Check out the new design

Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto Translation - Rowwad Translation Center * - Translations’ Index

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

Translation of the meanings Surah: At-Talāq   Ayah:

طلاق

یٰۤاَیُّهَا النَّبِیُّ اِذَا طَلَّقْتُمُ النِّسَآءَ فَطَلِّقُوْهُنَّ لِعِدَّتِهِنَّ وَاَحْصُوا الْعِدَّةَ ۚ— وَاتَّقُوا اللّٰهَ رَبَّكُمْ ۚ— لَا تُخْرِجُوْهُنَّ مِنْ بُیُوْتِهِنَّ وَلَا یَخْرُجْنَ اِلَّاۤ اَنْ یَّاْتِیْنَ بِفَاحِشَةٍ مُّبَیِّنَةٍ ؕ— وَتِلْكَ حُدُوْدُ اللّٰهِ ؕ— وَمَنْ یَّتَعَدَّ حُدُوْدَ اللّٰهِ فَقَدْ ظَلَمَ نَفْسَهٗ ؕ— لَا تَدْرِیْ لَعَلَّ اللّٰهَ یُحْدِثُ بَعْدَ ذٰلِكَ اَمْرًا ۟
اې نبي! كله چې تاسي مېرمنې طلاقوئ نو عدت (پيلېدو) كې يې طلاقوئ او عدت شمېرئ، او له خپل پالونکي الله څخه وېره كوئ، هغوى له خپلو كورونو مه وباسئ او نه دې هغوى وځي مګر دا چې ښكاره بې شرمي وكړي، او همدا د الله (ټاكلې) پولې دي او څوك چې د الله له پولو تېرى كوي نو په رېښتيا پر خپل ځان يې ظلم كړى، ته نه پوهېږې، ښايي له هغه وروسته الله څه بل كار راپېښ كړي.
Arabic explanations of the Qur’an:
فَاِذَا بَلَغْنَ اَجَلَهُنَّ فَاَمْسِكُوْهُنَّ بِمَعْرُوْفٍ اَوْ فَارِقُوْهُنَّ بِمَعْرُوْفٍ وَّاَشْهِدُوْا ذَوَیْ عَدْلٍ مِّنْكُمْ وَاَقِیْمُوا الشَّهَادَةَ لِلّٰهِ ؕ— ذٰلِكُمْ یُوْعَظُ بِهٖ مَنْ كَانَ یُؤْمِنُ بِاللّٰهِ وَالْیَوْمِ الْاٰخِرِ ؕ۬— وَمَنْ یَّتَّقِ اللّٰهَ یَجْعَلْ لَّهٗ مَخْرَجًا ۟ۙ
نو كله چې هغوى خپلو نېټو ته ورنږدې شوې، بيا يې يا خپلو كورونو كې په ښه توګه وساتئ، يا يې په ښه توګه (له ځانه) بېلې كړئ، او له خپلو دوه تنه عادل شاهدان ونيسئ او (خاص) د الله لپاره شاهدي ترسره كوئ، پر همدې هغه چا ته نصيحت كيږي چې پر الله او د آخرت پر ورځ يې ايمان راوړى وي، او څوك چې له الله وېره كوي، (الله به) هغه ته د خلاصون لار پيدا كوي.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَّیَرْزُقْهُ مِنْ حَیْثُ لَا یَحْتَسِبُ ؕ— وَمَنْ یَّتَوَكَّلْ عَلَی اللّٰهِ فَهُوَ حَسْبُهٗ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ بَالِغُ اَمْرِهٖ ؕ— قَدْ جَعَلَ اللّٰهُ لِكُلِّ شَیْءٍ قَدْرًا ۟
او له يو داسې لورې به روزي وركوي چې ګومان يې نه كوي او څوك چې پر الله بروسه وكړي نو همغه ورته بسنه کوي، بېشكه الله د خپل كار ترسره كوونكى دى، په رېښتيا الله هرشي ته يوه اندازه (يا نېټه) ټاكلې ده.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَا یَىِٕسْنَ مِنَ الْمَحِیْضِ مِنْ نِّسَآىِٕكُمْ اِنِ ارْتَبْتُمْ فَعِدَّتُهُنَّ ثَلٰثَةُ اَشْهُرٍ وَّا لَمْ یَحِضْنَ ؕ— وَاُولَاتُ الْاَحْمَالِ اَجَلُهُنَّ اَنْ یَّضَعْنَ حَمْلَهُنَّ ؕ— وَمَنْ یَّتَّقِ اللّٰهَ یَجْعَلْ لَّهٗ مِنْ اَمْرِهٖ یُسْرًا ۟
او ستاسي له مېرمنو څخه چې كومې له حيضه ناهيلې شوې وي د هغوی په اړه كه تاسي شكمن شوي ياست نو د هغوی عدت درې مياشتې دى، او همدغه حكم د هغو ښځو دى چې لا تر اوسه يې حيض نه وي راغلى او د حامله ښځو د عدت حد دا دى چې هغوې حمل وضع كړي، څوك چې له الله نه وويريږي د هغه په کار کې هغه اسانتيا پېدا كوى.
Arabic explanations of the Qur’an:
ذٰلِكَ اَمْرُ اللّٰهِ اَنْزَلَهٗۤ اِلَیْكُمْ ؕ— وَمَنْ یَّتَّقِ اللّٰهَ یُكَفِّرْ عَنْهُ سَیِّاٰتِهٖ وَیُعْظِمْ لَهٗۤ اَجْرًا ۟
دا د الله امر دى چې تاسو ته يې نازل كړى او څوك چې له الله وډار شي، بدۍ به ترې ورېژوي او ډېر لوى اجر به وركړي.
Arabic explanations of the Qur’an:
اَسْكِنُوْهُنَّ مِنْ حَیْثُ سَكَنْتُمْ مِّنْ وُّجْدِكُمْ وَلَا تُضَآرُّوْهُنَّ لِتُضَیِّقُوْا عَلَیْهِنَّ ؕ— وَاِنْ كُنَّ اُولَاتِ حَمْلٍ فَاَنْفِقُوْا عَلَیْهِنَّ حَتّٰی یَضَعْنَ حَمْلَهُنَّ ۚ— فَاِنْ اَرْضَعْنَ لَكُمْ فَاٰتُوْهُنَّ اُجُوْرَهُنَّ ۚ— وَاْتَمِرُوْا بَیْنَكُمْ بِمَعْرُوْفٍ ۚ— وَاِنْ تَعَاسَرْتُمْ فَسَتُرْضِعُ لَهٗۤ اُخْرٰی ۟ؕ
چېرته چې تاسي استوګنه كوئ هغوى (طلاقې شوې ښځې) همغلته مېشتې كړئ له خپل وس سره سم، او ضرر مه ورته رسوئ چې تنګسه پرې راولئ (په روزي او ځاى كې) او كه هغوى بلاربې وي؛ نو تر هغه خرڅه پرې وكړئ چې خپل بار كوز كړي نو كه بيا يې ستاسي (بچيانو) لپاره تى وركولو، نو مزدوري يې وركړئ او خپلو كې په ښه توګه مشوره كوئ او كه لانجه مو سره وكړه نو بله به تى وركړي.
Arabic explanations of the Qur’an:
لِیُنْفِقْ ذُوْ سَعَةٍ مِّنْ سَعَتِهٖ ؕ— وَمَنْ قُدِرَ عَلَیْهِ رِزْقُهٗ فَلْیُنْفِقْ مِمَّاۤ اٰتٰىهُ اللّٰهُ ؕ— لَا یُكَلِّفُ اللّٰهُ نَفْسًا اِلَّا مَاۤ اٰتٰىهَا ؕ— سَیَجْعَلُ اللّٰهُ بَعْدَ عُسْرٍ یُّسْرًا ۟۠
په كار ده چې شتمن له خپلې شتمنۍ لګښت وكړي او پر چا چې روزي تنګه شوې وي نو څه چې الله وركړي وي له همغو دې خرڅه كوي، الله څوك پر بل شي نه نيسى پرته له هغه چې وركړي يې وي الله به له تنګسې وروسته اسانې راولي.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَكَاَیِّنْ مِّنْ قَرْیَةٍ عَتَتْ عَنْ اَمْرِ رَبِّهَا وَرُسُلِهٖ فَحَاسَبْنٰهَا حِسَابًا شَدِیْدًا وَّعَذَّبْنٰهَا عَذَابًا نُّكْرًا ۟
او ډېر داسې كلي وو چې د خپل رب او د هغه د رسولانو له امره يې سرغړونه وكړه، بيا موږ هم سخت حساب ورسره وكړ او عذاب مو وركړ، سخت عذاب.
Arabic explanations of the Qur’an:
فَذَاقَتْ وَبَالَ اَمْرِهَا وَكَانَ عَاقِبَةُ اَمْرِهَا خُسْرًا ۟
نو د خپل كار سزا يې وڅكله او د كار پايله يې (سراسر) تاوان و.
Arabic explanations of the Qur’an:
اَعَدَّ اللّٰهُ لَهُمْ عَذَابًا شَدِیْدًا ۙ— فَاتَّقُوا اللّٰهَ یٰۤاُولِی الْاَلْبَابِ— الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا ۛۚ— قَدْ اَنْزَلَ اللّٰهُ اِلَیْكُمْ ذِكْرًا ۟ۙ
هغوى ته الله سخت عذاب چمتو كړى، نو له الله ووېرېږئ اې د عقل څښتنانو كومو چې ايمان راوړى! بېشكه الله تاسي ته نصيحت رانازل كړى.
Arabic explanations of the Qur’an:
رَّسُوْلًا یَّتْلُوْا عَلَیْكُمْ اٰیٰتِ اللّٰهِ مُبَیِّنٰتٍ لِّیُخْرِجَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ مِنَ الظُّلُمٰتِ اِلَی النُّوْرِ ؕ— وَمَنْ یُّؤْمِنْ بِاللّٰهِ وَیَعْمَلْ صَالِحًا یُّدْخِلْهُ جَنّٰتٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ خٰلِدِیْنَ فِیْهَاۤ اَبَدًا ؕ— قَدْ اَحْسَنَ اللّٰهُ لَهٗ رِزْقًا ۟
يو داسې رسول چې د الله څرګندوونكي آيتونه درته اوروي لولي تر څو هغه كسان له تيارو څخه رڼا ته را وباسي چې ايمان يې راوړى او ښه كارونه يې كړي او هر څوك چې پر الله ايمان راوړي او سم كار كوي، داسې جنتونو ته به يې ننباسي چې ترې لاندې يې ويالې بهيږي، تل ترتله به پكې اوسېدونكي وي، بېشكه الله هغه ته غوره روزي وركړې ده.
Arabic explanations of the Qur’an:
اَللّٰهُ الَّذِیْ خَلَقَ سَبْعَ سَمٰوٰتٍ وَّمِنَ الْاَرْضِ مِثْلَهُنَّ ؕ— یَتَنَزَّلُ الْاَمْرُ بَیْنَهُنَّ لِتَعْلَمُوْۤا اَنَّ اللّٰهَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ ۙ— وَّاَنَّ اللّٰهَ قَدْ اَحَاطَ بِكُلِّ شَیْءٍ عِلْمًا ۟۠
الله همغه دى چې اووه اسمانونه يې پيدا كړي او ځمكې هم په همدې شان، د الله امر د هغو ترمنځ رانازليږي تر څو وپوهېږئ چې الله پر هر شي ښه قادر دى او چې په رېښتيا الله د علم له مخې پر هر څه راچاپېر دى.
Arabic explanations of the Qur’an:
 
Translation of the meanings Surah: At-Talāq
Surahs’ Index Page Number
 
Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto Translation - Rowwad Translation Center - Translations’ Index

translated by Rowwad Translation Center, in cooperation with the Islamic Propagation Office in Rabwah and the Association for Serving Islamic Content in Languages.

close