Check out the new design

《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 * - 译解目录


含义的翻译 章: 玛仪戴   段:
مِنْ اَجْلِ ذٰلِكَ ؔۛۚ— كَتَبْنَا عَلٰی بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ اَنَّهٗ مَنْ قَتَلَ نَفْسًا بِغَیْرِ نَفْسٍ اَوْ فَسَادٍ فِی الْاَرْضِ فَكَاَنَّمَا قَتَلَ النَّاسَ جَمِیْعًا ؕ— وَمَنْ اَحْیَاهَا فَكَاَنَّمَاۤ اَحْیَا النَّاسَ جَمِیْعًا ؕ— وَلَقَدْ جَآءَتْهُمْ رُسُلُنَا بِالْبَیِّنٰتِ ؗ— ثُمَّ اِنَّ كَثِیْرًا مِّنْهُمْ بَعْدَ ذٰلِكَ فِی الْاَرْضِ لَمُسْرِفُوْنَ ۟
له همدی کبله مونږ پر بني اسرائیلو لیکلي وو چې هر څوک یو نفس پرته له بدل او یا فساد څخه ووژني لکه ټول خلک یې چې وژلي وي او هر څوک چې یو نفس ژوندی کړي لکه چې ټول خلک یې ژوندي کړي وي، هغوی ته زمونږ رسولانو ښکاره احکام راوړي وو، خو بیا هم د هغوی ډیر خلک له دې وروسته په ځمکه کې له اندازې او پولو څخه واوښتل.
阿拉伯语经注:
اِنَّمَا جَزٰٓؤُا الَّذِیْنَ یُحَارِبُوْنَ اللّٰهَ وَرَسُوْلَهٗ وَیَسْعَوْنَ فِی الْاَرْضِ فَسَادًا اَنْ یُّقَتَّلُوْۤا اَوْ یُصَلَّبُوْۤا اَوْ تُقَطَّعَ اَیْدِیْهِمْ وَاَرْجُلُهُمْ مِّنْ خِلَافٍ اَوْ یُنْفَوْا مِنَ الْاَرْضِ ؕ— ذٰلِكَ لَهُمْ خِزْیٌ فِی الدُّنْیَا وَلَهُمْ فِی الْاٰخِرَةِ عَذَابٌ عَظِیْمٌ ۟ۙ
خبره همدا ده: د هغو کسانو چې له الله او رسول سره یې جنګ کوي او په ځمکه کې د فساد او ګډوډۍ لپاره هلې ځلې کوي جزاء همدا ده چې وژلی به شي یا به په دار ځړول کیږي، یا به یې لاس او پښه ادل بدل پرې کیږي، او یا به له ځمکې څخه شړل کیږي، دا یې د دنیا رسوايې ده او په اخرت کې د دوی لپاره ډیر لوی عذاب دی.
阿拉伯语经注:
اِلَّا الَّذِیْنَ تَابُوْا مِنْ قَبْلِ اَنْ تَقْدِرُوْا عَلَیْهِمْ ۚ— فَاعْلَمُوْۤا اَنَّ اللّٰهَ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟۠
مګر هغه خلک چې ستاسې له بر لاسي کیدلو څخه وړاندې توبه وباسي نو باید پوه شئ چې الله پاک ښه بښونکی او ډير مهربان دی.
阿拉伯语经注:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوا اتَّقُوا اللّٰهَ وَابْتَغُوْۤا اِلَیْهِ الْوَسِیْلَةَ وَجَاهِدُوْا فِیْ سَبِیْلِهٖ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُوْنَ ۟
ای مؤمنانو! له الله نه وډار شئ او د هغه په لور وسیله ولټوئ او په لار کې یې جهاد وکړئ تر څو مو خلاصون په برخه شي.
阿拉伯语经注:
اِنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لَوْ اَنَّ لَهُمْ مَّا فِی الْاَرْضِ جَمِیْعًا وَّمِثْلَهٗ مَعَهٗ لِیَفْتَدُوْا بِهٖ مِنْ عَذَابِ یَوْمِ الْقِیٰمَةِ مَا تُقُبِّلَ مِنْهُمْ ۚ— وَلَهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟
که کافران د ځمکې ټول شته او په انډول یې نور هم د قیامت د ورځې له عذاب نه د ژغورلو په تکل وښندي ترې به ونه منل شي او درد ناک عذاب یې په برخه دی.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 玛仪戴
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 - 译解目录

古兰经普什图文译解,由毛拉维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译

关闭