Check out the new design

Übersetzung der Bedeutungen des edlen Qurans - Die Paschtu-Übersetzung von Al-Mukhtasar - Eine Kurzfassung der Bedeutungen des edlen Qurans * - Inhaltsverzeichnis der Übersetzungen


Übersetzung der Bedeutungen Surah: Hūd   Vers (Ayah):
قَالَ یٰقَوْمِ اَرَءَیْتُمْ اِنْ كُنْتُ عَلٰی بَیِّنَةٍ مِّنْ رَّبِّیْ وَاٰتٰىنِیْ مِنْهُ رَحْمَةً فَمَنْ یَّنْصُرُنِیْ مِنَ اللّٰهِ اِنْ عَصَیْتُهٗ ۫— فَمَا تَزِیْدُوْنَنِیْ غَیْرَ تَخْسِیْرٍ ۟
صالح عليه السلام خپل قوم ته د ځواب په توګه وويل: ای زما قومه! خبر راکړئ که چېرې زه د خپل پالونکي لخوا په څرګند دليل وم، له خپل لوري يې ماته لورېينه راکړې وي چې هغه نبوت دی؛ نو څوک به مې يې له سزا وژغوري که زه ترې سرغړونه وکړم د هغه څه په نه رسولو کې چې تر تاسو يې د رسولو امر راته کړی؟ نو تاسو يوازې زما لارورکي او د هغه له رضا لېرې والی غواړئ.
Arabische Tafsire:
وَیٰقَوْمِ هٰذِهٖ نَاقَةُ اللّٰهِ لَكُمْ اٰیَةً فَذَرُوْهَا تَاْكُلْ فِیْۤ اَرْضِ اللّٰهِ وَلَا تَمَسُّوْهَا بِسُوْٓءٍ فَیَاْخُذَكُمْ عَذَابٌ قَرِیْبٌ ۟
او ای زما قومه! دغه د الله اوښه تاسوته زما د رېښتينولۍ نښه ده، پرې يې ږدئ څري به د الله په ځمکه کې، هغې ته هيڅ کړاو مه رسوئ، که نه ستاسو لخوا د هغې د ټپي کولو سره په نېږدې وخت کې به د الله عذاب درته ورسيږي.
Arabische Tafsire:
فَعَقَرُوْهَا فَقَالَ تَمَتَّعُوْا فِیْ دَارِكُمْ ثَلٰثَةَ اَیَّامٍ ؕ— ذٰلِكَ وَعْدٌ غَیْرُ مَكْذُوْبٍ ۟
نو هغه يې ذبح کړه په درواغ ګڼلو کې د ژور تللو له امله، صالح عليه السلام ورته وويل: د هغې له ذبحې په ځمکه کې له ژونده درې ورځې ګټه پورته کړئ بیا به د الله سزا درته راشي، له دې وروسته د سزا راتګ يوه هرومرو ترسره کېدونکې ژمنه ده درواغ نده بلکې هغه رېښتينې ژمنه ده.
Arabische Tafsire:
فَلَمَّا جَآءَ اَمْرُنَا نَجَّیْنَا صٰلِحًا وَّالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا مَعَهٗ بِرَحْمَةٍ مِّنَّا وَمِنْ خِزْیِ یَوْمِىِٕذٍ ؕ— اِنَّ رَبَّكَ هُوَ الْقَوِیُّ الْعَزِیْزُ ۟
کله چې د هغوی په تباهۍ سره زموږ پرېکړه راغله، صالح عليه السلام او هغه کسان چې ايمان يې ورسره راوړی وو زموږ لخوا په لورېينه مو روغ وساتل، هغوی مو د دغې ورځې له رسوايۍ او سپکاوي څخه روغ وساتل، بېشکه ای رسوله! هغه ځواکمن داسې برلاسی دی چې هيڅوک نشي پرې برلاسی کېدلی، له همدې امله يې درواغ ګڼونکي امتونه تباه کړل.
Arabische Tafsire:
وَاَخَذَ الَّذِیْنَ ظَلَمُوا الصَّیْحَةُ فَاَصْبَحُوْا فِیْ دِیَارِهِمْ جٰثِمِیْنَ ۟ۙ
سخت تباه کوونکي آواز ثموديان ونيول، چې له سختوالي يې مړه شول، پر مخونو يې پرېوتل، بېشکه مخونه يې له خاورو سره ولګېدل.
Arabische Tafsire:
كَاَنْ لَّمْ یَغْنَوْا فِیْهَا ؕ— اَلَاۤ اِنَّ ثَمُوْدَاۡ كَفَرُوْا رَبَّهُمْ ؕ— اَلَا بُعْدًا لِّثَمُوْدَ ۟۠
ګواکې په خپلو ښارونو کې يې په پېرزوينه او پراخه ژوند کې نه وو اوسېدلي، خبراوسئ بېشکه ثموديانو په خپل پالونکي کفر کړی دی، تل د الله له لورېينې لرې کړل شوي دي.
Arabische Tafsire:
وَلَقَدْ جَآءَتْ رُسُلُنَاۤ اِبْرٰهِیْمَ بِالْبُشْرٰی قَالُوْا سَلٰمًا ؕ— قَالَ سَلٰمٌ فَمَا لَبِثَ اَنْ جَآءَ بِعِجْلٍ حَنِیْذٍ ۟
او بېشکه ابراهيم عليه السلام ته پرېښتې د سړو په څېرو کې راغلې، هغه او مېرمنې ته يې د اسحاق بیا د یعقوب زېری ورکوونکې وې، پرېښتو وويل: سلام دې وي، ابراهيم عليه السلام هغوی ته په سلام ويلو ځواب ورکړ او تېز ولاړ، کباب کړی خسی يې ورته راوړ، تر څو له هغه خوراک وکړي په دې ګومان چې هغوی سړي دي.
Arabische Tafsire:
فَلَمَّا رَاٰۤ اَیْدِیَهُمْ لَا تَصِلُ اِلَیْهِ نَكِرَهُمْ وَاَوْجَسَ مِنْهُمْ خِیْفَةً ؕ— قَالُوْا لَا تَخَفْ اِنَّاۤ اُرْسِلْنَاۤ اِلٰی قَوْمِ لُوْطٍ ۟ؕ
کله چې ابراهيم عليه السلام وليدل چې لاسونه يې خسي ته نه رسيږي او څه ترې نه خوري، دا يې له هغوی څخه بد وګڼل او په زړه کې ترې وډار شو؛ خو کله چې پرېښتو له ځانه د هغه وېره وليدله ويې ویل: له موږ مه ډارېږه، موږ الله د لوط عليه السلام قوم ته رالېږلې يو تر څو سزا ورکړو.
Arabische Tafsire:
وَامْرَاَتُهٗ قَآىِٕمَةٌ فَضَحِكَتْ فَبَشَّرْنٰهَا بِاِسْحٰقَ ۙ— وَمِنْ وَّرَآءِ اِسْحٰقَ یَعْقُوْبَ ۟
د ابراهيم عليه السلام مېرمن (ساره) ولاړه وه، موږ د هغه څه خبر ورکړ چې خوشحاله يې کړي، هغه دا چې اسحاق به وزېږوي او د اسحاق به يو زوی وي يعقوب؛ نو هغې وخندل او په هغه خوشحاله شوه چې وايې ورېدل.
Arabische Tafsire:
Die Nutzen der Verse auf dieser Seite:
• عناد واستكبار المشركين حيث لم يؤمنوا بآية صالح عليه السلام وهي من أعظم الآيات.
د مشرکانو ضد او لويي چې د صالح عليه السلام په نښانه يې ايمان رانه وړ حال دا چې هغه ترټولو لويه نښانه وه.

• استحباب تبشير المؤمن بما هو خير له.
په هر هغه څه مؤمن ته زیری ورکول چې د هغه په فایده وي مستحب کار دی.

• مشروعية السلام لمن دخل على غيره، ووجوب الرد.
د هغه چا لپاره د سلام رواوالی چې د چا ځای ته ور ننوځي او د ځواب لازموالی.

• وجوب إكرام الضيف.
د مېلمه د درناوي لازموالی.

 
Übersetzung der Bedeutungen Surah: Hūd
Inhaltsverzeichnis der Suren Nummer der Seite
 
Übersetzung der Bedeutungen des edlen Qurans - Die Paschtu-Übersetzung von Al-Mukhtasar - Eine Kurzfassung der Bedeutungen des edlen Qurans - Inhaltsverzeichnis der Übersetzungen

Vom Tafsirzentrum für Quranwissenschaften herausgegeben.

Schließen