Check out the new design

《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 * - 译解目录


含义的翻译 章: 艾尔拉夫   段:
قَالَ الْمَلَاُ الَّذِیْنَ اسْتَكْبَرُوْا مِنْ قَوْمِهٖ لَنُخْرِجَنَّكَ یٰشُعَیْبُ وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا مَعَكَ مِنْ قَرْیَتِنَاۤ اَوْ لَتَعُوْدُنَّ فِیْ مِلَّتِنَا ؕ— قَالَ اَوَلَوْ كُنَّا كٰرِهِیْنَ ۟ۚ
د هغه د قوم متکبرو مشرانو وویل: ای شعیبه! مونږ به تا او ستا ملګري له خپل کلي نه وشړو او یا به ته زمونږ لارې ته بیرته راګرځي. شعیب ځواب ورکړ. که څه هم مونږ ناخوښه وو؟
阿拉伯语经注:
قَدِ افْتَرَیْنَا عَلَی اللّٰهِ كَذِبًا اِنْ عُدْنَا فِیْ مِلَّتِكُمْ بَعْدَ اِذْ نَجّٰىنَا اللّٰهُ مِنْهَا ؕ— وَمَا یَكُوْنُ لَنَاۤ اَنْ نَّعُوْدَ فِیْهَاۤ اِلَّاۤ اَنْ یَّشَآءَ اللّٰهُ رَبُّنَا ؕ— وَسِعَ رَبُّنَا كُلَّ شَیْءٍ عِلْمًا ؕ— عَلَی اللّٰهِ تَوَكَّلْنَا ؕ— رَبَّنَا افْتَحْ بَیْنَنَا وَبَیْنَ قَوْمِنَا بِالْحَقِّ وَاَنْتَ خَیْرُ الْفٰتِحِیْنَ ۟
که مونږ بیرته ستاسې دین ومانه سره له دې چې الله ترې خلاص کړي یو نو پر الله به مو ډیر لوی درواغ تړلي وي. او دا ناشونې ده چې مونږ به بیرته ستاسې دین ته در اوړو. هو! که زمونږ د رب الله خوښه وي ( مونږ پکې څه نه شو ویلی). د هغه علم خورا پراخ او په هرڅه پوهیږي. او پر همغه زمونږ توکل دی. ای زمونږ ربه! زمونږ او زمونږ د قوم په مینځ کې د حق پریکړه وکړه ته خورا غوره پریکړه کوونکی یې.
阿拉伯语经注:
وَقَالَ الْمَلَاُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا مِنْ قَوْمِهٖ لَىِٕنِ اتَّبَعْتُمْ شُعَیْبًا اِنَّكُمْ اِذًا لَّخٰسِرُوْنَ ۟
د هغه دقوم کافرو مشرانو وویل: که تاسې د شعیب مننه وکړه خورا زیانمن به شئ.
阿拉伯语经注:
فَاَخَذَتْهُمُ الرَّجْفَةُ فَاَصْبَحُوْا فِیْ دَارِهِمْ جٰثِمِیْنَ ۟
نو هغه وو چې زلزلې ونیول او نبرره په خپلو خپلو ځایونو کې پړمخ پریوتل.
阿拉伯语经注:
الَّذِیْنَ كَذَّبُوْا شُعَیْبًا كَاَنْ لَّمْ یَغْنَوْا فِیْهَا ۛۚ— اَلَّذِیْنَ كَذَّبُوْا شُعَیْبًا كَانُوْا هُمُ الْخٰسِرِیْنَ ۟
هغه خلک چې شعیب یې درواغجن ګاڼه داسې تس نس شول لکه چې په هغو کورنو کې له سره اوسیدلي نه وو. او یوازې هغه خلک زیانمن شول چې شعیب یې درواغجن ګڼلی و.
阿拉伯语经注:
فَتَوَلّٰی عَنْهُمْ وَقَالَ یٰقَوْمِ لَقَدْ اَبْلَغْتُكُمْ رِسٰلٰتِ رَبِّیْ وَنَصَحْتُ لَكُمْ ۚ— فَكَیْفَ اٰسٰی عَلٰی قَوْمٍ كٰفِرِیْنَ ۟۠
نو شعیب له هغوی نه ووت او ویل یي ای زما قوم! تاسې ته مې د خپل رب ټول پیغامونه در ورسول، پند او نصیحت مې درکړ نو اوس ولې په کافر قوم پسې افسوس وکړم؟
阿拉伯语经注:
وَمَاۤ اَرْسَلْنَا فِیْ قَرْیَةٍ مِّنْ نَّبِیٍّ اِلَّاۤ اَخَذْنَاۤ اَهْلَهَا بِالْبَاْسَآءِ وَالضَّرَّآءِ لَعَلَّهُمْ یَضَّرَّعُوْنَ ۟
او مونږ چې کله هم کوم کلي ته استازی لیږلی نو د هغه ځای اوسیدونکي مو په سختیو[۱] او ستونزو[۲] اخته کړي تر څو عذر او زارۍ وکړي.
[۱] لکه لوږه او فقر.
[۲] لکه ناروغتیا ( ابن جریر الطبري)
阿拉伯语经注:
ثُمَّ بَدَّلْنَا مَكَانَ السَّیِّئَةِ الْحَسَنَةَ حَتّٰی عَفَوْا وَّقَالُوْا قَدْ مَسَّ اٰبَآءَنَا الضَّرَّآءُ وَالسَّرَّآءُ فَاَخَذْنٰهُمْ بَغْتَةً وَّهُمْ لَا یَشْعُرُوْنَ ۟
او بیا مو د هغوی بده ورځ په سوکالۍ بدله کړی ان تر دې چې هر څه یې ډير شوي او ویلي يي دي چې سختي او خوښي زمونږ پلرونو ته هم رسیدلې وه نو بیا مو په داسې حال کې چې ګمان یي هم نه وه ناببره ونیول.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 艾尔拉夫
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 - 译解目录

古兰经普什图文译解,由毛拉维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译

关闭