Check out the new design

የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - ሩዋድ የትርጉም ማዕከል * - የትርጉሞች ማዉጫ

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: ሰበእ   አንቀጽ:
وَلَا تَنْفَعُ الشَّفَاعَةُ عِنْدَهٗۤ اِلَّا لِمَنْ اَذِنَ لَهٗ ؕ— حَتّٰۤی اِذَا فُزِّعَ عَنْ قُلُوْبِهِمْ قَالُوْا مَاذَا ۙ— قَالَ رَبُّكُمْ ؕ— قَالُوا الْحَقَّ ۚ— وَهُوَ الْعَلِیُّ الْكَبِیْرُ ۟
او د هغه پر وړاندې سپارښتنه هم چاته ګټه نه رسوي پرته له هغه چې اجازه يې ورته كړې وي، تر هغو چې له زړونو يې وېره لېرې شي، وايي: ستاسو رب څه وويل؟ (په ځواب كې) ورته وايي حق (يې وويل) او همغه ډېر اوچت او لوى دى.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
قُلْ مَنْ یَّرْزُقُكُمْ مِّنَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— قُلِ اللّٰهُ ۙ— وَاِنَّاۤ اَوْ اِیَّاكُمْ لَعَلٰی هُدًی اَوْ فِیْ ضَلٰلٍ مُّبِیْنٍ ۟
ورته ووايه: تاسي ته له آسمانونو او زمكې څوك روزي دركوي؟ (خپله) ورته ووايه: الله، او دا چې په موږ اوتاسو کې څوک په پوره هدایت دی او يا څرګند بې لارېتوب کې دی.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
قُلْ لَّا تُسْـَٔلُوْنَ عَمَّاۤ اَجْرَمْنَا وَلَا نُسْـَٔلُ عَمَّا تَعْمَلُوْنَ ۟
ووايه: تاسي له هغو بدو نه پوښتل كيږئ چې موږ كړي وي او له هغو موږ نه پوښتل كيږو چې تاسو يې كوئ.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
قُلْ یَجْمَعُ بَیْنَنَا رَبُّنَا ثُمَّ یَفْتَحُ بَیْنَنَا بِالْحَقِّ ؕ— وَهُوَ الْفَتَّاحُ الْعَلِیْمُ ۟
ووايه زموږ پالونکی به مو راغونډوي بيا به په حقه سره زموږ تر منځ پرېکړه كوي او همغه ډېر پوه ښه پرېکړه كوونكى دى.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
قُلْ اَرُوْنِیَ الَّذِیْنَ اَلْحَقْتُمْ بِهٖ شُرَكَآءَ كَلَّا ؕ— بَلْ هُوَ اللّٰهُ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ ۟
ووايه: ماته راوښايئ هغه چې تاسو د شريكانو په توګه ورسره نښلولي دي، خو نه؛ بلکې په اصل كې برلاسى او د حكمت والا همغه الله دى.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَمَاۤ اَرْسَلْنٰكَ اِلَّا كَآفَّةً لِّلنَّاسِ بَشِیْرًا وَّنَذِیْرًا وَّلٰكِنَّ اَكْثَرَ النَّاسِ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟
او ته مو ټولو خلكو ته پرته له يو زېري وركونكي او وېروونكي بل څه نه يې لېږلى خو زياتره خلك نه پوهيږي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَیَقُوْلُوْنَ مَتٰی هٰذَا الْوَعْدُ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟
او هغوى وايي: كه تاسو ریښتيني ياست نو دا ژمنه به كله وي؟
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
قُلْ لَّكُمْ مِّیْعَادُ یَوْمٍ لَّا تَسْتَاْخِرُوْنَ عَنْهُ سَاعَةً وَّلَا تَسْتَقْدِمُوْنَ ۟۠
ووايه ستاسو لپاره د ژمنې يوه ټاكلې ورځ ده چې نه به يو ساعت ترې وروسته كېږئ او نه به وړاندې كېږئ.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَقَالَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لَنْ نُّؤْمِنَ بِهٰذَا الْقُرْاٰنِ وَلَا بِالَّذِیْ بَیْنَ یَدَیْهِ ؕ— وَلَوْ تَرٰۤی اِذِ الظّٰلِمُوْنَ مَوْقُوْفُوْنَ عِنْدَ رَبِّهِمْ ۖۚ— یَرْجِعُ بَعْضُهُمْ اِلٰی بَعْضِ ١لْقَوْلَ ۚ— یَقُوْلُ الَّذِیْنَ اسْتُضْعِفُوْا لِلَّذِیْنَ اسْتَكْبَرُوْا لَوْلَاۤ اَنْتُمْ لَكُنَّا مُؤْمِنِیْنَ ۟
او كوم كسان چې كافر شوي وايي هيڅكله به نه په دې قرآن ايمان راوړو او نه په هغه چې ترې مخكې و. او كه ته دا ظالمان ووينې چې د خپل رب په وړاندې درول شوي، يو بل ته خبره ورګرځوي، څوك چې كمزوري ګڼل شوي وو هغوى به لويي غوښتونكو ته وايي چې كه تاسو نه واى موږ به هرومرو مؤمنان وو.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
 
የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: ሰበእ
የምዕራፎች ማውጫ የገፅ ቁጥር
 
የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - ሩዋድ የትርጉም ማዕከል - የትርጉሞች ማዉጫ

ሩዋድ የትርጉም ማዕከል ከ ረብዋ የዳዕዋ ማህበር እና ከ የእስልምና ይዘት በተለያዩ ቋንቋዎች አገልግሎት ማህበር ጋር በመተባበር የተተረጎመ

መዝጋት