Check out the new design

Übersetzung der Bedeutungen des edlen Qurans - Die Paschtu-Übersetzung von Al-Mukhtasar - Eine Kurzfassung der Bedeutungen des edlen Qurans * - Inhaltsverzeichnis der Übersetzungen


Übersetzung der Bedeutungen Surah: Ṣād   Vers (Ayah):
وَوَهَبْنَا لَهٗۤ اَهْلَهٗ وَمِثْلَهُمْ مَّعَهُمْ رَحْمَةً مِّنَّا وَذِكْرٰی لِاُولِی الْاَلْبَابِ ۟
نو دعا مو ورته قبوله کړه او رنځ مو ترې لرې کړ، او کورنۍ مو ورکړه او نور بچي او لمسي مو هماغسې ور زیات کړل، زمونږ لخوا لورینه وه ورباندې، او د ده د صبر کولو بدله وه، او دې لپاره چې د غوره عقولونو څښتنان پند واخلي چې د صبر پایله راحت او ثواب دی.
Arabische Tafsire:
وَخُذْ بِیَدِكَ ضِغْثًا فَاضْرِبْ بِّهٖ وَلَا تَحْنَثْ ؕ— اِنَّا وَجَدْنٰهُ صَابِرًا ؕ— نِّعْمَ الْعَبْدُ ؕ— اِنَّهٗۤ اَوَّابٌ ۟
کله چې ایوب علیه السلام خپلې میرمنې ته غصه شو، نو قسم یې وخوړ چې خامخا به یې سل درې وهي، مونږ ورته وویل: ای ایوبه! د ډکو یوه ګېډۍ دې په لاس کې واخله نو د خپل قسم څخه د خلاصېدو په موخه يې پرې ووهه، او په هغه قسم چې تا کړې ځان مه ګنهګاروه، نو د ډکو ګېډۍ یې واخیسته او پرې یې ووهله، بېشکه مونږ ده لره په هغه څه چې پرې مو ازمایلی و صبر کوونکی وموند، څومره ښه بنده ؤ هغه، بېشکه الله ته زیات ورګرځېدونکی ؤ.
Arabische Tafsire:
وَاذْكُرْ عِبٰدَنَاۤ اِبْرٰهِیْمَ وَاِسْحٰقَ وَیَعْقُوْبَ اُولِی الْاَیْدِیْ وَالْاَبْصَارِ ۟
ای رسوله! زمونږه هغه بندګان یاد کړه چې غوره کړي مو وو، او هغه رسولان چې لېږلي مو وو چې: ابراهیم او اسحاق او یعقوب وو، بېشکه دوی د الله په طاعت او د هغه د خوښۍ په لټولو کې د ځواک خاوندان وو، او د حق په اړه د ریښتیني بصیرت خاوندان وو.
Arabische Tafsire:
اِنَّاۤ اَخْلَصْنٰهُمْ بِخَالِصَةٍ ذِكْرَی الدَّارِ ۟ۚ
بېشکه مونږ پر هغوی یو ځانګړی احسان کړی ؤ، او هغه دا چې د دوی زړونه مو د آخرت په یادولو، او هغې ته په نېک عمل چمتوالي او خلک هم نېک عمل ته رابللو باندې ودان کړي وو.
Arabische Tafsire:
وَاِنَّهُمْ عِنْدَنَا لَمِنَ الْمُصْطَفَیْنَ الْاَخْیَارِ ۟ؕ
او بېشکه دوی له مونږ سره خامخا له هغو څخه وو چې مونږ خپل طاعت او عبادت لپاره غوره کړي وو، او مونږ د خپل پېغام وړلو او خلکو ته رسولو لپاره غوره کړې وو.
Arabische Tafsire:
وَاذْكُرْ اِسْمٰعِیْلَ وَالْیَسَعَ وَذَا الْكِفْلِ ؕ— وَكُلٌّ مِّنَ الْاَخْیَارِ ۟ؕ
اې پېغمبره! اسماعیل د ابراهیم زوی یاد کړه، الیسع یاد کړه، او ذا الکفل یاد کړه، او ښه ستاینه یې وکړه، همدوی یې وړ دي، او دا ټول د الله په نزد د غوره شوو څخه دي.
Arabische Tafsire:
هٰذَا ذِكْرٌ ؕ— وَاِنَّ لِلْمُتَّقِیْنَ لَحُسْنَ مَاٰبٍ ۟ۙ
دا په قرآن کې د دوی د ښایسته ستاینې یاد دی، او بېشکه د الله د اوامرو په ترسره کولو او د هغه د نواهیو څخه ځان ژغورلو باندې پرهېزګارانو لپاره د آخرت په کور کې ښایسته د ورګرځېدلو ځای دی.
Arabische Tafsire:
جَنّٰتِ عَدْنٍ مُّفَتَّحَةً لَّهُمُ الْاَبْوَابُ ۟ۚ
دا د ورګرځېدو ښایسته ځای د تلپاتې کېدلو جنت دی چې دوی به د قیامت په ورځ ورننوځي، او د دوی ښه راغلاست لپاره به یې ورونه پرانیستي وي.
Arabische Tafsire:
مُتَّكِـِٕیْنَ فِیْهَا یَدْعُوْنَ فِیْهَا بِفَاكِهَةٍ كَثِیْرَةٍ وَّشَرَابٍ ۟
دوی لپاره په سینګار شوو تختونو به ډډه وهلي ناست وي، له خپلو خادمانو به غواړي چې هر هغه ډول زیاتو میوو څخه ورته وړاندې کړي چې دوی یې اشتها لري، او له څښاک څخه هغه شراب او نور څه چې دوی یې اشتها لري.
Arabische Tafsire:
وَعِنْدَهُمْ قٰصِرٰتُ الطَّرْفِ اَتْرَابٌ ۟
او دوی سره به ښځې وي چې یوازې خپلو میړونو ته نظر اچوونکي وي، بل چا ته به نه اوړي، او دوی به په عمر کې سره برابرې وي.
Arabische Tafsire:
هٰذَا مَا تُوْعَدُوْنَ لِیَوْمِ الْحِسَابِ ۟
دا د هغې بدلې پاکه وعده ده -ای پرهېزګارانو- چې تاسو ته دنیا کې د نېکو عملونو په کولو د قیامت په ورځ درکول کېږي.
Arabische Tafsire:
اِنَّ هٰذَا لَرِزْقُنَا مَا لَهٗ مِنْ نَّفَادٍ ۟ۚۖ
بېشکه دا کومه بدله چې یاده شوله زمونږ هغه روزي ده چې پرهېزګارانو ته یې د قیامت په ورځ ورکوو، او دا جاري روزي ده، نه پرې کېږي او نه ختمېږي.
Arabische Tafsire:
هٰذَا ؕ— وَاِنَّ لِلطّٰغِیْنَ لَشَرَّ مَاٰبٍ ۟ۙ
دا کوم چې مو یاد کړل د پرهېزګارانو بدله ده، او د الله د حدودو څخه په کفر او ګناهونو تېری کوونکو لپاره د پرهېزګارانو د بدلې څخه متفاوته بدله ده، نو دوی لپاره بد ځای د ورګرځېدو دی چې د قیامت په ورځ به وروګرځي.
Arabische Tafsire:
جَهَنَّمَ ۚ— یَصْلَوْنَهَا ۚ— فَبِئْسَ الْمِهَادُ ۟
دا بدله دوزخ دی چې ترې چاپېره دی، او دوی یې تودوښه او لمبې ویني، دوی لپاره له همدې څخه بسترې دي، نو بدې بسترې د دوی دي.
Arabische Tafsire:
هٰذَا ۙ— فَلْیَذُوْقُوْهُ حَمِیْمٌ وَّغَسَّاقٌ ۟ۙ
دا عذاب خو سختې ګرمې اوبه دي، او په دې کې د عذاب شوو دوزخیانو له تنو څخه روانې زوې، نو ودې څښي، دا د دوی هغه څښاک دی چې له تندې خړوبول نه کوي.
Arabische Tafsire:
وَّاٰخَرُ مِنْ شَكْلِهٖۤ اَزْوَاجٌ ۟ؕ
او دوی لره بل د دې په شان عذاب هم شته، نو دوی لره ګڼ ډول عذابونه دي چې په آخرت کې ورکول کېږي.
Arabische Tafsire:
هٰذَا فَوْجٌ مُّقْتَحِمٌ مَّعَكُمْ ۚ— لَا مَرْحَبًا بِهِمْ ؕ— اِنَّهُمْ صَالُوا النَّارِ ۟
او کله چې دوزخیان ننوځي نو د دوی تر منځ هغه ښکنځلې وشي کومې چې د جګړه مارو ترمنځ وي، او یو له بل څخه بېزاره شي، نو ځینې یې وایي: دا ډله د دوزخیانو تاسو سره دوزخ ته ننوځي، نو ځواب ورکوي: دوی ته دې هرکلی نه وي، دوی به هم د اور هغه شان عذاب څکي چې مونږ یې څکو.
Arabische Tafsire:
قَالُوْا بَلْ اَنْتُمْ ۫— لَا مَرْحَبًا بِكُمْ ؕ— اَنْتُمْ قَدَّمْتُمُوْهُ لَنَا ۚ— فَبِئْسَ الْقَرَارُ ۟
د تابعدارانو ډله به خپلو مشرانو ته وایي: بلکې تاسو -ای تابعداري کړل شوو مشرانو- ته دې هرکلی نه وي، هم تاسو زمونږ د دې دردناک عذاب لامل یاست زمونږ په بې لارې کولو او ستاسو په سرکښۍ کولو، نو بد تمځای خو همدا تمځای دی، د ټولو هغه تمځای چې د دوزخ اور دی.
Arabische Tafsire:
قَالُوْا رَبَّنَا مَنْ قَدَّمَ لَنَا هٰذَا فَزِدْهُ عَذَابًا ضِعْفًا فِی النَّارِ ۟
تابعداران به وایي: ای زمونږه ربه، چا چې مونږ د هدایت له راتللو څخه وروسته بې لارې کړي یو، نو په اور کې یې عذاب څو برابر کړه.
Arabische Tafsire:
Die Nutzen der Verse auf dieser Seite:
• من صبر على الضر فالله تعالى يثيبه ثوابًا عاجلًا وآجلًا، ويستجيب دعاءه إذا دعاه.
چا چې په رنځ صبر وکړ نو الله تعالی به ورته عاجل او وروسته ثواب ورکړي، او دعا به یې قبوله کړي کله چې دعا وکړي.

• في الآيات دليل على أن للزوج أن يضرب امرأته تأديبًا ضربًا غير مبرح؛ فأيوب عليه السلام حلف على ضرب امرأته ففعل.
په آیتونو کې په دې دلالت دی چې مېړه ته جائز دي چې خپله میرمن د ادب په موخه داسې ووهي چې زخم جوړ نکړي، ځکه ایوب علیه السلام د خپلې مېرمنې د وهلو قسم خوړلی ؤ نو ویې وهله.

 
Übersetzung der Bedeutungen Surah: Ṣād
Inhaltsverzeichnis der Suren Nummer der Seite
 
Übersetzung der Bedeutungen des edlen Qurans - Die Paschtu-Übersetzung von Al-Mukhtasar - Eine Kurzfassung der Bedeutungen des edlen Qurans - Inhaltsverzeichnis der Übersetzungen

Vom Tafsirzentrum für Quranwissenschaften herausgegeben.

Schließen