Check out the new design

《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 * - 译解目录


含义的翻译 章: 赛智德   段:
وَلَنُذِیْقَنَّهُمْ مِّنَ الْعَذَابِ الْاَدْنٰی دُوْنَ الْعَذَابِ الْاَكْبَرِ لَعَلَّهُمْ یَرْجِعُوْنَ ۟
او مونږ به له ستر له ستر عذاب نه وړاندې د کوچني عذاب خوند هرو،مرو وروڅکو.کیدای شي چې سمي لارې ته راتا وشي.
阿拉伯语经注:
وَمَنْ اَظْلَمُ مِمَّنْ ذُكِّرَ بِاٰیٰتِ رَبِّهٖ ثُمَّ اَعْرَضَ عَنْهَا ؕ— اِنَّا مِنَ الْمُجْرِمِیْنَ مُنْتَقِمُوْنَ ۟۠
او له هغه نه به لوی تیری کوونکی څوک وي چې:د خپل رب په نښانو ور کړای شي خو هغه ترې مخ واړوي؟له شک نه وتلې ده چې مونږ له مجرمانو نه غچ اخیستونکي یو.
阿拉伯语经注:
وَلَقَدْ اٰتَیْنَا مُوْسَی الْكِتٰبَ فَلَا تَكُنْ فِیْ مِرْیَةٍ مِّنْ لِّقَآىِٕهٖ وَجَعَلْنٰهُ هُدًی لِّبَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ ۟ۚ
او په باروي توګه مونږ موسی ته کتاب ورکړی و.نو ای محمده!ته هم باوري اوسه چې له داسې کتاب سره به مخ شې[۹]او د موسي کتاب مو د بني اسرائیلو لارښود ګرځولی و.
[۹] ـ ځینو مفسرینو داسې ترجمه کړې ده:ای محمده!باور ولره چې ته به له موسې سره مخ شي او د الله جل جلاله دا وعده د معراج په شپه پوره شوه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له موسې علیه السلام سره ولیدل.(تفسیر الماوردی).
阿拉伯语经注:
وَجَعَلْنَا مِنْهُمْ اَىِٕمَّةً یَّهْدُوْنَ بِاَمْرِنَا لَمَّا صَبَرُوْا ؕ۫— وَكَانُوْا بِاٰیٰتِنَا یُوْقِنُوْنَ ۟
او د هغوی ځینې هغه خلک مو چې صبر یي وکړ،او زمونږ په ایتونو یي پوخ باور وو.لارښوونکي وګرځول چې زمونږ په امر به یې لارښوونه کوله.
阿拉伯语经注:
اِنَّ رَبَّكَ هُوَ یَفْصِلُ بَیْنَهُمْ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ فِیْمَا كَانُوْا فِیْهِ یَخْتَلِفُوْنَ ۟
او دا خبره پخه ده چې ستا رب به د قیامت په ورځ د هغوی د خپل مینځي اختلافاتو پریکړه کوي.
阿拉伯语经注:
اَوَلَمْ یَهْدِ لَهُمْ كَمْ اَهْلَكْنَا مِنْ قَبْلِهِمْ مِّنَ الْقُرُوْنِ یَمْشُوْنَ فِیْ مَسٰكِنِهِمْ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ ؕ— اَفَلَا یَسْمَعُوْنَ ۟
ایا دې خلکو له دې نه درس نه دی اخیستې چې:مونږ د څومره ډیرو زمانو خلک هلاک کړي دي؟دا کافران یې په ورانو کورونو تیریږي.په رښتیا چې په دې کې ډیرې لویې نښې دي.ایا څه نه اوري؟
阿拉伯语经注:
اَوَلَمْ یَرَوْا اَنَّا نَسُوْقُ الْمَآءَ اِلَی الْاَرْضِ الْجُرُزِ فَنُخْرِجُ بِهٖ زَرْعًا تَاْكُلُ مِنْهُ اَنْعَامُهُمْ وَاَنْفُسُهُمْ ؕ— اَفَلَا یُبْصِرُوْنَ ۟
ایا نه یي دي لیدلي چې مونږ و چې شاړې ځمکې ته اوبه روانې او بیا ترې کښت راټوکه وو چې د هغوی څاروي او هم په خپله ترې خوراک کوي.ایا څه نه ویني؟
阿拉伯语经注:
وَیَقُوْلُوْنَ مَتٰی هٰذَا الْفَتْحُ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟
او کافران وایې چې که تاسې رښتیني یاست نو د پریکړې ورځ به کله وي؟
阿拉伯语经注:
قُلْ یَوْمَ الْفَتْحِ لَا یَنْفَعُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْۤا اِیْمَانُهُمْ وَلَا هُمْ یُنْظَرُوْنَ ۟
اې محمده!ورته ووایه چې د پریکړې په ورځ به کافرانو ته نه د هغې ورځې ایمان راوړل څه ګټه ورسوي. او نه به نور مهلت ورکړای شي؟
阿拉伯语经注:
فَاَعْرِضْ عَنْهُمْ وَانْتَظِرْ اِنَّهُمْ مُّنْتَظِرُوْنَ ۟۠
په خپل حال یې پریږده او څار کوه باوري خبره ده چې هغوی هم څار کوي.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 赛智德
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 - 译解目录

古兰经普什图文译解,由毛拉维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译

关闭