Check out the new design

કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - પશ્તો ભાષામાં અનુવાદ - સરફરાઝ * - ભાષાંતરોની અનુક્રમણિકા


શબ્દોનું ભાષાંતર સૂરહ: અલ્ કસસ   આયત:
وَمَاۤ اُوْتِیْتُمْ مِّنْ شَیْءٍ فَمَتَاعُ الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا وَزِیْنَتُهَا ۚ— وَمَا عِنْدَ اللّٰهِ خَیْرٌ وَّاَبْقٰی ؕ— اَفَلَا تَعْقِلُوْنَ ۟۠
هغه چې تاسې ته درکړای شوې د دنیا ګټه او ښایست دی او هغه چې له الله سره دي ګټور او تل پاتې دي ـ ایا تاسې له عقل نه کار نه اخلئ.
અરબી તફસીરો:
اَفَمَنْ وَّعَدْنٰهُ وَعْدًا حَسَنًا فَهُوَ لَاقِیْهِ كَمَنْ مَّتَّعْنٰهُ مَتَاعَ الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا ثُمَّ هُوَ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ مِنَ الْمُحْضَرِیْنَ ۟
ایا هغه څوک چې مونږ ورسره نیکه او ښه وعده کړې او هغه يې میندونکی هم وي د هغه چا په شان دی چې مونږ یوازې د دنیا ګټې ورکړې وي بیا به دقیامت په ورځ د هغو کسانو په ډله کې وي چې عذاب ته حاضرولای شي؟
અરબી તફસીરો:
وَیَوْمَ یُنَادِیْهِمْ فَیَقُوْلُ اَیْنَ شُرَكَآءِیَ الَّذِیْنَ كُنْتُمْ تَزْعُمُوْنَ ۟
او هغه ورځ یاده لرئ چې الله پرې غږ وکړي چې اوس چیرې دي زما هغه شریکان چې تاسو پرې ګومان کاوو؟
અરબી તફસીરો:
قَالَ الَّذِیْنَ حَقَّ عَلَیْهِمُ الْقَوْلُ رَبَّنَا هٰۤؤُلَآءِ الَّذِیْنَ اَغْوَیْنَا ۚ— اَغْوَیْنٰهُمْ كَمَا غَوَیْنَا ۚ— تَبَرَّاْنَاۤ اِلَیْكَ ؗ— مَا كَانُوْۤا اِیَّانَا یَعْبُدُوْنَ ۟
په هغو خلکو چې خبره پرې کره شوې وايې به پروردګاره! دا خلک مونږ هغه شان بې لارې کړي وو چې مونږ په خپله بې لارې شوي وو. مونږ اوس تاته له دوی نه خپله بې زاري اعلانوو دوی زمونږ عبادت نه کاو.
અરબી તફસીરો:
وَقِیْلَ ادْعُوْا شُرَكَآءَكُمْ فَدَعَوْهُمْ فَلَمْ یَسْتَجِیْبُوْا لَهُمْ وَرَاَوُا الْعَذَابَ ۚ— لَوْ اَنَّهُمْ كَانُوْا یَهْتَدُوْنَ ۟
دوی ته به وویل شي چې اوس خپل شریکان راوبلئ؟ هغوی به يې وبلي خو هیڅ ځواب به ورنه کړي، او عذاب به په رڼو سترګو ګوري، او ارمان به وکړي چې کاشکې مونږ هم لار میندلې وای.
અરબી તફસીરો:
وَیَوْمَ یُنَادِیْهِمْ فَیَقُوْلُ مَاذَاۤ اَجَبْتُمُ الْمُرْسَلِیْنَ ۟
او هغه ورځ یاده کړه چې الله پرې غږ وکړي او ورته ووايې چې تاسې رسولانو ته څه ځواب ویلی و؟
અરબી તફસીરો:
فَعَمِیَتْ عَلَیْهِمُ الْاَنْۢبَآءُ یَوْمَىِٕذٍ فَهُمْ لَا یَتَسَآءَلُوْنَ ۟
نو په دې ورځ به ترې ټولي خبرې ورکې او یو به له بل نه پوښتنه هم نه کوي.
અરબી તફસીરો:
فَاَمَّا مَنْ تَابَ وَاٰمَنَ وَعَمِلَ صَالِحًا فَعَسٰۤی اَنْ یَّكُوْنَ مِنَ الْمُفْلِحِیْنَ ۟
خو که نن چا توبه وښکلې، ایمان يې راوړی او نیکې کړنې يې کړې وي کیدای شي چې دا وړ خلک له نجات میندونکو څخه وي.
અરબી તફસીરો:
وَرَبُّكَ یَخْلُقُ مَا یَشَآءُ وَیَخْتَارُ ؕ— مَا كَانَ لَهُمُ الْخِیَرَةُ ؕ— سُبْحٰنَ اللّٰهِ وَتَعٰلٰی عَمَّا یُشْرِكُوْنَ ۟
او ستا رب چې څه وغواړي پیدا کوي ئې او غوره کوي يې. په دې کې د هغوی څه واک نشته. الله له هغه څه نه ډیر پاک او لوړ دی چې هغوی يې ورسره شریکوي.
અરબી તફસીરો:
وَرَبُّكَ یَعْلَمُ مَا تُكِنُّ صُدُوْرُهُمْ وَمَا یُعْلِنُوْنَ ۟
او ستا رب ته هغه ټول څیزونه ښه معلوم دي چې هغوی يي په سینو کې پټوي او یا يې ښکاره کوي.
અરબી તફસીરો:
وَهُوَ اللّٰهُ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ ؕ— لَهُ الْحَمْدُ فِی الْاُوْلٰی وَالْاٰخِرَةِ ؗ— وَلَهُ الْحُكْمُ وَاِلَیْهِ تُرْجَعُوْنَ ۟
او الله هغه ذات دی چې پرته له هغه بل معبود نشته. د دنیا او اخرت ټولې ستاینې یوازې د هغه دي. واکمني یوازې د هغه او یوازې هغه ته به تاسې ورګرځول کیږئ.
અરબી તફસીરો:
 
શબ્દોનું ભાષાંતર સૂરહ: અલ્ કસસ
સૂરહ માટે અનુક્રમણિકા પેજ નંબર
 
કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - પશ્તો ભાષામાં અનુવાદ - સરફરાઝ - ભાષાંતરોની અનુક્રમણિકા

મૌલવી જાનબાઝ સરફરાઝ દ્વારા અનુવાદિત.

બંધ કરો