Check out the new design

የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - ሩዋድ የትርጉም ማዕከል * - የትርጉሞች ማዉጫ

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: ሰበእ   አንቀጽ:

سبا

اَلْحَمْدُ لِلّٰهِ الَّذِیْ لَهٗ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَمَا فِی الْاَرْضِ وَلَهُ الْحَمْدُ فِی الْاٰخِرَةِ ؕ— وَهُوَ الْحَكِیْمُ الْخَبِیْرُ ۟
ټولې ستاینې خاص الله لره دي، چې یوازې د هغه په اختیار کې دي څه چې په اسمانونو کې دي او څه چې په ځمکه کې دي، او په آخرت كې هم هغه لره ستاينه ده، هغه حكمت والا او باخبره دى.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
یَعْلَمُ مَا یَلِجُ فِی الْاَرْضِ وَمَا یَخْرُجُ مِنْهَا وَمَا یَنْزِلُ مِنَ السَّمَآءِ وَمَا یَعْرُجُ فِیْهَا ؕ— وَهُوَ الرَّحِیْمُ الْغَفُوْرُ ۟
پوهيږي پر هغه څه چې په ځمكه كې ننوځي او څه چې ترې راوځي او څه چې له آسمانه راكوزيږي او څه ورپورته کیږي او همغه مهربان بخښونكى دى.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَقَالَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لَا تَاْتِیْنَا السَّاعَةُ ؕ— قُلْ بَلٰی وَرَبِّیْ لَتَاْتِیَنَّكُمْ ۙ— عٰلِمِ الْغَیْبِ ۚ— لَا یَعْزُبُ عَنْهُ مِثْقَالُ ذَرَّةٍ فِی السَّمٰوٰتِ وَلَا فِی الْاَرْضِ وَلَاۤ اَصْغَرُ مِنْ ذٰلِكَ وَلَاۤ اَكْبَرُ اِلَّا فِیْ كِتٰبٍ مُّبِیْنٍ ۟ۙ
او كافران وايي چې موږ ته به قيامت رانه شي! ورته ووايه: ولې نه، په رب مې دې قسم وي چې د غيبو عالم دى هرومرو به درته راشي، له هغه څخه نه په آسمانونو او نه پر ځمكه كې د يوې ذرې په اندازه څه نه پټيږي، او نه به له دې كوچنى او نه (ترې) لوى څه داسې شى وي چې هغه په يو څرګند كتاب كې نه وي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
لِّیَجْزِیَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ ؕ— اُولٰٓىِٕكَ لَهُمْ مَّغْفِرَةٌ وَّرِزْقٌ كَرِیْمٌ ۟
د دې لپاره چې هغو خلكو ته بدله وركړي چې ايمان يې راوړى او ښه كارونه يې كړي، د هغوى لپاره بخښنه او غوره روزي ده.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَالَّذِیْنَ سَعَوْ فِیْۤ اٰیٰتِنَا مُعٰجِزِیْنَ اُولٰٓىِٕكَ لَهُمْ عَذَابٌ مِّنْ رِّجْزٍ اَلِیْمٌ ۟
او هغوى چې زموږ د آيتونو په را لاندې كولو كې او له مینځه وړلو کې يې هلې ځلې كړې دي، هغوى لپاره ناوړه دردوونکی عذاب دى.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَیَرَی الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْعِلْمَ الَّذِیْۤ اُنْزِلَ اِلَیْكَ مِنْ رَّبِّكَ هُوَ الْحَقَّ ۙ— وَیَهْدِیْۤ اِلٰی صِرَاطِ الْعَزِیْزِ الْحَمِیْدِ ۟
او چا ته چې پوهه وركړى شوې هغوى ويني چې ستا د رب لخوا څه درته نازل شوي هغه حق دي او د برلاسي ستايلي (ذات) لوري ته ښوونه كوي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَقَالَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا هَلْ نَدُلُّكُمْ عَلٰی رَجُلٍ یُّنَبِّئُكُمْ اِذَا مُزِّقْتُمْ كُلَّ مُمَزَّقٍ ۙ— اِنَّكُمْ لَفِیْ خَلْقٍ جَدِیْدٍ ۟ۚ
او هغو کسانو چې کفر کړی وويل: آيا تاسي ته يو داسې سړى دروښايو چې هغه مو په دې خبروي چې كله تاسي پوره ذرې ذرې شئ نو تاسي به په يو نوي پيدايښت كې راشئ!
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
 
የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: ሰበእ
የምዕራፎች ማውጫ የገፅ ቁጥር
 
የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - ሩዋድ የትርጉም ማዕከል - የትርጉሞች ማዉጫ

ሩዋድ የትርጉም ማዕከል ከ ረብዋ የዳዕዋ ማህበር እና ከ የእስልምና ይዘት በተለያዩ ቋንቋዎች አገልግሎት ማህበር ጋር በመተባበር የተተረጎመ

መዝጋት