Check out the new design

કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - પશ્તો ભાષામાં અનુવાદ - સરફરાઝ * - ભાષાંતરોની અનુક્રમણિકા


શબ્દોનું ભાષાંતર સૂરહ: અલ્ કસસ   આયત:
وَلَمَّا بَلَغَ اَشُدَّهٗ وَاسْتَوٰۤی اٰتَیْنٰهُ حُكْمًا وَّعِلْمًا ؕ— وَكَذٰلِكَ نَجْزِی الْمُحْسِنِیْنَ ۟
او کله چې موسی زور ته ورسید او برابر شو نو مونږ حکمت او پوهه ورکړه ـ او مونږ نیکو کارانو ته همدا ډول بدل ورکوو.
અરબી તફસીરો:
وَدَخَلَ الْمَدِیْنَةَ عَلٰی حِیْنِ غَفْلَةٍ مِّنْ اَهْلِهَا فَوَجَدَ فِیْهَا رَجُلَیْنِ یَقْتَتِلٰنِ ؗ— هٰذَا مِنْ شِیْعَتِهٖ وَهٰذَا مِنْ عَدُوِّهٖ ۚ— فَاسْتَغَاثَهُ الَّذِیْ مِنْ شِیْعَتِهٖ عَلَی الَّذِیْ مِنْ عَدُوِّهٖ ۙ— فَوَكَزَهٗ مُوْسٰی فَقَضٰی عَلَیْهِ ؗ— قَالَ هٰذَا مِنْ عَمَلِ الشَّیْطٰنِ ؕ— اِنَّهٗ عَدُوٌّ مُّضِلٌّ مُّبِیْنٌ ۟
په داسې وخت کې ښار ته دننه شو چې هلته بالکل چپه چوپتیا وه ګوري چې دوه سړي یو له بل سره په جګړه دي. دغه یو يې له ملګرو څخه دی او دغه بل يې له دښمنانو څخه. نو هغه چې له ملګرو څخه يې ؤ د هغه چا پر خلاف يې ترې د کومک غوښتنه وکړه. چې له دښمنانو څخه يې وو موسی دښمن یو سوک وواهه، او د هغه کار يي پوره کړ[۲] موسی وویل: دا د شیطان کړنه ده. بې شکه چې هغه بې لارې کوونکی ښکاره دښمن دی.
[۲] ويې واژه.
અરબી તફસીરો:
قَالَ رَبِّ اِنِّیْ ظَلَمْتُ نَفْسِیْ فَاغْفِرْ لِیْ فَغَفَرَ لَهٗ ؕ— اِنَّهٗ هُوَ الْغَفُوْرُ الرَّحِیْمُ ۟
موسی وویل: ای زما ربه! ما پر ځان تیری وکړ ما ته بښنه وکه الله ورته بښنه وکړه. په رښتیا چې هغه بښونکی ډیر مهربان دی.
અરબી તફસીરો:
قَالَ رَبِّ بِمَاۤ اَنْعَمْتَ عَلَیَّ فَلَنْ اَكُوْنَ ظَهِیْرًا لِّلْمُجْرِمِیْنَ ۟
موسی وویل: ای زما ربه! له دې کبله چې پر ما دې لورینه کړې زه به له دې وروسته هیڅکله مجرمانو ملاتړی نه شم.
અરબી તફસીરો:
فَاَصْبَحَ فِی الْمَدِیْنَةِ خَآىِٕفًا یَّتَرَقَّبُ فَاِذَا الَّذِی اسْتَنْصَرَهٗ بِالْاَمْسِ یَسْتَصْرِخُهٗ ؕ— قَالَ لَهٗ مُوْسٰۤی اِنَّكَ لَغَوِیٌّ مُّبِیْنٌ ۟
بل سهار په ښار کې په داسې حال کې چې له ډار سره مخ او د حالاتو څارنه يې کوله ناببره ګوري چې چا ترې پرون کومک غوښتی ؤ، نن بیا ورته چیغې وهي. موسی ورته وویل: همدا ته ډیر ښکاره بې لارې يې.
અરબી તફસીરો:
فَلَمَّاۤ اَنْ اَرَادَ اَنْ یَّبْطِشَ بِالَّذِیْ هُوَ عَدُوٌّ لَّهُمَا ۙ— قَالَ یٰمُوْسٰۤی اَتُرِیْدُ اَنْ تَقْتُلَنِیْ كَمَا قَتَلْتَ نَفْسًا بِالْاَمْسِ ۗ— اِنْ تُرِیْدُ اِلَّاۤ اَنْ تَكُوْنَ جَبَّارًا فِی الْاَرْضِ وَمَا تُرِیْدُ اَنْ تَكُوْنَ مِنَ الْمُصْلِحِیْنَ ۟
او چې اراده يې وکړه چې هغه څوک ونیسي چې د دواړو دښمن دی. فریاد کوونکي وویل: موسی! غواړی چې ما هم ووژنې لکه پرون دې چې یو سړی وواژه؟ ته غواړې چې د ځمکې یو سر زوری سړی وې. او نه غواړې چې له اصلاح کوونکو څخه اوسې.
અરબી તફસીરો:
وَجَآءَ رَجُلٌ مِّنْ اَقْصَا الْمَدِیْنَةِ یَسْعٰی ؗ— قَالَ یٰمُوْسٰۤی اِنَّ الْمَلَاَ یَاْتَمِرُوْنَ بِكَ لِیَقْتُلُوْكَ فَاخْرُجْ اِنِّیْ لَكَ مِنَ النّٰصِحِیْنَ ۟
د ښار له اخر نه یو سړی په منډه راغی. ویې ویل: موسی! د ښار مشران ستا په هکله مشورې کوي چې تا ووژني ووځه! بې له شکه زه ستا خیر غوښتونکی یم.
અરબી તફસીરો:
فَخَرَجَ مِنْهَا خَآىِٕفًا یَّتَرَقَّبُ ؗ— قَالَ رَبِّ نَجِّنِیْ مِنَ الْقَوْمِ الظّٰلِمِیْنَ ۟۠
نو موسی له ښار نه د ډار په حال کې چې د هرې لورې څارنه نه يي کوله ووت او ويې ویل: ای زما ربه! له ظالم قوم نه مې وژغوره!
અરબી તફસીરો:
 
શબ્દોનું ભાષાંતર સૂરહ: અલ્ કસસ
સૂરહ માટે અનુક્રમણિકા પેજ નંબર
 
કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - પશ્તો ભાષામાં અનુવાદ - સરફરાઝ - ભાષાંતરોની અનુક્રમણિકા

મૌલવી જાનબાઝ સરફરાઝ દ્વારા અનુવાદિત.

બંધ કરો