Check out the new design

Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation - Maulvi Janbaz Sarfaraz * - Translations’ Index


Translation of the meanings Surah: Al-Muddaththir   Ayah:

مدثر

یٰۤاَیُّهَا الْمُدَّثِّرُ ۟ۙ
ای ځان نغښتونکیه!.
Arabic explanations of the Qur’an:
قُمْ فَاَنْذِرْ ۟ۙ
پورته شه او خلک وډاروه.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَرَبَّكَ فَكَبِّرْ ۟ۙ
خپل رب په لويي یاد کړه.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَثِیَابَكَ فَطَهِّرْ ۟ۙ
او لباس دې پاک کړه.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَالرُّجْزَ فَاهْجُرْ ۟ۙ
او ناپاکې پریږده.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَلَا تَمْنُنْ تَسْتَكْثِرُ ۟ۙ
او ښیګڼه مه کوه چې بدل یې ډير غواړې.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَلِرَبِّكَ فَاصْبِرْ ۟ؕ
او د خپل رب لپاره صبر وکړه.
Arabic explanations of the Qur’an:
فَاِذَا نُقِرَ فِی النَّاقُوْرِ ۟ۙ
نو کله چې په شپیلۍ کې پو وشي.
Arabic explanations of the Qur’an:
فَذٰلِكَ یَوْمَىِٕذٍ یَّوْمٌ عَسِیْرٌ ۟ۙ
دا خورا سخته ورځ ده.
Arabic explanations of the Qur’an:
عَلَی الْكٰفِرِیْنَ غَیْرُ یَسِیْرٍ ۟
پر کافرانو اسانه نه ده.
Arabic explanations of the Qur’an:
ذَرْنِیْ وَمَنْ خَلَقْتُ وَحِیْدًا ۟ۙ
ما او هغه سره پریږده چې ما یوازې په یو ځان پیدا کړي دي.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَّجَعَلْتُ لَهٗ مَالًا مَّمْدُوْدًا ۟ۙ
او ډیر زیات مال مې ور کړی دی.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَّبَنِیْنَ شُهُوْدًا ۟ۙ
او ملاتړي ځامن هم.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَّمَهَّدْتُّ لَهٗ تَمْهِیْدًا ۟ۙ
او هغه ته مې حالات برابر کړي دي.
Arabic explanations of the Qur’an:
ثُمَّ یَطْمَعُ اَنْ اَزِیْدَ ۟ۙ
بیا هم هیله لري چې زه نوره زیاته پیرزوینه هم وکړم.
Arabic explanations of the Qur’an:
كَلَّا ؕ— اِنَّهٗ كَانَ لِاٰیٰتِنَا عَنِیْدًا ۟ؕ
نه هیڅکله نه.بلکې زمونږ د ایتونو کلک دښمن دی.
Arabic explanations of the Qur’an:
سَاُرْهِقُهٗ صَعُوْدًا ۟ؕ
ډیر ژر به یي د عذاب لوړې پوړۍ ته وخیژوم.
Arabic explanations of the Qur’an:
اِنَّهٗ فَكَّرَ وَقَدَّرَ ۟ۙ
بې شکه چې هغه فکر وکړ او بیا یې اټکل.
Arabic explanations of the Qur’an:
فَقُتِلَ كَیْفَ قَدَّرَ ۟ۙ
نو هلاک دې شي چې څرنګه اټکل یې کړی دی.
Arabic explanations of the Qur’an:
ثُمَّ قُتِلَ كَیْفَ قَدَّرَ ۟ۙ
بیا دهلاک شي چې څرنګه اټکل یې کړی دی؟
Arabic explanations of the Qur’an:
ثُمَّ نَظَرَ ۟ۙ
بیا یې وکتل.
Arabic explanations of the Qur’an:
ثُمَّ عَبَسَ وَبَسَرَ ۟ۙ
بیا یې مخ تریو او تندی ګونجې کړ.
Arabic explanations of the Qur’an:
ثُمَّ اَدْبَرَ وَاسْتَكْبَرَ ۟ۙ
بیا یې شا او لوي يي وکړه.
Arabic explanations of the Qur’an:
فَقَالَ اِنْ هٰذَاۤ اِلَّا سِحْرٌ یُّؤْثَرُ ۟ۙ
نو ویې ویل:چې قران پرته له پخواني سحر څخه بل څه ندی.
Arabic explanations of the Qur’an:
اِنْ هٰذَاۤ اِلَّا قَوْلُ الْبَشَرِ ۟ؕ
او پرته له دې چې کوم انسان خبرې وي بل څه ندی.
Arabic explanations of the Qur’an:
سَاُصْلِیْهِ سَقَرَ ۟
ډير ژر به يي جهنم ته ننه باسم.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَمَاۤ اَدْرٰىكَ مَا سَقَرُ ۟ؕ
ته څه پوه کړې چې جهنم څه دی؟
Arabic explanations of the Qur’an:
لَا تُبْقِیْ وَلَا تَذَرُ ۟ۚ
هیڅ شی پرې نه پاتې کیږي او نه څه پریږدي.
Arabic explanations of the Qur’an:
لَوَّاحَةٌ لِّلْبَشَرِ ۟ۚ
د بدن ښکاره پوستکی سوزوي.
Arabic explanations of the Qur’an:
عَلَیْهَا تِسْعَةَ عَشَرَ ۟ؕ
نولس ملایکې پرې مقررې شوي دي.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَمَا جَعَلْنَاۤ اَصْحٰبَ النَّارِ اِلَّا مَلٰٓىِٕكَةً ۪— وَّمَا جَعَلْنَا عِدَّتَهُمْ اِلَّا فِتْنَةً لِّلَّذِیْنَ كَفَرُوْا ۙ— لِیَسْتَیْقِنَ الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْكِتٰبَ وَیَزْدَادَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِیْمَانًا وَّلَا یَرْتَابَ الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْكِتٰبَ وَالْمُؤْمِنُوْنَ ۙ— وَلِیَقُوْلَ الَّذِیْنَ فِیْ قُلُوْبِهِمْ مَّرَضٌ وَّالْكٰفِرُوْنَ مَاذَاۤ اَرَادَ اللّٰهُ بِهٰذَا مَثَلًا ؕ— كَذٰلِكَ یُضِلُّ اللّٰهُ مَنْ یَّشَآءُ وَیَهْدِیْ مَنْ یَّشَآءُ ؕ— وَمَا یَعْلَمُ جُنُوْدَ رَبِّكَ اِلَّا هُوَ ؕ— وَمَا هِیَ اِلَّا ذِكْرٰی لِلْبَشَرِ ۟۠
مونږ د دوزخ ساتونکي یوازې ملایکې ګرځولي دي او شمیر يي مونږ کافرانو ته ازمیښت ګرځولی دی.تر څو د هغو خلکو چې(پخوا)کتاب ور کړای شوی باور پوخ،او د مؤمنانو ایمان زیات شي.اود کتاب خاوندان او مؤمنان شک ونه کړي.او د زړونو ناروغان او کافران ووايې چې له دې مثال څخه د الله اراده څه ده؟په همدې ډول د الله چې چاته خوښه شي بې لارې کوي يي.او چاته يي چې خوښه شي لار ورښايي.او ستا د رب لښکرې یوازې هغه ته معلومې دي او بس. او دا هر څه پرته لدې چې دانسانانو لپاره پندوي،بل څه ندي.
Arabic explanations of the Qur’an:
كَلَّا وَالْقَمَرِ ۟ۙ
نه!قسم په سپوږمۍ.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَالَّیْلِ اِذْ اَدْبَرَ ۟ۙ
او قسم په شپه چې مخ په شا شي.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَالصُّبْحِ اِذَاۤ اَسْفَرَ ۟ۙ
او قسم: په سهار چې روڼ شي.
Arabic explanations of the Qur’an:
اِنَّهَا لَاِحْدَی الْكُبَرِ ۟ۙ
بیشکه د دوزخ اور یو له لویو پيښو څخه دی.
Arabic explanations of the Qur’an:
نَذِیْرًا لِّلْبَشَرِ ۟ۙ
د ټولو انسانانو لپاره ډارونکی دی.
Arabic explanations of the Qur’an:
لِمَنْ شَآءَ مِنْكُمْ اَنْ یَّتَقَدَّمَ اَوْ یَتَاَخَّرَ ۟ؕ
نو د خلکو خوښه ده چې د اسلام په لور وړاندې ځي او که له کفر سره وروسته پاتې کیږي.
Arabic explanations of the Qur’an:
كُلُّ نَفْسٍ بِمَا كَسَبَتْ رَهِیْنَةٌ ۟ۙ
هر ساکښ په خپلو کړو کې ګاڼه دی.
Arabic explanations of the Qur’an:
اِلَّاۤ اَصْحٰبَ الْیَمِیْنِ ۟ؕۛ
خو پرته د ښي اړخ له خاوندانو.
Arabic explanations of the Qur’an:
فِیْ جَنّٰتٍ ۛ۫— یَتَسَآءَلُوْنَ ۟ۙ
چې په جنتونو کې به یو له بل څخه پوښتنه کوي.
Arabic explanations of the Qur’an:
عَنِ الْمُجْرِمِیْنَ ۟ۙ
د مجرمانو په هکله.
Arabic explanations of the Qur’an:
مَا سَلَكَكُمْ فِیْ سَقَرَ ۟
او له مجرمانو څخه به هم پوښتي چې تاسې څه شي په دوزخ کې داخل کړئ.
Arabic explanations of the Qur’an:
قَالُوْا لَمْ نَكُ مِنَ الْمُصَلِّیْنَ ۟ۙ
مجرمان به وايي:مونږ لمونځ کوونکي نه وو.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَلَمْ نَكُ نُطْعِمُ الْمِسْكِیْنَ ۟ۙ
او نه مو بې وزلو ته خوراک ور کاوو.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَكُنَّا نَخُوْضُ مَعَ الْخَآىِٕضِیْنَ ۟ۙ
او د اسلام په ضد لاس وهونکو سره به مو لاس واهه.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَكُنَّا نُكَذِّبُ بِیَوْمِ الدِّیْنِ ۟ۙ
او د جزا او سزا ورځ مو درواغ ګڼله.
Arabic explanations of the Qur’an:
حَتّٰۤی اَتٰىنَا الْیَقِیْنُ ۟ؕ
تر هغو چې له مرګ سره مخ شو.
Arabic explanations of the Qur’an:
فَمَا تَنْفَعُهُمْ شَفَاعَةُ الشّٰفِعِیْنَ ۟ؕ
نودهیچا سپارښتنه ورته ګټه نه رسوي.
Arabic explanations of the Qur’an:
فَمَا لَهُمْ عَنِ التَّذْكِرَةِ مُعْرِضِیْنَ ۟ۙ
نو ولې له پند څخه مخ اړوي؟
Arabic explanations of the Qur’an:
كَاَنَّهُمْ حُمُرٌ مُّسْتَنْفِرَةٌ ۟ۙ
لکه چې تریدلې خره دي.
Arabic explanations of the Qur’an:
فَرَّتْ مِنْ قَسْوَرَةٍ ۟ؕ
چې له زمري یا ښکاري څخه تریدلي وي.
Arabic explanations of the Qur’an:
بَلْ یُرِیْدُ كُلُّ امْرِئٍ مِّنْهُمْ اَنْ یُّؤْتٰی صُحُفًا مُّنَشَّرَةً ۟ۙ
حق منلو ته تیار نه،بلکې هر یو یي غواړي چې باید پرانستی لیک ور کړای شي.
Arabic explanations of the Qur’an:
كَلَّا ؕ— بَلْ لَّا یَخَافُوْنَ الْاٰخِرَةَ ۟ؕ
نه!داسې نده بلکې اصلي خبره داده چې له اخرت څخه نه ډاریږي.
Arabic explanations of the Qur’an:
كَلَّاۤ اِنَّهٗ تَذْكِرَةٌ ۟ۚ
نه:بلکې دا قران پند دی.
Arabic explanations of the Qur’an:
فَمَنْ شَآءَ ذَكَرَهٗ ۟ؕ
نو چې دچا خوښه وي پند دې واخلي.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَمَا یَذْكُرُوْنَ اِلَّاۤ اَنْ یَّشَآءَ اللّٰهُ ؕ— هُوَ اَهْلُ التَّقْوٰی وَاَهْلُ الْمَغْفِرَةِ ۟۠
او پند نه اخلي مګر هله چې د الله خوښه شي.هغه د ویرې او بښنې کولو وړ دی.
Arabic explanations of the Qur’an:
 
Translation of the meanings Surah: Al-Muddaththir
Surahs’ Index Page Number
 
Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation - Maulvi Janbaz Sarfaraz - Translations’ Index

Translation of the meanings of the Noble Quran into Pashto language - Maulvi Janbaz Sarfaraz

close