Check out the new design

የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - ሩዋድ የትርጉም ማዕከል * - የትርጉሞች ማዉጫ

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: ሰበእ   አንቀጽ:
لَقَدْ كَانَ لِسَبَاٍ فِیْ مَسْكَنِهِمْ اٰیَةٌ ۚ— جَنَّتٰنِ عَنْ یَّمِیْنٍ وَّشِمَالٍ ؕ۬— كُلُوْا مِنْ رِّزْقِ رَبِّكُمْ وَاشْكُرُوْا لَهٗ ؕ— بَلْدَةٌ طَیِّبَةٌ وَّرَبٌّ غَفُوْرٌ ۟
د سبا (قوم) لپاره د هغوى په هېواد كې (لويه) نښانه وه، ښۍ او كيڼې خواته دوه باغونه وو (ورته وويل شول) خورئ د خپل رب له روزۍ څخه او شكر يې وباسئ، دا پاكيزه ښار او هغه بخښونكى رب دى.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
فَاَعْرَضُوْا فَاَرْسَلْنَا عَلَیْهِمْ سَیْلَ الْعَرِمِ وَبَدَّلْنٰهُمْ بِجَنَّتَیْهِمْ جَنَّتَیْنِ ذَوَاتَیْ اُكُلٍ خَمْطٍ وَّاَثْلٍ وَّشَیْءٍ مِّنْ سِدْرٍ قَلِیْلٍ ۟
خو هغوى مخ واړولو نو يو زورور سيلاب مو ورباندې راخوشې کړ، او د هغوى دوه باغونه مو په داسې دوو باغونو وربدل كړل چې بې خونده مېوه، او د غز (ونې) او لږ څه بيره يې درلوده.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
ذٰلِكَ جَزَیْنٰهُمْ بِمَا كَفَرُوْا ؕ— وَهَلْ نُجٰزِیْۤ اِلَّا الْكَفُوْرَ ۟
د هغوى په ناشكرۍ مو همدا بدله وركړه او موږ پرته له ناشكره بل چا ته (داسې) بدله نه وركوو.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَجَعَلْنَا بَیْنَهُمْ وَبَیْنَ الْقُرَی الَّتِیْ بٰرَكْنَا فِیْهَا قُرًی ظَاهِرَةً وَّقَدَّرْنَا فِیْهَا السَّیْرَ ؕ— سِیْرُوْا فِیْهَا لَیَالِیَ وَاَیَّامًا اٰمِنِیْنَ ۟
او موږ د دوى او هغو كليو ترمنځ چې بركت مو پكې اچولى دى څه نور (په لاره) څرګند كلي هم آباد كړي او (د) تګ راتګ (پړاوونه) مو پكې اندازه كړي وو، (چې) د شپې او ورځې بې غمه پكې ګرځئ.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
فَقَالُوْا رَبَّنَا بٰعِدْ بَیْنَ اَسْفَارِنَا وَظَلَمُوْۤا اَنْفُسَهُمْ فَجَعَلْنٰهُمْ اَحَادِیْثَ وَمَزَّقْنٰهُمْ كُلَّ مُمَزَّقٍ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّكُلِّ صَبَّارٍ شَكُوْرٍ ۟
(خو) بيا هغوى وويل: زموږ ربه! زموږ سفرونه لرې كړه او په خپلو ځانونو يې ظلم وكړ نو بيا مو هغوى (پخوانۍ) کيسې وګرځول او په بشپړ ډول مو سره وپاشل، بې شكه په دې كې هرومرو د هر صبرناك شكر اېستونكي لپاره (ډېرې) نښانې دي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَلَقَدْ صَدَّقَ عَلَیْهِمْ اِبْلِیْسُ ظَنَّهٗ فَاتَّبَعُوْهُ اِلَّا فَرِیْقًا مِّنَ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟
او په رېښتيا چې ابليس پر هغوى خپل ګومان رښتيا وموند، چې د مؤمنانو له يوې ډلې پرته ډېرو يې پيروي وكړه.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَمَا كَانَ لَهٗ عَلَیْهِمْ مِّنْ سُلْطٰنٍ اِلَّا لِنَعْلَمَ مَنْ یُّؤْمِنُ بِالْاٰخِرَةِ مِمَّنْ هُوَ مِنْهَا فِیْ شَكٍّ ؕ— وَرَبُّكَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ حَفِیْظٌ ۟۠
او (حال دا چې) د ابليس خو پر هغوى كوم زور هم نه و، خو يوازې د دې لپاره چې معلوم كړو [خلکو ته] څوك په آخرت ايمان لري له هغو نه چې د آخرت په اړه په شك كې دي او ستا پالونکی په هر څه ساتونكى دى.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
قُلِ ادْعُوا الَّذِیْنَ زَعَمْتُمْ مِّنْ دُوْنِ اللّٰهِ ۚ— لَا یَمْلِكُوْنَ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ فِی السَّمٰوٰتِ وَلَا فِی الْاَرْضِ وَمَا لَهُمْ فِیْهِمَا مِنْ شِرْكٍ وَّمَا لَهٗ مِنْهُمْ مِّنْ ظَهِیْرٍ ۟
ووايه: راوبولئ كوم چې تاسي له الله پرته (معبودان) انګېرلي، هغوى خو د يوې ذرې په اندازه څه په واك كې نه لري، نه په آسمانونو كې او نه په زمكه كې او نه يې په دې دواړو كې څه برخه شته او نه له هغوى څوك د الله مرستندوى دى.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
 
የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: ሰበእ
የምዕራፎች ማውጫ የገፅ ቁጥር
 
የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - ሩዋድ የትርጉም ማዕከል - የትርጉሞች ማዉጫ

ሩዋድ የትርጉም ማዕከል ከ ረብዋ የዳዕዋ ማህበር እና ከ የእስልምና ይዘት በተለያዩ ቋንቋዎች አገልግሎት ማህበር ጋር በመተባበር የተተረጎመ

መዝጋት