Check out the new design

Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation - Maulvi Janbaz Sarfaraz * - Translations’ Index


Translation of the meanings Surah: At-Tawbah   Ayah:
اِسْتَغْفِرْ لَهُمْ اَوْ لَا تَسْتَغْفِرْ لَهُمْ ؕ— اِنْ تَسْتَغْفِرْ لَهُمْ سَبْعِیْنَ مَرَّةً فَلَنْ یَّغْفِرَ اللّٰهُ لَهُمْ ؕ— ذٰلِكَ بِاَنَّهُمْ كَفَرُوْا بِاللّٰهِ وَرَسُوْلِهٖ ؕ— وَاللّٰهُ لَا یَهْدِی الْقَوْمَ الْفٰسِقِیْنَ ۟۠
ای پیغمبره! که ته ورته بښنه وغواړې او که نه ان تر دې که اویا ځله هم ورته بښنه وغواړې الله به هیڅکله بښنه ورته ونه کړي. ځکه چې دوی په الله او د هغه په رسول کافران وو او الله فاسقانو ته روغه لیار نه ښايي.
Arabic explanations of the Qur’an:
فَرِحَ الْمُخَلَّفُوْنَ بِمَقْعَدِهِمْ خِلٰفَ رَسُوْلِ اللّٰهِ وَكَرِهُوْۤا اَنْ یُّجَاهِدُوْا بِاَمْوَالِهِمْ وَاَنْفُسِهِمْ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ وَقَالُوْا لَا تَنْفِرُوْا فِی الْحَرِّ ؕ— قُلْ نَارُ جَهَنَّمَ اَشَدُّ حَرًّا ؕ— لَوْ كَانُوْا یَفْقَهُوْنَ ۟
هغه خلک ډیر خوښ وو چې د رسول الله له تګ وروسته پاتی شول او بده یې ګڼله چې دالله په لیار کې په خپلو مالونو او سرونو سره جهاد وکړي او ویلې یي چې په دې ګرمۍ کې مه اوځئ ای محمده!ووایه چې د جهنم ګرمي خورا ډیره ده کاشکې چې هغوی پوهیدلی.
Arabic explanations of the Qur’an:
فَلْیَضْحَكُوْا قَلِیْلًا وَّلْیَبْكُوْا كَثِیْرًا ۚ— جَزَآءً بِمَا كَانُوْا یَكْسِبُوْنَ ۟
باید هغوی لږ وخاندي او ډیر وژاړي ځکه هغه جزا چې د کړنو په بدل کې يي ورکول کیږي همدا ورسره ښايي.
Arabic explanations of the Qur’an:
فَاِنْ رَّجَعَكَ اللّٰهُ اِلٰی طَآىِٕفَةٍ مِّنْهُمْ فَاسْتَاْذَنُوْكَ لِلْخُرُوْجِ فَقُلْ لَّنْ تَخْرُجُوْا مَعِیَ اَبَدًا وَّلَنْ تُقَاتِلُوْا مَعِیَ عَدُوًّا ؕ— اِنَّكُمْ رَضِیْتُمْ بِالْقُعُوْدِ اَوَّلَ مَرَّةٍ فَاقْعُدُوْا مَعَ الْخٰلِفِیْنَ ۟
که الله پاک ته بیرته راوګوځولې نو نو پاتې کسان به بلې غزا ته د تللو اجازه وغواړي ورته ووایه چې تاسې حق نه لرئ چې له دې وروسته زما په ملتیا واوځئ او د دښمن په مقابل کې سرا سره په جنګ کې برخه واخلئ ځکه چې تاسې لومړی ځل[۱۸]ناسته خوښه کړه نو اوس له نورو پاتې شوو سره تاسې هم کینئ.
[۱۸] لومړی ځل یعنې د تبوک غزا(ابن جریر الطبری)
Arabic explanations of the Qur’an:
وَلَا تُصَلِّ عَلٰۤی اَحَدٍ مِّنْهُمْ مَّاتَ اَبَدًا وَّلَا تَقُمْ عَلٰی قَبْرِهٖ ؕ— اِنَّهُمْ كَفَرُوْا بِاللّٰهِ وَرَسُوْلِهٖ وَمَاتُوْا وَهُمْ فٰسِقُوْنَ ۟
او ای پیغمبره! له هغوی نه چې هر یو مړ شي نو ته باید هیڅکله پرې لمونځ ونه کړې او نه یې په قبر ودریږې ځکه چې له الله او د هغه د رسول نه منکرانو او د فسق په حال کې مړه شوي دي.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَلَا تُعْجِبْكَ اَمْوَالُهُمْ وَاَوْلَادُهُمْ ؕ— اِنَّمَا یُرِیْدُ اللّٰهُ اَنْ یُّعَذِّبَهُمْ بِهَا فِی الدُّنْیَا وَتَزْهَقَ اَنْفُسُهُمْ وَهُمْ كٰفِرُوْنَ ۟
د هغوی د ډير مالونو او اولادونو باید تاونه غولوي. ځکه چې الله اراده کړې ده چې په همدې دنیوي ژوند کې یي په خپلو مالونو او اولادونو وزوروي او سا یي په داسې حال کې واوځي چې دوی پر کفر ولاړوي.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَاِذَاۤ اُنْزِلَتْ سُوْرَةٌ اَنْ اٰمِنُوْا بِاللّٰهِ وَجَاهِدُوْا مَعَ رَسُوْلِهِ اسْتَاْذَنَكَ اُولُوا الطَّوْلِ مِنْهُمْ وَقَالُوْا ذَرْنَا نَكُنْ مَّعَ الْقٰعِدِیْنَ ۟
او کله چې کوم سورت په دې مفهوم نازل شي چې په الله ایمان راوړئ او د رسول په ملتیا یي جهاد وکړئ نو مالدار منافقان له تانه اجازه غواړي او وايي چې مونږ پریږده چې له ناستو خلکو سره پاتې شو.
Arabic explanations of the Qur’an:
 
Translation of the meanings Surah: At-Tawbah
Surahs’ Index Page Number
 
Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation - Maulvi Janbaz Sarfaraz - Translations’ Index

Translation of the meanings of the Noble Quran into Pashto language - Maulvi Janbaz Sarfaraz

close