Check out the new design

《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 * - 译解目录


含义的翻译 章: 艾尔拉夫   段:
یٰبَنِیْۤ اٰدَمَ خُذُوْا زِیْنَتَكُمْ عِنْدَ كُلِّ مَسْجِدٍ وَّكُلُوْا وَاشْرَبُوْا وَلَا تُسْرِفُوْا ؕۚ— اِنَّهٗ لَا یُحِبُّ الْمُسْرِفِیْنَ ۟۠
ای د ادم اولادې! باید په هر جومات کې په خپله ښکلا سینګار اوسئ، وخورئ او وڅښئ خو اسراف مه کوئ ځکه چې الله پاک اسراف کوونکي نه خوښوي.
阿拉伯语经注:
قُلْ مَنْ حَرَّمَ زِیْنَةَ اللّٰهِ الَّتِیْۤ اَخْرَجَ لِعِبَادِهٖ وَالطَّیِّبٰتِ مِنَ الرِّزْقِ ؕ— قُلْ هِیَ لِلَّذِیْنَ اٰمَنُوْا فِی الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا خَالِصَةً یَّوْمَ الْقِیٰمَةِ ؕ— كَذٰلِكَ نُفَصِّلُ الْاٰیٰتِ لِقَوْمٍ یَّعْلَمُوْنَ ۟
ای محمده! ووایه د الله هغه ښکلا چا حرامه کړې ده چې د خپلو بنده ګانو لپاره یې راویستلې ده او چا پاک او خوندور خوراک حرام کړی دی؟ ووایه دا ټول څیزونه په دنیا کې د ایمان راوړونکو لپاره دي. او په اخرت کې خو په ځانګړي توګه همدوی دي. په همدې توګه مونږ د پوهیدونکي قوم لپاره نښې بیانوو.
阿拉伯语经注:
قُلْ اِنَّمَا حَرَّمَ رَبِّیَ الْفَوَاحِشَ مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَمَا بَطَنَ وَالْاِثْمَ وَالْبَغْیَ بِغَیْرِ الْحَقِّ وَاَنْ تُشْرِكُوْا بِاللّٰهِ مَا لَمْ یُنَزِّلْ بِهٖ سُلْطٰنًا وَّاَنْ تَقُوْلُوْا عَلَی اللّٰهِ مَا لَا تَعْلَمُوْنَ ۟
ای محمده! ووایه زما رب ښکاره او پټ ټول بد کارونه منع کړي دي او هم منع کړې ده چې له الله سره هغه څه شریکان ونیسئ چې الله پاک پرې کوم دلیل نه دی رالیږلی. او هم یې منع کړې ده چې پر الله هغه څه وتړئ چې تاسې پرې نه پوهیږئ.
阿拉伯语经注:
وَلِكُلِّ اُمَّةٍ اَجَلٌ ۚ— فَاِذَا جَآءَ اَجَلُهُمْ لَا یَسْتَاْخِرُوْنَ سَاعَةً وَّلَا یَسْتَقْدِمُوْنَ ۟
د هر امت لپاره یوه ټاکلې نیټه ده چې نیټه یې راشي بیا نه یوه ګړئ وروسته کیږي او نه وړاندې .
阿拉伯语经注:
یٰبَنِیْۤ اٰدَمَ اِمَّا یَاْتِیَنَّكُمْ رُسُلٌ مِّنْكُمْ یَقُصُّوْنَ عَلَیْكُمْ اٰیٰتِیْ ۙ— فَمَنِ اتَّقٰی وَاَصْلَحَ فَلَا خَوْفٌ عَلَیْهِمْ وَلَا هُمْ یَحْزَنُوْنَ ۟
ای د ادم اولادې! که تاسې ته ستاسې له مینځ نه استازي راغلل او زما ایتونه یې تاسې ته بیانول. نو هر چا چې له بدو ځان وژغوره او کړنې یې روغې کړې نو هیڅ ډار به پرې نه وي او نه به غمجن کیږي.
阿拉伯语经注:
وَالَّذِیْنَ كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَا وَاسْتَكْبَرُوْا عَنْهَاۤ اُولٰٓىِٕكَ اَصْحٰبُ النَّارِ ۚ— هُمْ فِیْهَا خٰلِدُوْنَ ۟
او هغو کسانو چې زمونږ ایتونه درواغ ګڼلي او د نه منلو لويې يې کړی ده. نو همدوی د اور څښتنان دي او د تل لپاره به پکې وي.
阿拉伯语经注:
فَمَنْ اَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرٰی عَلَی اللّٰهِ كَذِبًا اَوْ كَذَّبَ بِاٰیٰتِهٖ ؕ— اُولٰٓىِٕكَ یَنَالُهُمْ نَصِیْبُهُمْ مِّنَ الْكِتٰبِ ؕ— حَتّٰۤی اِذَا جَآءَتْهُمْ رُسُلُنَا یَتَوَفَّوْنَهُمْ ۙ— قَالُوْۤا اَیْنَ مَا كُنْتُمْ تَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ ؕ— قَالُوْا ضَلُّوْا عَنَّا وَشَهِدُوْا عَلٰۤی اَنْفُسِهِمْ اَنَّهُمْ كَانُوْا كٰفِرِیْنَ ۟
نو د هغه چا نه به لوی ظالم څوک وي چې پر الله درواغ تړي؟ او یا یې ایتونه درواغ ګڼي؟ دا ډول خلک به خپله لیکلې برخه اخلي. تر هغو چې زمونږ استازي ورته د روح اخیستلو لپاره راشي نو ورته وایې به. اوس چیرې دي هغه څیزونه چې تاسې به پرته له الله نه رابلل؟ دوي به وايي له مونږ ورک شول او پر ځانو به شاهدي ووایې چې په رښتیا هم کافران وو.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 艾尔拉夫
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 - 译解目录

古兰经普什图文译解,由毛拉维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译

关闭