Check out the new design

Übersetzung der Bedeutungen des edlen Qurans - Die Paschtu-Übersetzung von Al-Mukhtasar - Eine Kurzfassung der Bedeutungen des edlen Qurans * - Inhaltsverzeichnis der Übersetzungen


Übersetzung der Bedeutungen Surah: Asch-Schuʿarāʾ   Vers (Ayah):
لَعَلَّنَا نَتَّبِعُ السَّحَرَةَ اِنْ كَانُوْا هُمُ الْغٰلِبِیْنَ ۟
په دې هيله چې موږ به په دين کې د کوډګرو پيروي وکړو، که چېرې هغوی لره پر موسی برلاسي وه.
Arabische Tafsire:
فَلَمَّا جَآءَ السَّحَرَةُ قَالُوْا لِفِرْعَوْنَ اَىِٕنَّ لَنَا لَاَجْرًا اِنْ كُنَّا نَحْنُ الْغٰلِبِیْنَ ۟
نو کله چې کوډګر فرعون ته راغلل تر څو پر موسی برلاسي شي، هغه ته يې وويل: آيا موږ ته به کومه مادي يا معنوي بدله وي که چېرې موږ لره پر موسی برلاسی و.
Arabische Tafsire:
قَالَ نَعَمْ وَاِنَّكُمْ اِذًا لَّمِنَ الْمُقَرَّبِیْنَ ۟
فرعون هغوی ته وويل: هو تاسو لره به بدله وي، د هغه پرخلاف ستاسو د بريا په حالت کې به تاسو زما له نږدې کسانو څخه وئ چې لوړې رتبې به درکړم.
Arabische Tafsire:
قَالَ لَهُمْ مُّوْسٰۤی اَلْقُوْا مَاۤ اَنْتُمْ مُّلْقُوْنَ ۟
موسی په داسې حال کې چې د الله پر مرسته باوري او د دې خبرې بيانوونکی و چې څه له هغه سره دي هغه کوډې نه دي، هغوی ته يې وويل: وغورځوئ هغه رسۍ او لکڼې تاسو يې غورځوونکي ياست.
Arabische Tafsire:
فَاَلْقَوْا حِبَالَهُمْ وَعِصِیَّهُمْ وَقَالُوْا بِعِزَّةِ فِرْعَوْنَ اِنَّا لَنَحْنُ الْغٰلِبُوْنَ ۟
هغوی خپلې رسۍ او لکڼې و غورځولې او د غورځولو پر مهال يې وويل: د فرعون پر لويۍ موږ برلاسي يو، او موسی به مغلوب وي.
Arabische Tafsire:
فَاَلْقٰی مُوْسٰی عَصَاهُ فَاِذَا هِیَ تَلْقَفُ مَا یَاْفِكُوْنَ ۟ۚۖ
موسی چې لکڼه وغورځوله، هغه ماروګرځېدله؛ نو هغې سملاسي هغه څه تېرول پيل کړل چې خلکو ته يې له کوډو څه ښکارول.
Arabische Tafsire:
فَاُلْقِیَ السَّحَرَةُ سٰجِدِیْنَ ۟ۙ
کله چې کوډګرو د موسی لکڼه وليدله چې د هغوی غورځول شوي د کوډو توکي يې تېرول، سملاسي په سجده پرېوتل.
Arabische Tafsire:
قَالُوْۤا اٰمَنَّا بِرَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟ۙ
هغوی وويل: موږ د ټولو مخلوقاتو پر پالونکي ايمان راوړ.
Arabische Tafsire:
رَبِّ مُوْسٰی وَهٰرُوْنَ ۟
د موسی او هارون عليهما السلام پر پالونکي.
Arabische Tafsire:
قَالَ اٰمَنْتُمْ لَهٗ قَبْلَ اَنْ اٰذَنَ لَكُمْ ۚ— اِنَّهٗ لَكَبِیْرُكُمُ الَّذِیْ عَلَّمَكُمُ السِّحْرَ ۚ— فَلَسَوْفَ تَعْلَمُوْنَ ؕ۬— لَاُقَطِّعَنَّ اَیْدِیَكُمْ وَاَرْجُلَكُمْ مِّنْ خِلَافٍ وَّلَاُوصَلِّبَنَّكُمْ اَجْمَعِیْنَ ۟ۚ
فرعون، د کوډګرو د ايمان پر بد ګيلو سره وويل: آيا تاسو مخکې له دې چې زه اجازه درته وکړم پر موسی ايمان راوړ؟! پرته له شکه همدغه موسی ستاسو هغه مشر و چې تاسو ته يې کوډې درښودلې وې او تاسو ټول په يوه خوله شوي ياست تر څو د مصر خلک له خپل ښاره وباسئ؛ نو ژر به پوه شئ چې زه څنګه سزا درکوم، هرومرو به د هر يوه د يو لوري پښه د بل لوري لاس چې ښۍ پښه او چپ لاس يا سرچپه ور پرې کړم، او هرومرو به تاسو ټول د خرماوو پر ونو را وځړوم او هيڅوک به له تاسو پرې نه ږدم.
Arabische Tafsire:
قَالُوْا لَا ضَیْرَ ؗ— اِنَّاۤ اِلٰی رَبِّنَا مُنْقَلِبُوْنَ ۟ۚ
کوډګرو، فرعون ته وويل: په دنيا کې چې د کومو پرې کولو او ځړولو ګوت څنډنه راته کوې، هغه دومره تاواني نه دی، ستا سزا پای ته رسېدونکې ده، موږ خپل پالونکي ته ورتلونکي يو او موږ په خپله تلپاتې پېرزوينه کې داخل کړي.
Arabische Tafsire:
اِنَّا نَطْمَعُ اَنْ یَّغْفِرَ لَنَا رَبُّنَا خَطٰیٰنَاۤ اَنْ كُنَّاۤ اَوَّلَ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟ؕ۠
موږ هيله لرو چې الله زموږ هغه پخوانۍ تېروتنې له منځه يوسي کومې چې مو ترسره کړي دي د دې له امله چې موږ تر ټولو لومړی پر موسی ايمان راوړ او هغه مو رېښينی وبللو.
Arabische Tafsire:
وَاَوْحَیْنَاۤ اِلٰی مُوْسٰۤی اَنْ اَسْرِ بِعِبَادِیْۤ اِنَّكُمْ مُّتَّبَعُوْنَ ۟
او موسی ته مو د امر کوونکو په توګه وحي وکړه، چې بني اسرائيل د شپې له لوري دررسره روان کړه، ځکه فرعون او څوک چې له هغه دي ورپسې دي تر څو یې بیرته راوګرځوي.
Arabische Tafsire:
فَاَرْسَلَ فِرْعَوْنُ فِی الْمَدَآىِٕنِ حٰشِرِیْنَ ۟ۚ
نو فرعون ځنې عسکر ښارونو ته ولیږل تر څو نورې لښکرې راغونډې کړي او بني اسرائیل یې پر مټ بیرته راوګرځوي، هغه مهال چې فرعون یې له مصر څخه په تللو پوه شو.
Arabische Tafsire:
اِنَّ هٰۤؤُلَآءِ لَشِرْذِمَةٌ قَلِیْلُوْنَ ۟ۙ
فرعون د بني اسرائلو په کم ګڼلو سره وويل: دغه بني اسرائيل يوه کوچنۍ ډله ده.
Arabische Tafsire:
وَاِنَّهُمْ لَنَا لَغَآىِٕظُوْنَ ۟ۙ
او هغوی د هغه څه کوونکي دي چې موږ پر هغوی په غوسه کوي.
Arabische Tafsire:
وَاِنَّا لَجَمِیْعٌ حٰذِرُوْنَ ۟ؕ
او پرته له شکه موږ هغوی ته چمتو او بيداره يو.
Arabische Tafsire:
فَاَخْرَجْنٰهُمْ مِّنْ جَنّٰتٍ وَّعُیُوْنٍ ۟ۙ
نو فرعون او د هغه قوم مو د مصر د زياتو باغونو او د اوبو چينو لرونکې ځمکې را ويستل.
Arabische Tafsire:
وَّكُنُوْزٍ وَّمَقَامٍ كَرِیْمٍ ۟ۙ
د مال لرونکو خزانو اوښکلو ځايونو څخه.
Arabische Tafsire:
كَذٰلِكَ ؕ— وَاَوْرَثْنٰهَا بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ ۟ؕ
لکه څنګه مو چې فرعون او د هغه قوم له دغو نعمتونو څخه واېستل، له هغوی وروسته مو د شام په ښارونو کې، بني اسرائيلو ته دغه نعمتونه ورکړل.
Arabische Tafsire:
فَاَتْبَعُوْهُمْ مُّشْرِقِیْنَ ۟
نو فرعون او د هغه قوم د لمر د ښه راپورته کېدو پر مهال په بني اسرائيلو پسې شول.
Arabische Tafsire:
Die Nutzen der Verse auf dieser Seite:
• العلاقة بين أهل الباطل هي المصالح المادية.
د باطل پرستو تر منځه اړیکي یوازې مادي ګټې دي.

• ثقة موسى بالنصر على السحرة تصديقًا لوعد ربه.
د کوډګرو پر خلاف د موسی پر خپله بريا باوري کېدل د خپل پالونکي د ژمنې رېښتيني ګڼل دي.

• إيمان السحرة برهان على أن الله هو مُصَرِّف القلوب يصرفها كيف يشاء.
د کوډګرو ايمان راوړل د دې خبرې دليل دی چې الله د زړونو اړوونکی دی څنګه چې غواړي اړوي يې.

• الطغيان والظلم من أسباب زوال الملك.
سرکښي او ظلم د قدرت د لمنځه تللو له لاملونو څخه دي.

 
Übersetzung der Bedeutungen Surah: Asch-Schuʿarāʾ
Inhaltsverzeichnis der Suren Nummer der Seite
 
Übersetzung der Bedeutungen des edlen Qurans - Die Paschtu-Übersetzung von Al-Mukhtasar - Eine Kurzfassung der Bedeutungen des edlen Qurans - Inhaltsverzeichnis der Übersetzungen

Vom Tafsirzentrum für Quranwissenschaften herausgegeben.

Schließen