Check out the new design

Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation - Abu Zakaria * - Translations’ Index


Translation of the meanings Surah: Al-Hadīd   Ayah:
هُوَ الَّذِیْ خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ فِیْ سِتَّةِ اَیَّامٍ ثُمَّ اسْتَوٰی عَلَی الْعَرْشِ ؕ— یَعْلَمُ مَا یَلِجُ فِی الْاَرْضِ وَمَا یَخْرُجُ مِنْهَا وَمَا یَنْزِلُ مِنَ السَّمَآءِ وَمَا یَعْرُجُ فِیْهَا ؕ— وَهُوَ مَعَكُمْ اَیْنَ مَا كُنْتُمْ ؕ— وَاللّٰهُ بِمَا تَعْمَلُوْنَ بَصِیْرٌ ۟
57-4 دى هغه ذات دى چې اسمانونه او ځمكه يې په شپږو ورځو كې پیدا كړي دي، بیا دى په عرش باندې برقراره شو، دى عالم دى په هر شي چې په ځمكه كې ننوځي او په هر هغه شي چې له دې نه راوځي او په هر هغه شي چې له اسمانه راكوزېږي او په هر هغه شي چې په ده كې پورته خېژي او دغه (الله د خپل شان لايق) له تاسو سره دى، هر چېرې چې تاسو یئ او الله هغو كارونو لره چې تاسو يې كوئ، ښه لیدونكى دى
Arabic explanations of the Qur’an:
لَهٗ مُلْكُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— وَاِلَی اللّٰهِ تُرْجَعُ الْاُمُوْرُ ۟
57-5 خاص هم ده لره د اسمانونو او ځمكې بادشاهي ده او خاص الله ته ټول كارونه ورګرځولى شي
Arabic explanations of the Qur’an:
یُوْلِجُ الَّیْلَ فِی النَّهَارِ وَیُوْلِجُ النَّهَارَ فِی الَّیْلِ ؕ— وَهُوَ عَلِیْمٌۢ بِذَاتِ الصُّدُوْرِ ۟
57-6 دى شپه په ورځ كې ننباسي او ورځ په شپه كې ننباسي او دى د سینو په پټو خبرو ښه عالم دى
Arabic explanations of the Qur’an:
اٰمِنُوْا بِاللّٰهِ وَرَسُوْلِهٖ وَاَنْفِقُوْا مِمَّا جَعَلَكُمْ مُّسْتَخْلَفِیْنَ فِیْهِ ؕ— فَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا مِنْكُمْ وَاَنْفَقُوْا لَهُمْ اَجْرٌ كَبِیْرٌ ۟
57-7 (اى خلقو! تاسو په الله او د هغه په رسول ایمان راوړئ او له هغه (مال) څخه څه خرچ كړئ چې هغه (الله) تاسو په دغه (مال) كې (د نورو خلقو) ځاى ناستي (خلیفه ګان) جوړ كړي یئ، نو هغه كسان چې له تاسو نه يې ایمان راوړى دى او انفاق يې كړى دى، د دوى لپاره ډېر لوى اجر دى
Arabic explanations of the Qur’an:
وَمَا لَكُمْ لَا تُؤْمِنُوْنَ بِاللّٰهِ ۚ— وَالرَّسُوْلُ یَدْعُوْكُمْ لِتُؤْمِنُوْا بِرَبِّكُمْ وَقَدْ اَخَذَ مِیْثَاقَكُمْ اِنْ كُنْتُمْ مُّؤْمِنِیْنَ ۟
57-8 او تاسو ته څه عذر دى چې په الله ایمان نه راوړئ، حال دا چې (د الله) رسول تاسو ته بلنه دركوي دې ته چې تاسو په خپل رب ایمان راوړئ او یقینًا هغه (الله له تاسو نه) ستاسو پخه وعده اخيستې ده، كه چېرې تاسو مومنان یئ
Arabic explanations of the Qur’an:
هُوَ الَّذِیْ یُنَزِّلُ عَلٰی عَبْدِهٖۤ اٰیٰتٍۢ بَیِّنٰتٍ لِّیُخْرِجَكُمْ مِّنَ الظُّلُمٰتِ اِلَی النُّوْرِ ؕ— وَاِنَّ اللّٰهَ بِكُمْ لَرَءُوْفٌ رَّحِیْمٌ ۟
57-9 دى همغه ذات دى چې په خپل بنده باندې څرګندې نښې (دلیلونه) نازلوي، د دې لپاره چې دغه (الله) تاسو له تیارو نه رڼا ته وباسي او بېشكه الله پر تاسو باندې یقینًا ډېر نرمي كوونكى، بې حده رحم كوونكى دى
Arabic explanations of the Qur’an:
وَمَا لَكُمْ اَلَّا تُنْفِقُوْا فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ وَلِلّٰهِ مِیْرَاثُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— لَا یَسْتَوِیْ مِنْكُمْ مَّنْ اَنْفَقَ مِنْ قَبْلِ الْفَتْحِ وَقٰتَلَ ؕ— اُولٰٓىِٕكَ اَعْظَمُ دَرَجَةً مِّنَ الَّذِیْنَ اَنْفَقُوْا مِنْ بَعْدُ وَقَاتَلُوْاؕ— وَكُلًّا وَّعَدَ اللّٰهُ الْحُسْنٰی ؕ— وَاللّٰهُ بِمَا تَعْمَلُوْنَ خَبِیْرٌ ۟۠
57-10 او تاسو ته څه مانع (او عذر ) دى چې د الله په لاره كې خپل مال) نه لګوئ، حال دا چې د اسمانونو او ځمكې میراث خاص د الله لپاره دى په تاسو كې هغه څوك نه دي برابر چا چې (د الله په لاره كې) له فتحې نه مخكې انفاق كړى دى او جنګ يې كړى دى، دغه خلق د درجې په لحاظ له هغو كسانو نه ډېر لوى دي چې له دغې (فتحې) نه يې وروسته (د الله په لاره كې) انفاق كړى وي او جنګ يې كړى وي او (په دوى كې) له هر یو سره الله د ښېګڼې (جنت) وعده كړې ده او الله په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ، ښه خبردار دى
Arabic explanations of the Qur’an:
مَنْ ذَا الَّذِیْ یُقْرِضُ اللّٰهَ قَرْضًا حَسَنًا فَیُضٰعِفَهٗ لَهٗ وَلَهٗۤ اَجْرٌ كَرِیْمٌ ۟
57-11 څوك دى هغه كس چې الله ته قرض وركړي، ډېر ښكلى قرض (حسن) نو چې هغه (الله) دغه (قرض) د ده لپاره دوه چنده كړي او د ده لپاره ډېر د عزت اجر دى
Arabic explanations of the Qur’an:
 
Translation of the meanings Surah: Al-Hadīd
Surahs’ Index Page Number
 
Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation - Abu Zakaria - Translations’ Index

Translated by Abu Zakaria Abdussalam

close