Check out the new design

《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 * - 译解目录


含义的翻译 章: 讨拜   段:
قَاتِلُوْهُمْ یُعَذِّبْهُمُ اللّٰهُ بِاَیْدِیْكُمْ وَیُخْزِهِمْ وَیَنْصُرْكُمْ عَلَیْهِمْ وَیَشْفِ صُدُوْرَ قَوْمٍ مُّؤْمِنِیْنَ ۟ۙ
ای مؤمنانو! له هغوی سره وجنګیږئ چې الله پاک یې ستاسې په لاسونو وربړوي رسوا یې کړي. تاسې پرې برلاسي او دمؤمنانو زړونه پرې یخ کړي.
阿拉伯语经注:
وَیُذْهِبْ غَیْظَ قُلُوْبِهِمْ ؕ— وَیَتُوْبُ اللّٰهُ عَلٰی مَنْ یَّشَآءُ ؕ— وَاللّٰهُ عَلِیْمٌ حَكِیْمٌ ۟
او د مؤمنانو د زړونو تاو پرې وباسي،او الله پاک به د هغه چا توبه ومني چې خوښه یې ورته وشي او الله په هر څه پوه او د حکمت څښتن دی.
阿拉伯语经注:
اَمْ حَسِبْتُمْ اَنْ تُتْرَكُوْا وَلَمَّا یَعْلَمِ اللّٰهُ الَّذِیْنَ جٰهَدُوْا مِنْكُمْ وَلَمْ یَتَّخِذُوْا مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ وَلَا رَسُوْلِهٖ وَلَا الْمُؤْمِنِیْنَ وَلِیْجَةً ؕ— وَاللّٰهُ خَبِیْرٌ بِمَا تَعْمَلُوْنَ ۟۠
ایا تاسې ګمان کوئ چې په همدې توګه به پریښوول شئ؟ په داسې حال کې چې الله پاک به ستاسې هغه خلک نه وي په ډاګه کړي چې جهاد یې کړی او پرته له الله او د هغه د رسول او له مؤمنانو یې بل پټ دوست نه دی نیولی. او الله پاک ستاسې له کړنو نه ښه خبر دی.
阿拉伯语经注:
مَا كَانَ لِلْمُشْرِكِیْنَ اَنْ یَّعْمُرُوْا مَسٰجِدَ اللّٰهِ شٰهِدِیْنَ عَلٰۤی اَنْفُسِهِمْ بِالْكُفْرِ ؕ— اُولٰٓىِٕكَ حَبِطَتْ اَعْمَالُهُمْ ۖۚ— وَفِی النَّارِ هُمْ خٰلِدُوْنَ ۟
دا د مشرکانو کارندی چې د الله جوماتونه اباد او جوړ کړي سره له دې چې خپل ځانونه کافران هم ګڼي. ځکه چې ټولې کړنې یې بابیزه او تل تر تله به په اور کې وي.
阿拉伯语经注:
اِنَّمَا یَعْمُرُ مَسٰجِدَ اللّٰهِ مَنْ اٰمَنَ بِاللّٰهِ وَالْیَوْمِ الْاٰخِرِ وَاَقَامَ الصَّلٰوةَ وَاٰتَی الزَّكٰوةَ وَلَمْ یَخْشَ اِلَّا اللّٰهَ ۫— فَعَسٰۤی اُولٰٓىِٕكَ اَنْ یَّكُوْنُوْا مِنَ الْمُهْتَدِیْنَ ۟
د الله د جوماتونو جوړول او ابادول یوازې د هغه چا کار دی چې په الله او قیامت یې ایمان راوړی لمونځ یې پر ځای کړی زکات یې ورکړی او پرته له الله له بل هیچا څخه نه ړي ډار شوی نو هیله ده چې همدغه خلک له لیار میندونکو څخه وي.
阿拉伯语经注:
اَجَعَلْتُمْ سِقَایَةَ الْحَآجِّ وَعِمَارَةَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ كَمَنْ اٰمَنَ بِاللّٰهِ وَالْیَوْمِ الْاٰخِرِ وَجٰهَدَ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ ؕ— لَا یَسْتَوٗنَ عِنْدَ اللّٰهِ ؕ— وَاللّٰهُ لَا یَهْدِی الْقَوْمَ الظّٰلِمِیْنَ ۟ۘ
ایا تاسې د حاجیانو خړوبه ول او د مسجد حرام جوړول او پالل د هغه چا سره یو انډول ګڼئ چې په الله او قیامت یې ایمان راوړی او د الله په لیار کې یې جهاد کړی وي؟ د الله په وړاندې هیڅکله سره برابر نه دي او الله پاک ظالم قوم ته لیار نه ښایي.
阿拉伯语经注:
اَلَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَهَاجَرُوْا وَجٰهَدُوْا فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ بِاَمْوَالِهِمْ وَاَنْفُسِهِمْ ۙ— اَعْظَمُ دَرَجَةً عِنْدَ اللّٰهِ ؕ— وَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْفَآىِٕزُوْنَ ۟
کومو کسانو چې ایمان راوړی هجرت یې کړی او په خپلو مالونو او سرونو سره یې د الله په لیار کې جهاد کړی د الله په وړاندې یې مرتبه ډیره لویه ده او همدغه خلک بریمن دي.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 讨拜
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 - 译解目录

古兰经普什图文译解,由毛拉维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译

关闭