Check out the new design

Translation of the Meanings of the Noble Quran - Pashto Translation - Rowwad Translation Center * - Index of Translations

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

Translation of the Meanings Surah: Al-Baqarah   Verse:
وَاِذْ قَالَ اِبْرٰهٖمُ رَبِّ اَرِنِیْ كَیْفَ تُحْیِ الْمَوْتٰی ؕ— قَالَ اَوَلَمْ تُؤْمِنْ ؕ— قَالَ بَلٰی وَلٰكِنْ لِّیَطْمَىِٕنَّ قَلْبِیْ ؕ— قَالَ فَخُذْ اَرْبَعَةً مِّنَ الطَّیْرِ فَصُرْهُنَّ اِلَیْكَ ثُمَّ اجْعَلْ عَلٰی كُلِّ جَبَلٍ مِّنْهُنَّ جُزْءًا ثُمَّ ادْعُهُنَّ یَاْتِیْنَكَ سَعْیًا ؕ— وَاعْلَمْ اَنَّ اللّٰهَ عَزِیْزٌ حَكِیْمٌ ۟۠
او كله چې ابراهيم وويل: اي ربه! ته راوښايه چې د مړي څرنګه را ژوندي كوې؟ ويې فرمايل: آيا باور نه كوې؟ وېلې څنګه نه، خو د دې لپاره چې زړه مې (ښه) ډاډه شي [ایمان مې ډیرشي]. ويې فرمايل: ښه نو له دې مرغانو څلور ونيسه بيا يې ښه درنږدې كړه او ټوټه ټوټه یې کړه بيا يې په هر غره يوه يوه برخه كيږده، بيا يې را وبوله، په منډه به درته راشي، او پوه شه چې بېشکه الله حکمت والا برلاسى ذات دى.
Arabic Tafsirs:
مَثَلُ الَّذِیْنَ یُنْفِقُوْنَ اَمْوَالَهُمْ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ كَمَثَلِ حَبَّةٍ اَنْۢبَتَتْ سَبْعَ سَنَابِلَ فِیْ كُلِّ سُنْۢبُلَةٍ مِّائَةُ حَبَّةٍ ؕ— وَاللّٰهُ یُضٰعِفُ لِمَنْ یَّشَآءُ ؕ— وَاللّٰهُ وَاسِعٌ عَلِیْمٌ ۟
د هغو خلكو مثال چې خپل مالونه د الله په لار كې لګوي داسې دى لكه يوه دانه (تخم) چې اوه وږي راشنه كړي (بيا) په هر وږي كې سل دانې وي او چا ته چې الله وغواړي (نورهم) زياتوي او الله ښه پوه د پراخۍ څښتن دى.
Arabic Tafsirs:
اَلَّذِیْنَ یُنْفِقُوْنَ اَمْوَالَهُمْ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ ثُمَّ لَا یُتْبِعُوْنَ مَاۤ اَنْفَقُوْا مَنًّا وَّلَاۤ اَذًی ۙ— لَّهُمْ اَجْرُهُمْ عِنْدَ رَبِّهِمْ ۚ— وَلَا خَوْفٌ عَلَیْهِمْ وَلَا هُمْ یَحْزَنُوْنَ ۟
هغه کسان چې خپل مالونه د الله په لار كې لګوى بيا په خپلو لګښتونو پسى منت بارول او ځورول نه كوي نو له خپل رب سره يې اجرونه دي چې نه به پر دوى څه ډار وي او نه به خپه كيږي.
Arabic Tafsirs:
قَوْلٌ مَّعْرُوْفٌ وَّمَغْفِرَةٌ خَیْرٌ مِّنْ صَدَقَةٍ یَّتْبَعُهَاۤ اَذًی ؕ— وَاللّٰهُ غَنِیٌّ حَلِیْمٌ ۟
ښه خبره او بخښنه تر هغه خيراته ډېره غوره ده چې ځورول ورپسې وي او الله خو د ډېر زغم والا غني ذات دى.
Arabic Tafsirs:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تُبْطِلُوْا صَدَقٰتِكُمْ بِالْمَنِّ وَالْاَذٰی ۙ— كَالَّذِیْ یُنْفِقُ مَالَهٗ رِئَآءَ النَّاسِ وَلَا یُؤْمِنُ بِاللّٰهِ وَالْیَوْمِ الْاٰخِرِ ؕ— فَمَثَلُهٗ كَمَثَلِ صَفْوَانٍ عَلَیْهِ تُرَابٌ فَاَصَابَهٗ وَابِلٌ فَتَرَكَهٗ صَلْدًا ؕ— لَا یَقْدِرُوْنَ عَلٰی شَیْءٍ مِّمَّا كَسَبُوْا ؕ— وَاللّٰهُ لَا یَهْدِی الْقَوْمَ الْكٰفِرِیْنَ ۟
اى مومنانو! خپل خيراتونه مو په احسان بارولو او كړولو مه باطلوئ، لكه هغه كس چې خپل مال خلكو ته د ځان ښودنې په خاطر لګوي حال دا چې په الله او ورستۍ ورځ ايمان هم نه لري. نو مثال يې هغې تيږې ته ورته دى چې څه خاوره ورباندى پرته وي، بيا پرې يو سخت باران وشى چې پاكه ښويه يې پريږدي. له خپلو لاسته راوړنو به په هيڅ شي ونه توانېږي. او الله ظالم قوم ته هدايت نه كوي.
Arabic Tafsirs:
 
Translation of the Meanings Surah: Al-Baqarah
Index of Surahs Page Number
 
Translation of the Meanings of the Noble Quran - Pashto Translation - Rowwad Translation Center - Index of Translations

translated by Rowwad Translation Center, in cooperation with the Islamic Propagation Office in Rabwah and the Association for Serving Islamic Content in Languages.

Close