Check out the new design

Translation of the Meanings of the Noble Quran - Pashto Translation - Rowwad Translation Center * - Index of Translations

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

Translation of the Meanings Surah: At-Tahrīm   Verse:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا تُوْبُوْۤا اِلَی اللّٰهِ تَوْبَةً نَّصُوْحًا ؕ— عَسٰی رَبُّكُمْ اَنْ یُّكَفِّرَ عَنْكُمْ سَیِّاٰتِكُمْ وَیُدْخِلَكُمْ جَنّٰتٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ ۙ— یَوْمَ لَا یُخْزِی اللّٰهُ النَّبِیَّ وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا مَعَهٗ ۚ— نُوْرُهُمْ یَسْعٰی بَیْنَ اَیْدِیْهِمْ وَبِاَیْمَانِهِمْ یَقُوْلُوْنَ رَبَّنَاۤ اَتْمِمْ لَنَا نُوْرَنَا وَاغْفِرْ لَنَا ۚ— اِنَّكَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ ۟
اې هغو کسانو چې ايمان يې راوړی! الله ته توبه وباسئ، سوچه توبه، ښايي چې پالونکی مو بدۍ در څخه ورژوي او داسې جنتونو ته مو ننباسي چې ترې لاندې يې ويالې بهيږي، هغه ورځ چې الله به نبي (عليه السلام) او هغه كسان چې له ده سره يې ايمان راوړى، ونه شرموي، رڼاګانې به يې مخې او ښۍ غاړو ته ځغلي، وايي به: زموږ ربه! زموږ رڼا راته پوره كړه او موږ ته بخښنه وكړه، په رېښتيا ته پر هر څه ځواکمن يې.
Arabic Tafsirs:
یٰۤاَیُّهَا النَّبِیُّ جَاهِدِ الْكُفَّارَ وَالْمُنٰفِقِیْنَ وَاغْلُظْ عَلَیْهِمْ ؕ— وَمَاْوٰىهُمْ جَهَنَّمُ ؕ— وَبِئْسَ الْمَصِیْرُ ۟
اې نبى! له كافرانو او منافقانو سره جهاد وكړه او سخت چلند ورسره كوه او د هغوى استوګنځى جهنم دى او هغه د ورتلو بد ځاى دى.
Arabic Tafsirs:
ضَرَبَ اللّٰهُ مَثَلًا لِّلَّذِیْنَ كَفَرُوا امْرَاَتَ نُوْحٍ وَّامْرَاَتَ لُوْطٍ ؕ— كَانَتَا تَحْتَ عَبْدَیْنِ مِنْ عِبَادِنَا صَالِحَیْنِ فَخَانَتٰهُمَا فَلَمْ یُغْنِیَا عَنْهُمَا مِنَ اللّٰهِ شَیْـًٔا وَّقِیْلَ ادْخُلَا النَّارَ مَعَ الدّٰخِلِیْنَ ۟
الله د كافرانو په هكله د نوح او لوط مېرمنې د بېلګې په توګه بيانوي چې زموږ د دوو نېكو بندګانو (تر نكاح) لاندې وې، خو بيا يې خيانت ورسره وكړ نو هغوى (نوح او لوط) د الله (له عذاب) څخه هيڅ شى ترې ايسار نه كړى شول او هغو (ښځو) ته وويل شول: دواړه اور ته ننوځئ له نورو ننوتونكو سره.
Arabic Tafsirs:
وَضَرَبَ اللّٰهُ مَثَلًا لِّلَّذِیْنَ اٰمَنُوا امْرَاَتَ فِرْعَوْنَ ۘ— اِذْ قَالَتْ رَبِّ ابْنِ لِیْ عِنْدَكَ بَیْتًا فِی الْجَنَّةِ وَنَجِّنِیْ مِنْ فِرْعَوْنَ وَعَمَلِهٖ وَنَجِّنِیْ مِنَ الْقَوْمِ الظّٰلِمِیْنَ ۟ۙ
او د هغو کسانو لپاره چې ايمان يې راوړی وو الله د فرعون د مېرمنې بېلګه وړاندې كوي، چې ويې ويل: زما ربه! زما لپاره خپل ځان سره په جنت كې يو كور جوړ كړه او له فرعون او د هغه له عمله مې وژغوره او له ظالمانو خلكو خلاصون را کړه.
Arabic Tafsirs:
وَمَرْیَمَ ابْنَتَ عِمْرٰنَ الَّتِیْۤ اَحْصَنَتْ فَرْجَهَا فَنَفَخْنَا فِیْهِ مِنْ رُّوْحِنَا وَصَدَّقَتْ بِكَلِمٰتِ رَبِّهَا وَكُتُبِهٖ وَكَانَتْ مِنَ الْقٰنِتِیْنَ ۟۠
او (همدارنګه) مريم د عمران لور، هغه چې د خپل شرمځاى ساتنه يې وكړه، بيا موږ په هغې كې له خپل لورې څخه روح پو كړ او هغې د خپل پالونکي په خبرو او كتابونو باور كړى و او له امر منونكو څخه وه.
Arabic Tafsirs:
 
Translation of the Meanings Surah: At-Tahrīm
Index of Surahs Page Number
 
Translation of the Meanings of the Noble Quran - Pashto Translation - Rowwad Translation Center - Index of Translations

translated by Rowwad Translation Center, in cooperation with the Islamic Propagation Office in Rabwah and the Association for Serving Islamic Content in Languages.

Close