Check out the new design

Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation - Maulvi Janbaz Sarfaraz * - Translations’ Index


Translation of the meanings Surah: At-Tawbah   Ayah:
یُرِیْدُوْنَ اَنْ یُّطْفِـُٔوْا نُوْرَ اللّٰهِ بِاَفْوَاهِهِمْ وَیَاْبَی اللّٰهُ اِلَّاۤ اَنْ یُّتِمَّ نُوْرَهٗ وَلَوْ كَرِهَ الْكٰفِرُوْنَ ۟
غواړي چې د الله رڼا په خپلو خولو سره مړه کړي خو الله جل جلاله پرته له دې هیڅ نه مني چې خپله رڼا به پوره کوي که څه هم کافران ناخوښه وي.
Arabic explanations of the Qur’an:
هُوَ الَّذِیْۤ اَرْسَلَ رَسُوْلَهٗ بِالْهُدٰی وَدِیْنِ الْحَقِّ لِیُظْهِرَهٗ عَلَی الدِّیْنِ كُلِّهٖ ۙ— وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُوْنَ ۟
الله هغه ذات دی چې خپل استازی یې له ښوونې او حق دین سره لیږلی دی تر څو یې په ټولو دینونو برلاسی کړي که څه هم مشرکان ناخوښه وي.
Arabic explanations of the Qur’an:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِنَّ كَثِیْرًا مِّنَ الْاَحْبَارِ وَالرُّهْبَانِ لَیَاْكُلُوْنَ اَمْوَالَ النَّاسِ بِالْبَاطِلِ وَیَصُدُّوْنَ عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ ؕ— وَالَّذِیْنَ یَكْنِزُوْنَ الذَّهَبَ وَالْفِضَّةَ وَلَا یُنْفِقُوْنَهَا فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ ۙ— فَبَشِّرْهُمْ بِعَذَابٍ اَلِیْمٍ ۟ۙ
ای مؤمنانو! په رښتیا چې ډیر عالمان او راهبان د خلکو مالونه په ناروا خوري او د الله له لیارې نه خلک منع کوي ای محمده!هغو خلکو ته چې سره او سپین زر راټولوي او د الله په لیار کې یې نه مصرفوي دردناک عذاب اعلان کړه.
Arabic explanations of the Qur’an:
یَّوْمَ یُحْمٰی عَلَیْهَا فِیْ نَارِ جَهَنَّمَ فَتُكْوٰی بِهَا جِبَاهُهُمْ وَجُنُوْبُهُمْ وَظُهُوْرُهُمْ ؕ— هٰذَا مَا كَنَزْتُمْ لِاَنْفُسِكُمْ فَذُوْقُوْا مَا كُنْتُمْ تَكْنِزُوْنَ ۟
په هغه ورځ چې په مالونو به یې د دوزخ اور ښه ګرم او بیا به پرې د هغوی تندي،اړخونه او شاګانې داغول کیږي او ورته ویل کیږي به چې دا همغه مال دی چې تاسې د خپلو ځانونو لپاره راټول کړی و نو اوس د هغه څه خوند واخلئ چې تاسو به راټولولو.
Arabic explanations of the Qur’an:
اِنَّ عِدَّةَ الشُّهُوْرِ عِنْدَ اللّٰهِ اثْنَا عَشَرَ شَهْرًا فِیْ كِتٰبِ اللّٰهِ یَوْمَ خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ مِنْهَاۤ اَرْبَعَةٌ حُرُمٌ ؕ— ذٰلِكَ الدِّیْنُ الْقَیِّمُ ۙ۬— فَلَا تَظْلِمُوْا فِیْهِنَّ اَنْفُسَكُمْ ۫— وَقَاتِلُوا الْمُشْرِكِیْنَ كَآفَّةً كَمَا یُقَاتِلُوْنَكُمْ كَآفَّةً ؕ— وَاعْلَمُوْۤا اَنَّ اللّٰهَ مَعَ الْمُتَّقِیْنَ ۟
حقیقت دادی چې د الله په کتاب کې له همغې ورځې نه چې اسمانونه او ځمکه یې بیدا کړي دي د میاشتو شمیر دولس دی څلور ترې غوره کړي شوي دي[۸]دا روغ او سم دین دی نو باید تاسې په دغو میاشتو کې پر ځانو تیری ونه کړئ او له مشرکانو سره له څیرمې وجنګیږئ لکه چې هغوی ټول له تاسې سره جنګیږي او پوه شئ چې الله پاک د پرهیزګارانو مل دی.
[۸] څلور میاشتي عبارت دي له رجب، ذوی لقعده، ذوی الحجه، او محرم څخه دغه میاشتې غوره دي نو باید بد کارونه پکې ونه کړای شي ( ابن جریر الطبری)
Arabic explanations of the Qur’an:
 
Translation of the meanings Surah: At-Tawbah
Surahs’ Index Page Number
 
Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation - Maulvi Janbaz Sarfaraz - Translations’ Index

Translation of the meanings of the Noble Quran into Pashto language - Maulvi Janbaz Sarfaraz

close