Check out the new design

Übersetzung der Bedeutungen des edlen Qurans - Die Paschtu-Übersetzung von Al-Mukhtasar - Eine Kurzfassung der Bedeutungen des edlen Qurans * - Inhaltsverzeichnis der Übersetzungen


Übersetzung der Bedeutungen Surah: Ṣād   Vers (Ayah):
وَمَا خَلَقْنَا السَّمَآءَ وَالْاَرْضَ وَمَا بَیْنَهُمَا بَاطِلًا ؕ— ذٰلِكَ ظَنُّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا ۚ— فَوَیْلٌ لِّلَّذِیْنَ كَفَرُوْا مِنَ النَّارِ ۟ؕ
او مونږ آسمان او زمکه چټي ندي پېدا کړي، دا خو د هغو کسانو ګومان دی چې کفر یې کړی، نو د هغو کافرانو لپاره چې دا ګومان کوي د قیامت په ورځ د اور د عذاب هلاکت دی کله چې په همدې کفر او په الله د بد ګومانۍ په حال کې مړه شي.
Arabische Tafsire:
اَمْ نَجْعَلُ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ كَالْمُفْسِدِیْنَ فِی الْاَرْضِ ؗ— اَمْ نَجْعَلُ الْمُتَّقِیْنَ كَالْفُجَّارِ ۟
هېڅکله به هغه کسان چې په الله یې ایمان راوړی او د هغه د رسول پېروي یې کړې او نېک اعمال یې کړي په ځمکه کې په کفر او ګناهونو د فساد کوونکو په شان ونه ګرځوو، او نه به د رب څخه وېرېدونکي په منلو د اوامرو او له نواهیو څخه ځان ساتلو سره د هغو منافقانو په شان وګرځوو چې په ګناهونو کې ورننوتي وي، بېشکه د دوی دواړو تر منځ برابروالی ظلم دی چې د الله سبحانه وتعالی سره وړ او لائق نه دی، بلکې الله مؤمنو پرهېزګارانو ته د جنت د ننوتلو بدله ورکوي، او بدبختو کافرانو ته اور ته د ننوتلو سزا ورکوي؛ ځکه چې د الله په نزد سره برابر نه دي، نو بدله یې هم د ده په نزد برابره نه ده.
Arabische Tafsire:
كِتٰبٌ اَنْزَلْنٰهُ اِلَیْكَ مُبٰرَكٌ لِّیَدَّبَّرُوْۤا اٰیٰتِهٖ وَلِیَتَذَكَّرَ اُولُوا الْاَلْبَابِ ۟
بېشه دا قرآن داسې کتاب دی چې تاته مو نازل کړې او د ډېر خیر او ګټې والا دی، دې لپاره چې خلک یې په آیاتونو کې سوچ وکړي او په معناګانو کې یې فکر وکړي، او د پیاوړي او روڼ عقل خاوندان ترې درس واخلي.
Arabische Tafsire:
وَوَهَبْنَا لِدَاوٗدَ سُلَیْمٰنَ ؕ— نِعْمَ الْعَبْدُ ؕ— اِنَّهٗۤ اَوَّابٌ ۟ؕ
او داود ته مو سلیمان زوی ورکړ د انعام او غوره والي په توګه څو یې پرې سترګه یخه شي، څومره ښه بنده ؤ سلیمان! بېشکه هغه زیات توبه کوونکی او الله ته په عاجزۍ ورګرځېدونکی ؤ.
Arabische Tafsire:
اِذْ عُرِضَ عَلَیْهِ بِالْعَشِیِّ الصّٰفِنٰتُ الْجِیَادُ ۟ۙ
یاد کړه کله چې ماځېګر مهال ده ته تېز اصیل آسونه وړاندې کړل شول، په درې پښو ولاړ، څلورمه پورته، نو تل به ورته دا اصیل آسونه وړاندې کېدل تر دې چې لمر وغورځېد.
Arabische Tafsire:
فَقَالَ اِنِّیْۤ اَحْبَبْتُ حُبَّ الْخَیْرِ عَنْ ذِكْرِ رَبِّیْ ۚ— حَتّٰی تَوَارَتْ بِالْحِجَابِ ۟۫
نو سلیمان وویل: بېشکه ما د مال مینه-چې له هغې څخه دا آسونه دي- د خپل رب په یاد غوره کړه تر دې چې لمر پټ شو او د مازديګر د لمانځه څخه روسته شوم.
Arabische Tafsire:
رُدُّوْهَا عَلَیَّ ؕ— فَطَفِقَ مَسْحًا بِالسُّوْقِ وَالْاَعْنَاقِ ۟
دا آسونه ماته راوګرځوئ، نو ور ویې ګرځول، نو پېل یې وکړ په وهلو د پنډیو او د غاړو په تورې سره.
Arabische Tafsire:
وَلَقَدْ فَتَنَّا سُلَیْمٰنَ وَاَلْقَیْنَا عَلٰی كُرْسِیِّهٖ جَسَدًا ثُمَّ اَنَابَ ۟
او پرته له شکه سليمان مو وازمويلو او د پاچايۍ پر څوکۍ مو يې شيطان واچولو چې د انسان تمثيل يې کولو، په پاچايۍ کې يې د لنډې مودې لپاره تصرف وکړ، بيا الله سليمان ته پاچايي او پر شيطانانو ولکه ور وګرځوله.
Arabische Tafsire:
قَالَ رَبِّ اغْفِرْ لِیْ وَهَبْ لِیْ مُلْكًا لَّا یَنْۢبَغِیْ لِاَحَدٍ مِّنْ بَعْدِیْ ۚ— اِنَّكَ اَنْتَ الْوَهَّابُ ۟
سلیمان وویل: ای ربه! ماته زما د ګناهونو بخښنه وکړه، او ماته یوه ځانګړې داسې پاچایي راکړه، چې له ما وروسته بل چا ته نه وي، بېشکه ته -ای ربه- د ډېرې ورکړې او لوی سخا والا یې.
Arabische Tafsire:
فَسَخَّرْنَا لَهُ الرِّیْحَ تَجْرِیْ بِاَمْرِهٖ رُخَآءً حَیْثُ اَصَابَ ۟ۙ
نو دعا مو ورته قبوله کړه او باد مو ورته تابع کړ چې د ده امر ته یې غاړه ایښودله په نرمۍ سره، لړزه پکې نه وه سره له ځواک او تېز تګ، باروه به یې چېرته یې چې غوښتل.
Arabische Tafsire:
وَالشَّیٰطِیْنَ كُلَّ بَنَّآءٍ وَّغَوَّاصٍ ۟ۙ
او تابع کړي وو مونږ ده لره شیطانان چې د ده په حکم به یې کارونه تر سره کول، له هغوی څخه ځینې ودانۍ جوړونکي، ځينې هغه غوټه وهونکي وو چې په سمندر کې به یې غوټې وهلې او له هغې څخه به یې ملغلرې راویستلې.
Arabische Tafsire:
وَّاٰخَرِیْنَ مُقَرَّنِیْنَ فِی الْاَصْفَادِ ۟
او له شیطانانو څخه ځېنې سرکښ وو چې ده ته تابع کړل شوي وو، نو په ځنځیرونو کې تړل شوي وو او خوځېدلی نشو.
Arabische Tafsire:
هٰذَا عَطَآؤُنَا فَامْنُنْ اَوْ اَمْسِكْ بِغَیْرِ حِسَابٍ ۟
ای سلیمانه! دا زمونږه هغه ورکړه ده چې تاته مو درکړې ستا د غوښتنې په منلو سره، نو ورکړه چاته چې ته غواړې، او منع کړه له چا چې غواړې، هېڅکله به تا سره د ورکړې او منع کولو حساب ونشي.
Arabische Tafsire:
وَاِنَّ لَهٗ عِنْدَنَا لَزُلْفٰی وَحُسْنَ مَاٰبٍ ۟۠
او بېشکه سلیمان له مونږ سره د نږدو څخه دی، او هغه لره ښایسته د ورتللو ځای دی چې ورګرځي به او هغه جنت دی.
Arabische Tafsire:
وَاذْكُرْ عَبْدَنَاۤ اَیُّوْبَ ۘ— اِذْ نَادٰی رَبَّهٗۤ اَنِّیْ مَسَّنِیَ الشَّیْطٰنُ بِنُصْبٍ وَّعَذَابٍ ۟ؕ
ای رسوله! زمونږ بنده ایوب یاد کړه کله چې یې خپل رب الله ته نارې کړې: بېشکه ماته شیطان ستړی کوونکی زورونکی کار را رسولی دی.
Arabische Tafsire:
اُرْكُضْ بِرِجْلِكَ ۚ— هٰذَا مُغْتَسَلٌۢ بَارِدٌ وَّشَرَابٌ ۟
نو مونږ ورته وویل: په پښه دې ځمکه ووهه، نو ځمکه یې په پښه خپله ووهله، نو ترې اوبه وبهېدلې چې څښل او غسل ترې وکړي، نو کوم رنځ او تکلیف یې چې درلود هغه به ترې لاړ شي.
Arabische Tafsire:
Die Nutzen der Verse auf dieser Seite:
• الحث على تدبر القرآن.
په قرآن کریم کې سوچ وهلو ته هڅونه.

• في الآيات دليل على أنه بحسب سلامة القلب وفطنة الإنسان يحصل له التذكر والانتفاع بالقرآن الكريم.
په آیتونو کې پدې خبره دلیل دی چې د زړه د روغتیا او د انسان د هوښیارتیا په اندازه ورته پند او له قرآن څخه ګټه ترلاسه کېږي.

• في الآيات دليل على صحة القاعدة المشهورة: «من ترك شيئًا لله عوَّضه الله خيرًا منه».
په آیتونو کې د دې مشهورې قاعدې د صحت دلیل دی چې:(چا چې د الله لپاره څه پرېښودل نو الله به له هغه غوره بدله ورکړي).

 
Übersetzung der Bedeutungen Surah: Ṣād
Inhaltsverzeichnis der Suren Nummer der Seite
 
Übersetzung der Bedeutungen des edlen Qurans - Die Paschtu-Übersetzung von Al-Mukhtasar - Eine Kurzfassung der Bedeutungen des edlen Qurans - Inhaltsverzeichnis der Übersetzungen

Vom Tafsirzentrum für Quranwissenschaften herausgegeben.

Schließen