Check out the new design

Übersetzung der Bedeutungen des edlen Qurans - Die Paschtu-Übersetzung von Al-Mukhtasar - Eine Kurzfassung der Bedeutungen des edlen Qurans * - Inhaltsverzeichnis der Übersetzungen


Übersetzung der Bedeutungen Surah: Hūd   Vers (Ayah):
اُولٰٓىِٕكَ لَمْ یَكُوْنُوْا مُعْجِزِیْنَ فِی الْاَرْضِ وَمَا كَانَ لَهُمْ مِّنْ دُوْنِ اللّٰهِ مِنْ اَوْلِیَآءَ ۘ— یُضٰعَفُ لَهُمُ الْعَذَابُ ؕ— مَا كَانُوْا یَسْتَطِیْعُوْنَ السَّمْعَ وَمَا كَانُوْا یُبْصِرُوْنَ ۟
هغه کسان چې پر دغو خويونو متصف دي په ځمکه کې د الله له سزا د تېښتې توان نلري کله چې پرې نازله شي او له الله پرته هغوی لره ملاتړي او مرسته کوونکي نشته تر څو ورڅخه د الله د سزا مخه ونيسي، د قيامت په ورځ به يې سزا ور زياته کړل شي، د الله له لارې څخه د خپلو ځانونو او نورو د را ګرځولو له امله، په دنيا کې يې د حق او لارښوونې د منلو وړ آورېدو توان نلرلو، نه يې په نړۍ کې د الله نښې ليدلای شوی داسې چې ګټه يې ور رسولی وای، له حق څخه د هغوی د سختې مخ اړونې له کبله.
Arabische Tafsire:
اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ خَسِرُوْۤا اَنْفُسَهُمْ وَضَلَّ عَنْهُمْ مَّا كَانُوْا یَفْتَرُوْنَ ۟
هغه کسان چې دغه خويونه لري، داسې خلک دي چې ځانونه يې زيانمن کړي دي د تباهۍ ځايونو ته د ورښکته کولو له امله چې له الله سره يې شريکان نيولي دي او ولاړل له هغوی څخه هغه شريکان او سپارښت کوونکي چې له ځانونو يې جوړول.
Arabische Tafsire:
لَا جَرَمَ اَنَّهُمْ فِی الْاٰخِرَةِ هُمُ الْاَخْسَرُوْنَ ۟
په حق سره د قيامت په ورځ همدوی تر ټولو زيات زيانمن دي د معاملې له اړخه، چې ايمان يې په کفر، آخرت يې په دنيا او لورېينه يې په سزا بدله کړه.
Arabische Tafsire:
اِنَّ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ وَاَخْبَتُوْۤا اِلٰی رَبِّهِمْ ۙ— اُولٰٓىِٕكَ اَصْحٰبُ الْجَنَّةِ ۚ— هُمْ فِیْهَا خٰلِدُوْنَ ۟
بېشکه هغه کسان چې پر الله او رسولانو يې ايمان راوړی دی، ښې کړنې يې ترسره کړې دي، د الله پر وړاندې يې سرټيټ کړی او عاجزي يې کړې ده همدوی د جنت (بڼ) څښتنان دي، چې تل به پکې پاتې کېدونکي وي.
Arabische Tafsire:
مَثَلُ الْفَرِیْقَیْنِ كَالْاَعْمٰی وَالْاَصَمِّ وَالْبَصِیْرِ وَالسَّمِیْعِ ؕ— هَلْ یَسْتَوِیٰنِ مَثَلًا ؕ— اَفَلَا تَذَكَّرُوْنَ ۟۠
د کافرانو او مؤمنانو د دوو ډلو بېلګه د هغه ړانده غوندې ده چې نشي ليدلی او هغه کاڼه غوندې چې نشي آورېدلی، دغه د هغو کافرانو د ډلې بېلګه ده چې د آورېدلو وړ حق نشي آورېدلی او نه يې ليدلی شي چې هغوی ته ګټه ورسوي او د آورېدونکي او ليدونکي بېلګه، دغه د هغو مؤمنانو د ډلې بېلګه ده چې د آورېدلو او ليدلو ترمنځ يوځای والی راولي، آيا دغه دوې ډلې د حالت او صفت له پلوه سره برابرې دي؟! برابرې نه دي؛ نو آيا د هغوی له نه برابرۍ پند نه اخلئ؟!.
Arabische Tafsire:
وَلَقَدْ اَرْسَلْنَا نُوْحًا اِلٰی قَوْمِهٖۤ ؗ— اِنِّیْ لَكُمْ نَذِیْرٌ مُّبِیْنٌ ۟ۙ
بېشکه موږ نوح عليه السلام قوم ته يې د استازي په توګه ولېږلو؛ نو هغه ورته وويل: ای زما قومه! زه تاسوته د الله له سزا وېروونکی يم، د هغه څه بيانوونکی يم چې تاسو ته پرې لېږل شوی یم.
Arabische Tafsire:
اَنْ لَّا تَعْبُدُوْۤا اِلَّا اللّٰهَ ؕ— اِنِّیْۤ اَخَافُ عَلَیْكُمْ عَذَابَ یَوْمٍ اَلِیْمٍ ۟
او يوازې د الله لمانځلو ته مو رابولم؛ نو يوازې د هغه عبادت وکړئ، بېشکه زه پر تاسو د دردوونکې ورځې له سزاڅخه وېرېږم.
Arabische Tafsire:
فَقَالَ الْمَلَاُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا مِنْ قَوْمِهٖ مَا نَرٰىكَ اِلَّا بَشَرًا مِّثْلَنَا وَمَا نَرٰىكَ اتَّبَعَكَ اِلَّا الَّذِیْنَ هُمْ اَرَاذِلُنَا بَادِیَ الرَّاْیِ ۚ— وَمَا نَرٰی لَكُمْ عَلَیْنَا مِنْ فَضْلٍۢ بَلْ نَظُنُّكُمْ كٰذِبِیْنَ ۟
د هغه (نوح عليه السلام) له قوم څخه چې کومو اشرافو او مشرانو کفر کړی وو وويل: هيڅکله ستا بلنه نه منو، ځکه تالره پر موږ هيڅ غوراوی نشته، ته زموږ غوندې انسان يې او موږ نه وينو مګر داچې زموږ ټيټو خلکو ستا پيروي کړې ده، ترکومه چې موږ ته مو رايه څرګنده شوې ده، تاسو لره په شرف، مال او مرتبه کې کوم زياتوالی نشته چې د دې وړ مو وګرځوي چې موږ مو پيروي وکړو، بلکې موږ ګومان کوو چې تاسو د هغه څه په اړه درواغجن ياست چې بلنه ورته کوئ.
Arabische Tafsire:
قَالَ یٰقَوْمِ اَرَءَیْتُمْ اِنْ كُنْتُ عَلٰی بَیِّنَةٍ مِّنْ رَّبِّیْ وَاٰتٰىنِیْ رَحْمَةً مِّنْ عِنْدِهٖ فَعُمِّیَتْ عَلَیْكُمْ ؕ— اَنُلْزِمُكُمُوْهَا وَاَنْتُمْ لَهَا كٰرِهُوْنَ ۟
هغوی ته نوح عليه السلام وويل: ای زما قومه! ماته خبر راکړئ که چېرې زه د خپل پالونکي لخوا داسې دليل ولرم چې زما د رېښتينولي شاهدي ورکوي، پرتاسو مې تصديق لازموي، له خپل لوري يې پرما لورېينه کړې ده چې هغه نبوت او رسالت دی او هغه پرتاسو د خپلې ناپوهۍ له امله پټه شوې ده؛ آيا پر هغو مو د ايمان راوړلو لپاره اړ کړو او په زړونو کې مو په زور د ننه کړو؟! موږ د دې توان نلرو، څوک چې د ايمان توفيق ورکوي هغه الله دی.
Arabische Tafsire:
Die Nutzen der Verse auf dieser Seite:
• الكافر لا ينتفع بسمعه وبصره انتفاعًا يقود للإيمان، فهما كالمُنْتَفِيَين عنه بخلاف المؤمن.
کافر له خپلو سترګو او غوږونو داسې ګټه نه پورته کوي چې د ايمان لوري ته يې بوځي؛ نو هغه دواړه (سترګې او غوږونه) په کافر کې لکه چې بيخي نه وي پر خلاف د مؤمن.

• سُنَّة الله في أتباع الرسل أنهم الفقراء والضعفاء لخلوِّهم من الكِبْر، وخُصُومهم الأشراف والرؤساء.
د الله سنت (لاره) د رسولانو په پيروانو کې دا ده چې هغوی بېوزله او کمزوري وي له لويۍ څخه د هغوی د خالي والي له امله او د هغوی بل لوري ته اشراف او رئيسان وي.

• تكبُّر الأشراف والرؤساء واحتقارهم لمن دونهم في غالب الأحيان.
د اشرافو او رئیسانو لويي او ډېری وخت له خپلو ځانو د ښکته خلکو سپک ګڼل.

 
Übersetzung der Bedeutungen Surah: Hūd
Inhaltsverzeichnis der Suren Nummer der Seite
 
Übersetzung der Bedeutungen des edlen Qurans - Die Paschtu-Übersetzung von Al-Mukhtasar - Eine Kurzfassung der Bedeutungen des edlen Qurans - Inhaltsverzeichnis der Übersetzungen

Vom Tafsirzentrum für Quranwissenschaften herausgegeben.

Schließen