Check out the new design

《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 * - 译解目录


含义的翻译 章: 玛仪戴   段:
وَالَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَكَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَاۤ اُولٰٓىِٕكَ اَصْحٰبُ الْجَحِیْمِ ۟
او هغه کسان چې کافران شوي او زمونږ ایتونه یې درواغ ګڼلي دي د اور څښتنان دي.
阿拉伯语经注:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوا اذْكُرُوْا نِعْمَتَ اللّٰهِ عَلَیْكُمْ اِذْ هَمَّ قَوْمٌ اَنْ یَّبْسُطُوْۤا اِلَیْكُمْ اَیْدِیَهُمْ فَكَفَّ اَیْدِیَهُمْ عَنْكُمْ ۚ— وَاتَّقُوا اللّٰهَ ؕ— وَعَلَی اللّٰهِ فَلْیَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُوْنَ ۟۠
ای مؤمنانو! د الله پاک هغه لورینه در یاده کړئ چې کله یو قوم هڅه وکړه چې لاسونه در اوږده کړي الله پاک یې لاسونه له تاسې لنډ کړل. له الله نه وډار شئ او باید چې مؤمنان یوازې په یو الله توکل وکړي.
阿拉伯语经注:
وَلَقَدْ اَخَذَ اللّٰهُ مِیْثَاقَ بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ ۚ— وَبَعَثْنَا مِنْهُمُ اثْنَیْ عَشَرَ نَقِیْبًا ؕ— وَقَالَ اللّٰهُ اِنِّیْ مَعَكُمْ ؕ— لَىِٕنْ اَقَمْتُمُ الصَّلٰوةَ وَاٰتَیْتُمُ الزَّكٰوةَ وَاٰمَنْتُمْ بِرُسُلِیْ وَعَزَّرْتُمُوْهُمْ وَاَقْرَضْتُمُ اللّٰهَ قَرْضًا حَسَنًا لَّاُكَفِّرَنَّ عَنْكُمْ سَیِّاٰتِكُمْ وَلَاُدْخِلَنَّكُمْ جَنّٰتٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ ۚ— فَمَنْ كَفَرَ بَعْدَ ذٰلِكَ مِنْكُمْ فَقَدْ ضَلَّ سَوَآءَ السَّبِیْلِ ۟
الله پاک له بنې اسرائیلو څخه وعده اخیستې وه او مونږ په هغوی کې دولس مشران ټاکلي وو او الله ورته ویلي وو چې زه په باوري توګه له تاسې سره یم. او قسم دی که تاسې لمونځونه ودرول، زکاتونه مو ورکړل، زما په رسولانو مو ایمان راوړ او د هغوی ملاتړ مو وکړ او الله ته مو د زړه له اخلاصه قرض ورکړ نو زه به خامخا او هرو مرو ستاسې ګناهونه ورژوم او هغو جنتونو ته به مو داخل کړم چې لاندې به ترې ویالې بهیږي، که هر څوک له دې وروسته هم کافر شو نو پخه خبره ده چې روغه لار یې ورکه کړه.
阿拉伯语经注:
فَبِمَا نَقْضِهِمْ مِّیْثَاقَهُمْ لَعَنّٰهُمْ وَجَعَلْنَا قُلُوْبَهُمْ قٰسِیَةً ۚ— یُحَرِّفُوْنَ الْكَلِمَ عَنْ مَّوَاضِعِهٖ ۙ— وَنَسُوْا حَظًّا مِّمَّا ذُكِّرُوْا بِهٖ ۚ— وَلَا تَزَالُ تَطَّلِعُ عَلٰی خَآىِٕنَةٍ مِّنْهُمْ اِلَّا قَلِیْلًا مِّنْهُمْ فَاعْفُ عَنْهُمْ وَاصْفَحْ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ یُحِبُّ الْمُحْسِنِیْنَ ۟
د هغوی د وعده خلافۍ له کبله مونږ په لعنت کړل او د هغوی زړونه مو سخت وګرځول. هغوی خبری له خپلې معنا څخه اړوي. او هغه څه یې هیر کړل چې هغوی ته پری پند ورکړاې شوی وو. او ته په پرله پسې توګه د هغوی له یوی نا دودې څخه خبریږی، د هغوی ډیر لږ خلک له دی بدیو نه لری دي. خو بیا هم ورته عفوه وکړه او مخ تری واړه وه بې شکه چې الله پاک احسان کوونکي خوښوي.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 玛仪戴
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 - 译解目录

古兰经普什图文译解,由毛拉维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译

关闭