Teburin Jerin Sunayen Surori Lambar shafi
 
Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Sarfaraz - Teburin Bayani kan wasu Fassarori

Fassara da Mualulawi Janbaz Sarfaraz

Rufewa