Check out the new design

Translation of the Meanings of the Noble Quran - Pashto Translation - Rowwad Translation Center * - Index of Translations

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

Translation of the Meanings Surah: Al-Baqarah   Verse:
وَاِذَا طَلَّقْتُمُ النِّسَآءَ فَبَلَغْنَ اَجَلَهُنَّ فَاَمْسِكُوْهُنَّ بِمَعْرُوْفٍ اَوْ سَرِّحُوْهُنَّ بِمَعْرُوْفٍ ۪— وَلَا تُمْسِكُوْهُنَّ ضِرَارًا لِّتَعْتَدُوْا ۚ— وَمَنْ یَّفْعَلْ ذٰلِكَ فَقَدْ ظَلَمَ نَفْسَهٗ ؕ— وَلَا تَتَّخِذُوْۤا اٰیٰتِ اللّٰهِ هُزُوًا ؗ— وَّاذْكُرُوْا نِعْمَتَ اللّٰهِ عَلَیْكُمْ وَمَاۤ اَنْزَلَ عَلَیْكُمْ مِّنَ الْكِتٰبِ وَالْحِكْمَةِ یَعِظُكُمْ بِهٖ ؕ— وَاتَّقُوا اللّٰهَ وَاعْلَمُوْۤا اَنَّ اللّٰهَ بِكُلِّ شَیْءٍ عَلِیْمٌ ۟۠
او کله چې طلاق ورکړئ تاسو ښځو ته (رجعي طلاق) او د هغو د عدت نېټه نږدي شي، نو (یا یې) په ښه توګه له ځان سره ایسارې کړئ او (یا یې) په غوره طریقه رخصت کړئ او یوازې د ځورولو لپاره يې مه ايساروئ چې له حده تېری وکړئ. او څوک چې دا کار وکړي نو پر خپل ځان یې ظلم وکړ او د الله پر آیاتونو ملنډې مه وهئ او یاد کړئ د الله تعالی نعمت پر تاسي او هغه چې پرتاسي له کتاب او حکمت نه نازل شوي دي چې تاسي ته پر هغو الله پند درکوي او له الله نه ووېرېږئ او پوه شئ چې بېشکه الله تعالی پر هر څه ښه پوه دی.
Arabic Tafsirs:
وَاِذَا طَلَّقْتُمُ النِّسَآءَ فَبَلَغْنَ اَجَلَهُنَّ فَلَا تَعْضُلُوْهُنَّ اَنْ یَّنْكِحْنَ اَزْوَاجَهُنَّ اِذَا تَرَاضَوْا بَیْنَهُمْ بِالْمَعْرُوْفِ ؕ— ذٰلِكَ یُوْعَظُ بِهٖ مَنْ كَانَ مِنْكُمْ یُؤْمِنُ بِاللّٰهِ وَالْیَوْمِ الْاٰخِرِ ؕ— ذٰلِكُمْ اَزْكٰی لَكُمْ وَاَطْهَرُ ؕ— وَاللّٰهُ یَعْلَمُ وَاَنْتُمْ لَا تَعْلَمُوْنَ ۟
او کله چې تاسو ښځو ته طلاق ورکړئ او هغوی د خپل عدت آخر ته ورسېږي، نو هغوی له خپلو پخوانیو خاوندانو سره له نکاح مه منع کوئ، چې په نیکه طریقه په خوښه سره وي. په دې (حکم د نه منع کولو) باندې هغه چا ته پند ورکول کېږي څوک چې له تاسي نه پر الله او د آخرت پر ورځ ایمان لري، دا پاکوونکی (بچ کوونکی) دی تاسو لپاره (له بدنامۍ نه) او پاکوونکی دی (له بد کارۍ نه) او الله تعالی پوهیږي او تاسو نه پوهیږئ.
Arabic Tafsirs:
وَالْوَالِدٰتُ یُرْضِعْنَ اَوْلَادَهُنَّ حَوْلَیْنِ كَامِلَیْنِ لِمَنْ اَرَادَ اَنْ یُّتِمَّ الرَّضَاعَةَ ؕ— وَعَلَی الْمَوْلُوْدِ لَهٗ رِزْقُهُنَّ وَكِسْوَتُهُنَّ بِالْمَعْرُوْفِ ؕ— لَا تُكَلَّفُ نَفْسٌ اِلَّا وُسْعَهَا ۚ— لَا تُضَآرَّ وَالِدَةٌ بِوَلَدِهَا وَلَا مَوْلُوْدٌ لَّهٗ بِوَلَدِهٖ ۗ— وَعَلَی الْوَارِثِ مِثْلُ ذٰلِكَ ۚ— فَاِنْ اَرَادَا فِصَالًا عَنْ تَرَاضٍ مِّنْهُمَا وَتَشَاوُرٍ فَلَا جُنَاحَ عَلَیْهِمَا ؕ— وَاِنْ اَرَدْتُّمْ اَنْ تَسْتَرْضِعُوْۤا اَوْلَادَكُمْ فَلَا جُنَاحَ عَلَیْكُمْ اِذَا سَلَّمْتُمْ مَّاۤ اٰتَیْتُمْ بِالْمَعْرُوْفِ ؕ— وَاتَّقُوا اللّٰهَ وَاعْلَمُوْۤا اَنَّ اللّٰهَ بِمَا تَعْمَلُوْنَ بَصِیْرٌ ۟
او میندې دې خپلو اولادونو ته تر دوه کاله (پس له طلاق او عدت نه هم) شيدې (پۍ) ورکوي، هغه چې غواړي د رضاعت (پۍ ورکولو) موده پوره کړي او د بچي پر پلار د هغوی (میندو) خواړه او جامې دي، په غوره طریقه (له دود او دستور سره سم) او پر هیڅ نفس (کس) د هغه له توان نه زیاتی نه شي کولی او نه به مور ته د هغه د بچې په سبب ضرر رسول کېږي او نه به پلار ته په سبب د هغه د اولاد، او شته په وارث (د پلار) باندې په شان د هغه (نفقه چې په پلار وه). نو که دوی دواړه (مور او پلار) وغواړي (له تي ځینې پخوا له دوه کلونو څخه) بېلول (دماشوم) په خوښۍ او مشورې (د دواړو سره)، پس نشته هیڅ ګناه پر دوی دواړو باندې (په دې کې) او که قصد وکړئ تاسي چې دایې (پۍ ورکوونکې ښځې) ونیسئ! د خپلو بچو لپاره. نو نشته هیڅ ګناه پر تاسي کله چې وسپارئ هغه شی چې مقرر کړې وي تاسو د عرف مطابق او له الله نه ووېرېږئ، او پوه شئ! چې بېشکه الله تعالی هغه عملونه چې تاسي یې کوئ ویني.
Arabic Tafsirs:
 
Translation of the Meanings Surah: Al-Baqarah
Index of Surahs Page Number
 
Translation of the Meanings of the Noble Quran - Pashto Translation - Rowwad Translation Center - Index of Translations

translated by Rowwad Translation Center, in cooperation with the Islamic Propagation Office in Rabwah and the Association for Serving Islamic Content in Languages.

Close