Check out the new design

Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation - Abu Zakaria * - Translations’ Index


Translation of the meanings Surah: Al-Mā’idah   Ayah:
اِنَّمَا یُرِیْدُ الشَّیْطٰنُ اَنْ یُّوْقِعَ بَیْنَكُمُ الْعَدَاوَةَ وَالْبَغْضَآءَ فِی الْخَمْرِ وَالْمَیْسِرِ وَیَصُدَّكُمْ عَنْ ذِكْرِ اللّٰهِ وَعَنِ الصَّلٰوةِ ۚ— فَهَلْ اَنْتُمْ مُّنْتَهُوْنَ ۟
5-91 یقینًا همدا خبره ده چې شیطان غواړي چې ستاسو په مینځ كې د شرابو او جوارۍ په ذریعې سره دښمني او بغض واچوي او تاسو د الله له ذكر نه او له لمانځه نه بند كړي، نو ایا تاسو (له شرابو او جوارۍ نه) منع كېدونكي یئ؟
Arabic explanations of the Qur’an:
وَاَطِیْعُوا اللّٰهَ وَاَطِیْعُوا الرَّسُوْلَ وَاحْذَرُوْا ۚ— فَاِنْ تَوَلَّیْتُمْ فَاعْلَمُوْۤا اَنَّمَا عَلٰی رَسُوْلِنَا الْبَلٰغُ الْمُبِیْنُ ۟
5-92 او تاسو د الله اطاعت كوئ او د (هغه د) رسول اطاعت كوئ او ځان بچ كړئ، نو كه چېرې تاسو وګرځېدلئ، نو پوه شئ چې یقینًا زمونږ د رسُول پر ذمه خو بس ښكاره رسَول (تبلیغ كول) دي
Arabic explanations of the Qur’an:
لَیْسَ عَلَی الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ جُنَاحٌ فِیْمَا طَعِمُوْۤا اِذَا مَا اتَّقَوْا وَّاٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ ثُمَّ اتَّقَوْا وَّاٰمَنُوْا ثُمَّ اتَّقَوْا وَّاَحْسَنُوْا ؕ— وَاللّٰهُ یُحِبُّ الْمُحْسِنِیْنَ ۟۠
5-93 هېڅ ګناه نشته په هغو كسانو باندې چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، په هغه (شرابو) كې چې هغوى (له دې حكم نه مخكې) خوړلي (څښلي) دي، كله چې هغوى پرهېزګاره شوي وو او ایمان يې راوړى و او نېك عملونه يې كړي وو، بیا پرهېزګاره شوي وو او ایمان يې راوړى و، بیا پرهېزګاره شوي وو او نېكي يې كړې وه او الله نېكي كوونكي خوښوي
Arabic explanations of the Qur’an:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَیَبْلُوَنَّكُمُ اللّٰهُ بِشَیْءٍ مِّنَ الصَّیْدِ تَنَالُهٗۤ اَیْدِیْكُمْ وَرِمَاحُكُمْ لِیَعْلَمَ اللّٰهُ مَنْ یَّخَافُهٗ بِالْغَیْبِ ۚ— فَمَنِ اعْتَدٰی بَعْدَ ذٰلِكَ فَلَهٗ عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟
5-94 اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! الله به خامخا لازمًا تاسو په یو شي سره ازمايي چې ښكار به وي، چې ستاسو لاسونه او ستاسو نېزې به هغه ته رسېږي، د دې لپاره چې الله معلوم (څرګند) كړي هغه چا لره چې له هغه نه په ناليدلو وېرېږي، نو چا چې له دې نه بعد زیاتى وكړ، نو د هغه لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى
Arabic explanations of the Qur’an:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تَقْتُلُوا الصَّیْدَ وَاَنْتُمْ حُرُمٌ ؕ— وَمَنْ قَتَلَهٗ مِنْكُمْ مُّتَعَمِّدًا فَجَزَآءٌ مِّثْلُ مَا قَتَلَ مِنَ النَّعَمِ یَحْكُمُ بِهٖ ذَوَا عَدْلٍ مِّنْكُمْ هَدْیًا بٰلِغَ الْكَعْبَةِ اَوْ كَفَّارَةٌ طَعَامُ مَسٰكِیْنَ اَوْ عَدْلُ ذٰلِكَ صِیَامًا لِّیَذُوْقَ وَبَالَ اَمْرِهٖ ؕ— عَفَا اللّٰهُ عَمَّا سَلَفَ ؕ— وَمَنْ عَادَ فَیَنْتَقِمُ اللّٰهُ مِنْهُ ؕ— وَاللّٰهُ عَزِیْزٌ ذُو انْتِقَامٍ ۟
5-95 اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو ښكار مه وژنئ (ښكار مه كوئ)، په دې حال كې چې تاسو په احرام كې یئ، او په تاسو كې چې چا هغه قصدًا او عَمْدًا قتل كړ، نو (پر هغه) جزا (لازمه) ده د هغه څاروي په مثل (څاروى) چې ده وژلى دى، په تاسو كې دوه عدل والا كسان به د دې فیصله كوي، چې كعبې ته رسېدونكې قرباني به وي، یا (د ده پر ذمه) كفاره ده چې مسكینانو ته خوراك وركول دي، یا د دې په برابر روژې نیول دي، د دې لپاره چې د خپل كار سزا وڅكي، الله د هغه څه معافي كړې ده چې مخكې تېر شوي دي او څوك چې بیا راوګرځي، نو الله به له هغه نه انتقام واخلي او الله ډېر غالب دى، انتقام والا دى
Arabic explanations of the Qur’an:
 
Translation of the meanings Surah: Al-Mā’idah
Surahs’ Index Page Number
 
Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation - Abu Zakaria - Translations’ Index

Translated by Abu Zakaria Abdussalam

close