Check out the new design

Übersetzung der Bedeutungen des edlen Qurans - Die Paschtu-Übersetzung von Al-Mukhtasar - Eine Kurzfassung der Bedeutungen des edlen Qurans * - Inhaltsverzeichnis der Übersetzungen


Übersetzung der Bedeutungen Surah: Asch-Schuʿarāʾ   Vers (Ayah):

شعراء

Die Ziele der Surah:
بيان آيات الله في تأييد المرسلين وإهلاك المكذبين.
د رسولانو په تاييد او درواغ ګڼونکو په تباه کولو کې د الله د آيتونو بيان.

طٰسٓمّٓ ۟
د دې په شان حروفو باندې بحث د سورت بقرې په اول کې تیر شوی.
Arabische Tafsire:
تِلْكَ اٰیٰتُ الْكِتٰبِ الْمُبِیْنِ ۟
دغه د هغه قرآن آيتونه دي چې د حق له باطل څخه بېلوونکی دی.
Arabische Tafsire:
لَعَلَّكَ بَاخِعٌ نَّفْسَكَ اَلَّا یَكُوْنُوْا مُؤْمِنِیْنَ ۟
ښايي ای رسوله د خپل زيات حرص له امله چې هغوی ولې په سمه لار نه دي، د هغوی پر سمه لار راتلو د غم او حرص له کبله د ځان وژونکی شې.
Arabische Tafsire:
اِنْ نَّشَاْ نُنَزِّلْ عَلَیْهِمْ مِّنَ السَّمَآءِ اٰیَةً فَظَلَّتْ اَعْنَاقُهُمْ لَهَا خٰضِعِیْنَ ۟
که له آسمانه کومه نښانه ورباندې ښکته کول وغواړو، ورباندې ښکته به يې کړو، چې غاړې به يې ذليله ورته ټيټې وي، خو د هغوی د ازمايښت له امله مو دا نه دي غوښتي: چې آيا هغوی پر پټو ايمان راوړي؟.
Arabische Tafsire:
وَمَا یَاْتِیْهِمْ مِّنْ ذِكْرٍ مِّنَ الرَّحْمٰنِ مُحْدَثٍ اِلَّا كَانُوْا عَنْهُ مُعْرِضِیْنَ ۟
دغو مشرکانو ته چې هر نوی نصيحت د رحمان لخوا- له داسې دلايلو سره - را نازليږي چې د الله پر يووالي او د نبي پر رېښتينولۍ دلالت کوي، هغوی يې له اورېدو او منلو مخ اړوي.
Arabische Tafsire:
فَقَدْ كَذَّبُوْا فَسَیَاْتِیْهِمْ اَنْۢبٰٓؤُا مَا كَانُوْا بِهٖ یَسْتَهْزِءُوْنَ ۟
کله چې هغوی هغه څه درواغ وګڼل چې رسول يې ورته راوړي وو؛ نو هغوی ته د به هغو خبرونو حقيقت راشي چې ملنډې يې پرې وهلې او عذاب به پرې رانازل شي.
Arabische Tafsire:
اَوَلَمْ یَرَوْا اِلَی الْاَرْضِ كَمْ اَنْۢبَتْنَا فِیْهَا مِنْ كُلِّ زَوْجٍ كَرِیْمٍ ۟
آيا دغه کسان پر خپل کفر ټينګار کوونکي پاتې شول، زمکې ته يې و نه کتل چې له هر ډول څخه مو څومره بېلابېلې شينګياوې چې ښکلی منظر او زياتې ګټې لري پکې را شنې کړېدي؟!.
Arabische Tafsire:
اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً ؕ— وَمَا كَانَ اَكْثَرُهُمْ مُّؤْمِنِیْنَ ۟
بېشکه په ځمکه کې بېلابېلې شينګياوې را شنې کول، د هغه چا پر قدرت څرګند دلالت دی چې مړي به را ژوندي کوي، خو د هغوی ډېری باور کوونکي نه دي.
Arabische Tafsire:
وَاِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الْعَزِیْزُ الرَّحِیْمُ ۟۠
او بېشکه ستا پالونکی ای رسوله! داسې برلاسی دی چې هيڅوک نه شي پرې برلاسی کېدلی، پر بندګانو يې مهربانه دی.
Arabische Tafsire:
وَاِذْ نَادٰی رَبُّكَ مُوْسٰۤی اَنِ ائْتِ الْقَوْمَ الظّٰلِمِیْنَ ۟ۙ
او (درياد كړه) ای پيغمبره! کله چې آواز وکړ ستا رب موسی ته پداسې حال چې امر کوونکی و هغه ته پدې خبره چې هغه ظالم قوم ته لاړ شي چې په الله ج یې کفر کړی او د موسی قوم یې خپل مریان ګرځولي دي.
Arabische Tafsire:
قَوْمَ فِرْعَوْنَ ؕ— اَلَا یَتَّقُوْنَ ۟
او هغوی د فرعون قوم دی، چې هغوی ته په نرمۍ اوښه توګه له الله څخه د وېرې حکم کوه تر څو د هغه امرونه ومني او له نواهيوو څخه يې ډډه وکړي.
Arabische Tafsire:
قَالَ رَبِّ اِنِّیْۤ اَخَافُ اَنْ یُّكَذِّبُوْنِ ۟ؕ
موسی عليه السلام وويل: بېشکه زه له دې خبرې ډارېږم چې په هغه څه کې به مې درواغجن وګني چې ستا لخوا يې ور رسوم.
Arabische Tafsire:
وَیَضِیْقُ صَدْرِیْ وَلَا یَنْطَلِقُ لِسَانِیْ فَاَرْسِلْ اِلٰی هٰرُوْنَ ۟
د هغوی د درواغ ګڼلو له امله مې سينه تنګيږي او له خبرو مې ژبه بنديږي؛ نو جبريل عليه اسلام زما ورور هارون ته ولېږه ترڅو هغه زما مرستيال شي.
Arabische Tafsire:
وَلَهُمْ عَلَیَّ ذَنْۢبٌ فَاَخَافُ اَنْ یَّقْتُلُوْنِ ۟ۚۖ
او د هغوی لخوا پر ما يوه ګناه هم شته د قبطي د وژلو له امله، وېرېږم چې وبه مې وژني.
Arabische Tafsire:
قَالَ كَلَّا ۚ— فَاذْهَبَا بِاٰیٰتِنَاۤ اِنَّا مَعَكُمْ مُّسْتَمِعُوْنَ ۟
الله موسی عليه السلام ته وويل: هيڅکله نه، هيڅکله دې نه شي وژلی، ته او ورور دې هارون زموږ له داسې نښانو سره ورشئ چې ستاسو پر رېښتينولۍ دلالت کوونکې دي، پرته له شکه موږ ستاسو سره يو په مرسته او ملاتړ د هغه څه اورېدونکي يو چې تاسو يې وايئ او هغه څه چې تاسو ته ویل کیږي، له دغه څخه له موږ هيڅ هم نه پاتې کيږي.
Arabische Tafsire:
فَاْتِیَا فِرْعَوْنَ فَقُوْلَاۤ اِنَّا رَسُوْلُ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟ۙ
دواړه فرعون ته ورشئ ورته ووايئ: پرته له شکه موږ تاته د ټولو مخلوقاتو لخوا رالېږل شوي يو.
Arabische Tafsire:
اَنْ اَرْسِلْ مَعَنَا بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ ۟ؕ
دا چې بني اسرائيل له موږ سره ولېږې.
Arabische Tafsire:
قَالَ اَلَمْ نُرَبِّكَ فِیْنَا وَلِیْدًا وَّلَبِثْتَ فِیْنَا مِنْ عُمُرِكَ سِنِیْنَ ۟ۙ
فرعون، موسی عليه السلام ته وويل: آيا موږ ته کوچنی له ځان سره و نه روزلې، او د خپل عمر يوشمېر کلونه دې له موږ سره تېر کړل؛ نو بيا څه شي د نبوت دعوې ته و هڅولې؟!.
Arabische Tafsire:
وَفَعَلْتَ فَعْلَتَكَ الَّتِیْ فَعَلْتَ وَاَنْتَ مِنَ الْكٰفِرِیْنَ ۟
او لوی کار دې وکړ، کله چې دې د خپل قوم د يو سړي د مرستې په موخه قبطي ووژلو، او ته د هغو نعمتونو څخه نټه کوونکی يې چې زموږ لخوا پر تا دي.
Arabische Tafsire:
Die Nutzen der Verse auf dieser Seite:
• حرص الرسول صلى الله عليه وسلم على هداية الناس.
د خلکو سمې لارې ته په راوستلو کې د رسول صلی الله عليه وسلم حرص.

• إثبات صفة العزة والرحمة لله.
د الله لپاره د عزت او رحمت صفت اثبات.

• أهمية سعة الصدر والفصاحة للداعية.
د بلونکي لپاره د سينې د پراخوالي او فصاحت لرلو اهميت.

• دعوات الأنبياء تحرير من العبودية لغير الله.
د انبياو بلنه له الله پرته د نورو له بندګۍ څخه آزادول دي.

• احتج فرعون على رسالة موسى بوقوع القتل منه عليه السلام فأقر موسى بالفعلة، مما يشعر بأنها ليست حجة لفرعون بالتكذيب.
فرعون د موسی عليه السلام د رسالت پر وړاندې له هغه څخه د ترسره شوي قتل دليل وړاندې کړ؛ نو موسی عليه السلام هغه ومانه او دا يې احساس کړه چې هغه د فرعون لخوا د درواغ ګڼلو دليل نه دی.

 
Übersetzung der Bedeutungen Surah: Asch-Schuʿarāʾ
Inhaltsverzeichnis der Suren Nummer der Seite
 
Übersetzung der Bedeutungen des edlen Qurans - Die Paschtu-Übersetzung von Al-Mukhtasar - Eine Kurzfassung der Bedeutungen des edlen Qurans - Inhaltsverzeichnis der Übersetzungen

Vom Tafsirzentrum für Quranwissenschaften herausgegeben.

Schließen