Check out the new design

કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - પશ્તો ભાષામાં અનુવાદ - સરફરાઝ * - ભાષાંતરોની યાદી


શબ્દોનું ભાષાંતર સૂરહ: અલ્ કસસ   આયત:
وَلَقَدْ وَصَّلْنَا لَهُمُ الْقَوْلَ لَعَلَّهُمْ یَتَذَكَّرُوْنَ ۟ؕ
او مونږ د نصیحت او خیر خبره په پرله پسې توګه هغوی ته رسولې ده ښايې چې هغوی پند واخلی.
અરબી તફસીરો:
اَلَّذِیْنَ اٰتَیْنٰهُمُ الْكِتٰبَ مِنْ قَبْلِهٖ هُمْ بِهٖ یُؤْمِنُوْنَ ۟
کومو کسانو ته چې مونږ له قران نه وړاندې کتاب ورکړی هغنی په دې قران هم ایمان راوړي[۵].
[۵] دا د هغې پیښې یادونه ده چې د اهل کتابو یو هیئت مکي مکرمي ته راغلی او په رسول الله صلی الله علیه وسلم يي ایمان راوړی وو( ابن هشام ۳۲۲)
અરબી તફસીરો:
وَاِذَا یُتْلٰی عَلَیْهِمْ قَالُوْۤا اٰمَنَّا بِهٖۤ اِنَّهُ الْحَقُّ مِنْ رَّبِّنَاۤ اِنَّا كُنَّا مِنْ قَبْلِهٖ مُسْلِمِیْنَ ۟
او کله چې پرې زمونږ ایتونه ولوستل شي نو وايي چې مونږ پرې ایمان راوړی زمونږ د رب له لورې په حقه راغلی، مونږ لا له پخوا نه غاړه ورته ایښې وه.
અરબી તફસીરો:
اُولٰٓىِٕكَ یُؤْتَوْنَ اَجْرَهُمْ مَّرَّتَیْنِ بِمَا صَبَرُوْا وَیَدْرَءُوْنَ بِالْحَسَنَةِ السَّیِّئَةَ وَمِمَّا رَزَقْنٰهُمْ یُنْفِقُوْنَ ۟
هغوی ته به دوه ځل[۶] اجر وکړای شي ځکه چې صبرناک دي او د بدۍ ځواب په نیکۍ سره ورکوي او زمونږ ورکړی مال د الله په لار کې لګوي.
[۶] یو اجر له دې کبله چې په خپل پیغمبر او کتاب يي ایمان درلود او بل له دې کبله چې په محمد او قران يي هم ایمان راوړ(البحر المحیط).
અરબી તફસીરો:
وَاِذَا سَمِعُوا اللَّغْوَ اَعْرَضُوْا عَنْهُ وَقَالُوْا لَنَاۤ اَعْمَالُنَا وَلَكُمْ اَعْمَالُكُمْ ؗ— سَلٰمٌ عَلَیْكُمْ ؗ— لَا نَبْتَغِی الْجٰهِلِیْنَ ۟
او چې کومه بابیزه خبره اوري نو مخ ترې اړوي او وايي: مونږ ته خپلې کړنې دي او تاسې ته ستاسې کړنې ـ تاسې ته سلام دی مونږ د ناپوهانو لار نه خپلوو.
અરબી તફસીરો:
اِنَّكَ لَا تَهْدِیْ مَنْ اَحْبَبْتَ وَلٰكِنَّ اللّٰهَ یَهْدِیْ مَنْ یَّشَآءُ ۚ— وَهُوَ اَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِیْنَ ۟
ای محمده! ته چې چا ته وغواړي هدایت نه شي کولی، مګر الله چې چاته وغواړي هدایت ورته کوي. او هغه ته لار میندونکي ډیر ښه معلوم دي.
અરબી તફસીરો:
وَقَالُوْۤا اِنْ نَّتَّبِعِ الْهُدٰی مَعَكَ نُتَخَطَّفْ مِنْ اَرْضِنَا ؕ— اَوَلَمْ نُمَكِّنْ لَّهُمْ حَرَمًا اٰمِنًا یُّجْبٰۤی اِلَیْهِ ثَمَرٰتُ كُلِّ شَیْءٍ رِّزْقًا مِّنْ لَّدُنَّا وَلٰكِنَّ اَكْثَرَهُمْ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟
او کافران وايې که مونږ ستا ښوونه ومنو، نو له خپلې خاورې نه به وتښتول شو. ایا مونږ دوی ته د امن ټاټوبې حرم شریف نه دی ورکړی؟ چې هغه ته زمونږ له لورې هر ډول میوي له هر اړخ نه د روزۍ په توګه را روانې دي؟ خو د هغوی ډیر خلک نه پوهیږي.
અરબી તફસીરો:
وَكَمْ اَهْلَكْنَا مِنْ قَرْیَةٍ بَطِرَتْ مَعِیْشَتَهَا ۚ— فَتِلْكَ مَسٰكِنُهُمْ لَمْ تُسْكَنْ مِّنْ بَعْدِهِمْ اِلَّا قَلِیْلًا ؕ— وَكُنَّا نَحْنُ الْوٰرِثِیْنَ ۟
او څومره ډیر کلي مونږ هلا ک کړي دي چې ژوند يې له پولې نه اووښتی ؤ؟ نو دغه يې وران کورونه دي چې له هغوی وروسته پرته له لږ وخت نه بل څوک پکې نه دي اوسیدلي. او همدا مونږ ته هر څه راپاتې دي.
અરબી તફસીરો:
وَمَا كَانَ رَبُّكَ مُهْلِكَ الْقُرٰی حَتّٰی یَبْعَثَ فِیْۤ اُمِّهَا رَسُوْلًا یَّتْلُوْا عَلَیْهِمْ اٰیٰتِنَا ۚ— وَمَا كُنَّا مُهْلِكِی الْقُرٰۤی اِلَّا وَاَهْلُهَا ظٰلِمُوْنَ ۟
او ستا رب تر هغو کلي نه هلاکوي تر څو يې په مرکز کې یو داسې رسول ولیږي چې زمونږ ایاتونه پرې لولي ـ او مونږ یوازې هغه کلي ورانوو چې اوسیدونکي يې ظالمان وي.
અરબી તફસીરો:
 
શબ્દોનું ભાષાંતર સૂરહ: અલ્ કસસ
સૂરતોની યાદી પૃષ્ઠ નંબર
 
કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - પશ્તો ભાષામાં અનુવાદ - સરફરાઝ - ભાષાંતરોની યાદી

મૌલવી જાનબાઝ સરફરાઝ દ્વારા અનુવાદિત.

બંધ કરો