Check out the new design

Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation - Abu Zakaria * - Translations’ Index


Translation of the meanings Surah: An-Nisā’   Ayah:
وَمَا لَكُمْ لَا تُقَاتِلُوْنَ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ وَالْمُسْتَضْعَفِیْنَ مِنَ الرِّجَالِ وَالنِّسَآءِ وَالْوِلْدَانِ الَّذِیْنَ یَقُوْلُوْنَ رَبَّنَاۤ اَخْرِجْنَا مِنْ هٰذِهِ الْقَرْیَةِ الظَّالِمِ اَهْلُهَا ۚ— وَاجْعَلْ لَّنَا مِنْ لَّدُنْكَ وَلِیًّا ۙۚ— وَّاجْعَلْ لَّنَا مِنْ لَّدُنْكَ نَصِیْرًا ۟ؕ
4-75 او پر تاسو څه شوي دي چې تاسو د الله په لاره كې نه جنګېږئ او د كمزورو سړیو او ښځو او ماشومانو (د خلاصولو) په لاره كې؟! هغه كسان چې وايي: اى زمونږه ربه! ته مونږه له دې كلي نه وباسه، چې اوسېدونكي يې ظالمان دي او ته زمونږ لپاره له خپل اړخه كوم دوست (حمایت كوونكى) مقرر كړه او ته زمونږ لپاره له خپل جانبه كوم مدد كوونكى مقرر كړه
Arabic explanations of the Qur’an:
اَلَّذِیْنَ اٰمَنُوْا یُقَاتِلُوْنَ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ ۚ— وَالَّذِیْنَ كَفَرُوْا یُقَاتِلُوْنَ فِیْ سَبِیْلِ الطَّاغُوْتِ فَقَاتِلُوْۤا اَوْلِیَآءَ الشَّیْطٰنِ ۚ— اِنَّ كَیْدَ الشَّیْطٰنِ كَانَ ضَعِیْفًا ۟۠
4-76 هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى، هغوى د الله په لاره كې جنګ كوي او هغه كسان چې كفر يې كړى دى، هغوى د طاغوت (شیطان) په لاره كې جنګ كوي، نو تاسو د شیطان له دوستانو سره جنګ كوئ، بېشكه د شیطان چل (او مكر) له همېشه ضعیف دى
Arabic explanations of the Qur’an:
اَلَمْ تَرَ اِلَی الَّذِیْنَ قِیْلَ لَهُمْ كُفُّوْۤا اَیْدِیَكُمْ وَاَقِیْمُوا الصَّلٰوةَ وَاٰتُوا الزَّكٰوةَ ۚ— فَلَمَّا كُتِبَ عَلَیْهِمُ الْقِتَالُ اِذَا فَرِیْقٌ مِّنْهُمْ یَخْشَوْنَ النَّاسَ كَخَشْیَةِ اللّٰهِ اَوْ اَشَدَّ خَشْیَةً ۚ— وَقَالُوْا رَبَّنَا لِمَ كَتَبْتَ عَلَیْنَا الْقِتَالَ ۚ— لَوْلَاۤ اَخَّرْتَنَاۤ اِلٰۤی اَجَلٍ قَرِیْبٍ ؕ— قُلْ مَتَاعُ الدُّنْیَا قَلِیْلٌ ۚ— وَالْاٰخِرَةُ خَیْرٌ لِّمَنِ اتَّقٰی ۫— وَلَا تُظْلَمُوْنَ فَتِیْلًا ۟
4-77 ایا تا هغه كسان نه دي كتلي، چې هغوى ته وویل شو: خپل لاسونه (له جنګ نه) بند وساتئ او لمونځ قايموئ او زكات وركوئ، نو كله چې پر هغوى باندې جنګ كول فرض كړى شول (، نو) ناڅاپه په دغه وخت كې په هغو كې یوه ډله وه چې له خلقو نه وېرېدله، له الله نه د وېرېدلو په شان، یا (له دې نه هم) زیات وېرېدل، او ويې ويل:اى زمونږه ربه! تا پر مونږ باندې جنګ كول ولې فرض كړل؟ ولې ته مونږ ته تر نژدې مودې پورې مهلت نه راكوې؟ ته (ورته) ووایه: د دنیا فايده ډېره لږه ده او اخرت ډېر غوره دى د هغه چا لپاره چې پرهېزګاره شو او پر تاسو به د كجورې د هډوكې د نرى تار (قدرې) ظلم هم ونه كړى شي
Arabic explanations of the Qur’an:
اَیْنَمَا تَكُوْنُوْا یُدْرِكْكُّمُ الْمَوْتُ وَلَوْ كُنْتُمْ فِیْ بُرُوْجٍ مُّشَیَّدَةٍ ؕ— وَاِنْ تُصِبْهُمْ حَسَنَةٌ یَّقُوْلُوْا هٰذِهٖ مِنْ عِنْدِ اللّٰهِ ۚ— وَاِنْ تُصِبْهُمْ سَیِّئَةٌ یَّقُوْلُوْا هٰذِهٖ مِنْ عِنْدِكَ ؕ— قُلْ كُلٌّ مِّنْ عِنْدِ اللّٰهِ ؕ— فَمَالِ هٰۤؤُلَآءِ الْقَوْمِ لَا یَكَادُوْنَ یَفْقَهُوْنَ حَدِیْثًا ۟
4-78 تاسو چې په هر ځاى كې یئ، مرګ به تاسو رالاندې كړي، اګر كه تاسو په سختو مضبوط كړى شويو قلاګانو كې يئ، او كه چېرې پر دوى څه خوشحالي راشي (، نو) وايي: دا د الله له جانبه ده او كه پر دوى څه سختي راشي (، نو) وايي: (اى نبي!) دا ستا له طرفه ده، ته (ورته) ووایه: دا هر څه (خوشحالي او تكلیف) د الله له خوا دي، نو پر دې قوم څه شوي دي چې نژدې نه دي چې پر څه خبره پوه شي
Arabic explanations of the Qur’an:
مَاۤ اَصَابَكَ مِنْ حَسَنَةٍ فَمِنَ اللّٰهِ ؗ— وَمَاۤ اَصَابَكَ مِنْ سَیِّئَةٍ فَمِنْ نَّفْسِكَ ؕ— وَاَرْسَلْنٰكَ لِلنَّاسِ رَسُوْلًا ؕ— وَكَفٰی بِاللّٰهِ شَهِیْدًا ۟
4-79 تا ته چې څه خوشحالي هم دررسېدلې ده، نو د الله له جانبه ده او تا ته چې څه تكلیف هم دررسېدلى دى، نو (هغه) ستا د نفس له جانبه دى او (اى نبي!) ته مونږه د خلقو لپاره رسول لېږلى يې او كافي دى الله (د) ګواه (په حیث)
Arabic explanations of the Qur’an:
 
Translation of the meanings Surah: An-Nisā’
Surahs’ Index Page Number
 
Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation - Abu Zakaria - Translations’ Index

Translated by Abu Zakaria Abdussalam

close